افغانستان

شبرغان ښار په څیراغونوروښانېږي

د شبرغان ښاورالۍ مسوولین وايي، چې د دغه ښار لمریز څراغونه د ښار د برېښنا له سیسټم سره نښلول کېږي.
د شبرغان ښاروال مولوي جبیب الله قانع وویل، چې هغه لمریزې برېښنا سیسټم چې د تېر حکومت له خوا په ښار کې د ٣٠ ميليونه افغانيو په لګښت نصب شوى و، مثبته او د قناعت وړ پايله نه لري، نو له همدې امله به د ښاروالۍ اداره بېرته دغه څراغونه د جوزجان د برېښنا ادارې په همکارۍ د ښار د برېښنا له

سیسټم سره وصل کړي، چې د دغو څراغونو په نصبولو به شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانۍ لګښت راشي.
قانع زیاته کړه، چې د دغو څراغونو لګښت د دغه رياست له بوديجې ورکول کېږي او تر څنګ به يې د ښار په بېلابېلو برخو کې سينګاري څراغونه هم نصب شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *