کالمونه

زما نظر دادې

سالمزی

زما نظر دادې چې وایې نظامونه ماتیږي خو ملتونه هیڅکله نه ماتیږي زموږ قهرمان او مؤمن ملت چې د نړۍ د هر اشغالګر او استعماري طاقتونو په وړاندې لکه د فولادي غر کلک دریدلي د یرغلګرو مقابله یې کړي تکلیفونه او ستونزې یې ګاللي شهیدان شوي معلول شوي بیبیانې يې کونډې شوي بچي یې یتمان شوي… واقعاً زموږ ملت یو مجاهد ملت دی او ددوی دغه قربانۍ او تکلیفونه ددې لامل نشي، دهغه نظام لپاره چې په میلیونونو شهیدان دې میړني او باتور ملت ورکړي د نا هیلی باعث یې وګرځي، د ملت مشروع غوښتنې باید ومنل شي او پوښتوته یې مثبت او مناسب ځواب وویل شي. دا خو ټولې دنیاته پته ده چې افغانان فطرتي مؤمنان دي اولدې غوره بیلګه یې بل څه کیدای شي چې د هر استکباری اشغالګر او استعماری قوت په وړاندې د مقابلې ډګرته همدا ملت وروتی او دهغوی د ټانکونو او تو پونو په وړاندې یې خپلې سینې سپر کړی د خپل وجود په غوښويې دهغوی مقابله کړې تاسي ولیدل او ددغه صحنې عیني شاهدان یاست چې ددغه یرغلګرو سره د مقابلې په ګرمو سنګرونو نه منظم حکومتي فوځونه او وسایل ؤ او نه دهغوی مادي او تخنیکې مرسته. تنها همدا ځوریدلی، دریدلی او کړیدلی ملت ؤ چې د یوې پیړۍ په لړکې یې دریو سترو فرعوني امپراطوریوته ماته ورکړه مسؤلین مکلف دي چې زخمونه یې ټکور کړي خپله غیږ ورته پرانیږي ځوانانوته د تعلیم تعلم اسانتیاوي برابرې کړي د ملت غوښتنې او سپارښتنې و اوري او د خپل ملت سره اوږه په اوږه د هیواد په آبادۍ او پرمختګ کې نه ستړي کیدونکې هڅې وکړي، د ملت مایوسۍ ته د پای ټکی کیږدي.
ناهیلي یې په هیله مندۍ بدله کړی، نارضایت په رضایت او مخالفت په حمایت او داسې تاریخ پریږدي چې بیا هیڅکله تیرې ترخې او بدي تجربې تکرار نشي د منظم عصری سیستم په وسیله چې د بد اخلاقۍ مخه پکې نیول شوي وي دهلکانو او انجونو دیني او عصری زده کړو ته د دوام اجازه ورکړي چې پدې وجه له هیواده د هلکانو او انجونو د فرار مخه ونیول شي او نور زموږ ځوانان په پردیو ملکونو کې د سمندرونو اوځنا ورو خوراک نشي، ځوان استعدادونه ښه وروزل شي او د خپل هیواد په بیاجوړونه کې د هغوی له قوت او استعداد څخه ګټه واخیستل شي چې زما په نظر دا به یوګټو را و مثبت ګام وي چې له یوې خوا به موخپل ملت راضی کړی وي او د بلې خوا به مودګران او محبوب هیواد په رغونه او پرمختګ کې د هغوي څخه لازمه ګټه اخیستي وي.
په همدې هیله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close