کالمونه

زما نظر دادی

سالمزی

زما نظر دادی چې افغانانو خو د جنګ په ډګر کې د زمانې د هر ښکرور ښکرونه ورمات کړل خو له بده مرغه چې زموږ سیاسی مشرانو د تیرو څلور لسیزو په لړ کې ځینی سیاسي تیروتنې وکړې د ملت قربانې یې په نظر کې ونه نیوله او دغه بې ډزه قهرمانانو او کاغذي زمریانو د ملت د بې دریغه قربانیو د اوښکو او وینو هیڅ پروا ونه ساتله، مادیاتو ته یې لومړیتوب ورکړ او په عیش و عشرت کې ډوب شول، پټې معاملې یې وکړې او د پردیو په استخباراتي او نیابتي جنګونو کې ښکیل شول او د خپل مظلوم او قهرمان ملت په ککریویې دغه لوبه جاري وساتله. د طالبانو په واکمنیدو بیا له خپل ګران او محبوب هېواد څخه د پردیوغیږ ته لاړل او د اسلامي نظام سره د مخالفت لاریې نیولې او په مقابل کې د بغاوت غږ پورته کوي خو نور افغانان پوهه شوي د دې خاورې اصلي وارثین او د هېواد او ملت دښمنان پیژني، دا غیرتي او باتور ملت به نور هیچا ته ددې اجازه ورنکړي چې افغانان په یو نوم او بل نوم پخپلو کې سره وجنګوي. تاسي خو د دې ځوریدلي ملت د وینو او اوښکو طوفاني څپو په مخه کړي یاست، تاسي ملت ته امتحان ورکړی، مؤمین له یوه سوري دوه واره نه چیچل کیږي، تاسو خو د مجاهدینو د قربانیو په پایله کې دغه مقام ته ورسیدۍ خو په تاسف سره باید ووایم چې تاسي هغه څه وکړل چې یو حیوان یې له بل سره نکوي، تاسي پخپلو بچو شرقي او غربي علوم زده کړل خو د شهیدانو بچي مو سوال ته کینول، ستاسي بلند منزلونه او سرمایې په تاسي شاهدې وایې چې تاسي دغه سرمایه او جایداد په کومه طریقه راپیدا کړ، تاسي خو په جهاد الله(ج) عزتمند کړۍ ولې مو د جهاد ثمره په شرقي او غربي یرغلګرو د یو څو ډالرو په مقابل کې وپلورله، د مزو ا و چړچو ډک ژوند موځانونو ته غوره کړ او ملت مو په فقر او غربت کې پريښود نه مو د بلډینګونو په جوړولو زړونه ماړه شول، نه په ډالرو وپړسیدۍ، نه مو له ډيرو قیمتي موټرو په خوند زړونه یخ شول، له دې څرګنده شوه چې تاسي د اسلام نه بلکې د اقتدار وږي وۍ دا دنیا د مسلمانانو لپاره د ازموینې یو ډګر دی هر چا چې هر څه کړی وي حساب به ورسره کیږي.
تاسي د اقتدار په نیشو کې داسي مست وۍ چې د یتیمانو سوې چیغې مونه اوریدې لکه چې پښتو لنډۍ ده !
د لیونۍ ارمان پوره شو !
په لاره ځي په کاڼو ولي زیارتونه
تاسي جهاد د همدې لپاره کړی ؤ چې د مظلومانو مالونه غصب کړۍ او ځانونو ته بنګلې جوړې کړۍ دا هر څه مو وکړل، تاسي خپل اهداف تر لاسه کړل، ملت وپیژندۍ او ردیې کړۍ او د بیا لپاره به مو دغه خوبونه هیڅکله رښتیا نشی، د افغان مجاهدینو په مقابل کې ټوله نړۍ ماته شوی او دا پوچ خیالونه او خوبونه دې بیا نه ویني، په نظامي ډګر کې مو په تشو لاسونو د الله(ج) په نصرت سره د نړۍ د سترو فرعونی یرغلګرو ځواکونو د دریمې سترې بریا ویاړ را خپل کړ او د کومو اهدافو لپاره چې زموږ ځوریدلي ملت زیاتي قربانۍ ورکړي باید له پامه ونه غورځول شي. د شهیدانو قربانۍ وستایل شي او د یتیمانو او معلول شویو مجاهدینو قدرداني او درناوی وشي چې دا د چارواکو اساسي مسؤلیت دی. د عثماني خلافت د زوال عوامل باید مطالعه شي او له هغې ځان وساتې. دښمن په کمین کې دی د مجاهدینو صفونه تصفیه شي او ملت ته غیږ پرانیستل شي مشروع غوښتنې یې ومنل شي او د تعلیم لپاره داسي سهولتونه او اسانتیاوي برابرې شي چې بهرنیو هېوادونوته د تلوپه برخه کې هیڅ اړتیا پیښه نشي، خپل ډاکټران، انجینران، خپل عالمان، خپل پوهنتون، خپل ښوونځی او خپله مدرسه د هلکانو او انجونو دواړو لپاره ولرو.
ومن الله توفیق
د یوه ودان سرلوړي او غوړیدلي افغانستان په هیله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close