مقالی اوتبصرې

د سلواغې ۲۶ د افغانانو خوبونه رښتیا کړل!

امین وردګ
د ۱۳۶۷ هـ. ل کال د سلواغې (۲۶) نړۍ او افغانستان ته د تصور خلاف پیغام ورکړ ؛ ځکه چې هېچا هم د شوروي غوندې سرکشه ښامار او د مظلومانو پر وینو مست لېوه د رام کولو اټکل نشو کولی او نه په خپله شوروي لا دا تصور کړی ؤ چې ګني یو وخت به یې یو څوک په ګونډو کړي او سره و به یې هم پاشي، خو دغې ورځې (۲۶ د دلوې) دوی هک پک کړل؛ ځکه چې د نړۍ هېڅ قدرت هم دوی نشوی ماتولی ، خو افغانانو داسې و ځپل، چې هغه نه ماتېدونکي فوځونه یې هم ورمات کړل او نه ماتېدونکی اتحاد یې هم ورته دړې وړې کړ.
د ۱۳۵۷ هـ. ل کال د جدې پر شپږمه ببرک کارمل (له سل زرو زیاتو سرو روسانو سره یو ځای) د حیرتانو پر بندر را واوښت، حفیظ یې وواژه او د حکومت واګې یې په لاس کې واخیستې.
که څه هم چې کارمل په ظاهره د افغانستان سمبولیک واکدار شو ، مګر یو کار یې هم پرته د روسانو له مشورې څخه نه شو کولی او نه یې کولو.
په هر حال… روسانو دلته داسې جنایات وکړل چې انسانیت ترې شرمیږي.
روسانو د سیمې او نړۍ په سطحه ګڼ مرموز اهداف لرل چې تر اوسه هم څوک سم نه پرې پوهیږي ، مګر په ټوله کې یې غوښتل چې ګرمو اوبو ته ځانونه و رسوي او د فارس خلیج په هرموز تنګي کې د ناټو پر وړاندې دفاعي سنګر جوړ کړي.
بلې! روسان اوس هم د خلیج له هېوادونو سره په ډاډه زړه تجارت نشي کولی، بلکې هر څه چې هلته کوي، خامخا به د غرب تر نظر تیریږي! چې دغۀ موقف د روسیې لپاره ډېر لوی سر درد جوړ کړی او تل د دوی استراتیژیک اهداف چلنجوي؛ نو له همدې امله دوی هغه مهال غوښتل چې نېغ په نېغه له فارس خلیج څخه خپل اموال (پرته له قانوني ټکس او ټرانزيټ څخه) د ایران، پاکستان او افغانستان له لارو روسیې ته نقل کړي؛ یانې د روس هدف یوازې افغانستان نه! بلکې پاکستان او ایران هم ؤ!
جګړه معلومه وه چې د هرموز په تنګي او د واخان په تړانګه کې به روس او امریکا یو له بل سره ښکر په ښکر کېدل؛ خو دا چې افغانانو ته د روس نیغ تېری ښه ښکاره نشو؛ ځکه خو ښځو او نرو، زړو او ځوانانو، نجونو او ماشومانو تبرونه، بوتل او لرونه پسې راواخیستل، په لسګونو زره شورویان یې ګوډ مات کړل، چې له امله یې موږ د دغې بختورې ورځې شاهدان شوو.
افغانانو هغه مهال د لانجمنې سیاسي او جغرافیایي قضیې ټولو ابعادو ته چندان نه کتل او نه دقیق خبر وو چې اصل کې جګړه څوک او څوک سره کوي؟ خساره به یې چاته رسیږي او ګټه بۀ څوک وړي ؟ دوی فقط را ووتل او دا اعلان یې وکړ چې: په خپل کور، کلي او کوڅو کې پردي نشو زغملای؛ خو افسوس چې هغه مهال یې د غربي ښامار شیطاني موقف او د پسه په پوستکي کې ښکار درک نشو کړی.
د افغانانو جرئت او جذبات چې کله امریکا ولیدل، نو پر برګو دسمالونو والا عربو (په ځانګړې توګه آل سلول) یې غږ وکړ چې: راشئ! اوس مو د لومړۍ دفاعي کرښې لپاره سرتیري پیدا کړل، نو سپین بانکي چیکونه مو مه سپموئ! افغانان له خپلو سرونو او مالونو تېر شوي، یوازې مالي مرستو ته اړتیا لري او نور کار دوی ته پرېږدئ.
اصل کې دوی زموږ په احساساتو او جذباتو کې فقط خپلې ګټې لټولې! نور زموږ غم نه ؤ ورسره چې آزاد که، خپلواک وو.
لنډه یې دا چې؛ د افغانانو سینې شوې او د دواړو خواؤ غشي! تر دې چې روسان مات او په تېښته شول (مګر دستي غربیانو د اشغال تابیا و نیوله!)
له ماتې وروسته یې د خټې پزه جوړه کړه، ځکه چې ډاکټر نجیب یې پر تخت کېنولو، چې بیا هغه هم له څه مقاومت وروسته ماتې پسې وخوړه.
هو! دغې ورځې موږ ته ښه پیغام راوړ؛ مګر دا چې بیا موږ څه وکړل؟ هغه زموږ خپله تېروتنه وه چې د امریکې او پاکستان په کرغېړنو لومو کې ونښتو او هغه داسې: کله چې د مجاهدینو مختلفې او مخالفې لښکرې کابل ته لاړې ، نو په لنډ وخت کې یې ځینو یو پر بل ګذارونه پیل کړل، تر دې چې کوڅه په کوڅه او دروازه په دروازه جګړې شوې، ښارونه وران او عفتونه باد یووړل؛ افغانی غرور مات او د بریا تاریخي موقف خاورې شو.
په کابل ښار کې رباني، حکمتیار، دستم،سیاف، مزاري او مسعود تر شپېته زره زیات کابل ښاریان ووژل، ځینو یې هلکان و تښتول، جینکۍ یې بې پته کړې، رقص مرده یې خلکو ته وښود، د عامو خلکو کورونه یې چور کړل، بیت المال یې په مکمله توګه لوټ کړ او… مطلب دوی داسې کارونه وکړل چې انسانیت اوس هم ورته خجل دی.
غرب تر هغې د عربو سپین بانکي چیکونه ورکول چې کابل او نور ښارونه یې سم پرې لوټ او کنډوالې کړل.
کله چې هغه پیسې پرې قطع شوې، نو دوی بیا نه پر بیت المال صرفه وکړه او نه هم د عامو خلکو پر شخصي اموالو او املا
کو.
په هر حال… تر دې خبرو به تېر شو او را بۀ شو دې ته چې؛ باید موږ درۍ کسان او درۍ ورځې په یاد وساتو او هغه دا دي: ۱- ډاکټر برایډن (هغه یوازینی انګرېز اشغالګر فوځي چې له شپاړس زره وژل شوي فوځ څخه یې ژوندی پاتې شو او د لتبند پر لار ټپي ووت) ۲- جنرال بوریس ګروموف (هغه آخرنی شوروی فوځي چې په ۲۶ د سلواغې د حیرتانو پر پله په تورمخ او ګردجنو سترګو وشړل شو)۳- جنرال کریستوفر دوناهو(د ناټو هغه آخرنی ماتې خوړلی فوځي چې د وږي په ۹ د شپې په ۱۲:۳۰ بجو د بګرام له هوایي ډګر څخه ګردجنه څېره او کښته سترګې وتښتېد) نو د اسد ۲۸/د سنبلې ۹ / د دلوې ۲۶ زموږ د ویاړونو ورځې دي، حتماً یې یادې ساتئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *