د کرنې وزارت: د امیرالمؤمنین د حکم له مخې به د ټولو بندونو چارې وڅېړل شي
شریعت: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري سرپل ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مسوولینو سره په کتنه کې وویل، چې زموږ د هېواد اقتصادي وده د کرنې له ودې سره تړلې ده.
شریعت: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري سرپل ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مسوولینو سره په کتنه کې وویل، چې زموږ د هېواد اقتصادي وده د کرنې له ودې سره تړلې ده.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د سرپل ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه مولوي عطاءالله عمري وویل، چې د کرنې سکتور د پرمختګ او ځان بیسا لپاره پلانونه تر لاس لاندې لري.
نوموړي دغه ولایت ته د خپل سفر موخه هم د کرنې او مالدارۍ برخې پیاوړتیا وبلله.
هغه زیاته کړه، چې د حیواني ناروغیو د وقایې او مخنیوي ترڅنک د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ لپاره هم پروګرامونه لري.
مولوي عمري د قوش تېپې کانال او نور لوی بندونه د کرنې سکتور د ودې لپاره د دغه وزارت له مهمو پلانونو څخه وبلل او زیاته یې کړه، چې د پستې او نور ځنګلونه هم د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست همداراز وویل، چې د امیرالمؤمنین د حکم له مخې به د هېواد ټول بندونه وڅېړل شي او د اړتیا په صورت کې به په سرپل کې هم د اوبو بندونه جوړ شي.