لیکنېمقالی اوتبصرې

شریعت ګیله من دی!

نبیل

شریعت به خپله ګیله د خوشحال بابا په همدې بیت پیل کړي چې وايي : زه یې چالره وهم قدر یې چا زده = په اور وسیځه دا توري قلمونه.

دشریعت ګیله د شارع ګیله نه ده چې په عقبی به له مونږ کیږي، د شریعت ګیله په دې دنیا او په دې خاوره کې ده، شریعت ډېر اوږده پړاوونه وهلي دي، خو بیا هم همداسې بې پامه او له نظره غورځېدلې نشریه ده ، نوکه تر پایه راسره وئ! شاید چې ګیله یې په ځای وګڼئ او دخواخوږۍ وړ یې وبولئ .

شریعت په لومړي پړاو کې داسلامي تحریک دارمانونو او اهدافو دانعکاس خپرندویه رسنۍ وه اوپه ډېر ښه شان یې خپل مطبوعاتي رسالت ترسره کړی، اوس چې د اسلامي امارت نشراتي ارګان دی هم  د ډېرو په پرتله خپل مسؤلیت په مسؤلانه ډول ترسره کوي، تردې که یو وخت داسې راشي چې دښو او بدو تمیز پکې وشي او د رسنیو ماضي او حال تر تحقیق لاندې ونیول شي، پوخ باور مو دی چې شریعت ورځپاڼه به پکې کمه رانه شي، بلکې دستاینې مقام به خپل کړي . شریعت په دې خدمت او خپل (26) کلن یون کې ډېرې لوړې ژورې ولیدلې،  خو په خپل یون کې متزلزل نه شو اونه یې په اراده کې کمی محسوس شو، په کوم اعتقاد او پوخ باور یې چې د لومړني پړاو لومړنی قدم ایښی په هماغه باور یې د بیا بري او دویم پړاو قدم واخیست او دادی نن یې د دویم پړاو سلمه ګڼه هم چاپ کړه، دغه راز دشریعت د فعالیت منځنۍ دوره هم د وخت د انقلابي شرایطو سره سم په بېلابېلو بڼو ترسره شوې . خو شریعت خپل تېر او اوسني خدمت ته په کتو له حاکمانو او خپلو پیروانو لوستوالو دواړو ګیله من دی، هیچا یې خبر وانخیست چې ښه لیکي که بد؟  رښتیا وايي که دروغ؟ د چا اواز دی اوکه پخپله له ځانه ګډدی؟  درد دی که هوس ؟

شریعت په واز کومي د افغان ولس غږ حاکمانو او چارواکو ته راواخیست خو کوم چارواکي سر پرې ګرځولی؟ چایې نېکه شرعي او دنظام داستحکام مشوره عملي کړې ؟   شریعت دستونزو دحل لپاره ډېرې په زړه پورې نسخې وړاندې کړې، چا کتلې او څوک ترې برخمن شوي ؟

دمطبوعاتو اړتیا او دبیان آزادي خو مو په خوله منلې، خو په عمل کې څومره عملي ده ؟ که په بل چا اعتماد نه وي  او پردي ګڼل کیږي، شریعت خو د تحریک دارمانونو غږ دی، په کوم راز کې شریک ګڼل شوی ؟  ننی اعتبار یې تر څومره حده دی ؟  هغه به ولې ګیله نه کوي، دا خو څه چې چا په هیڅ موقع یاد نه کړ او نه یې دهغه  هوساینې او پرمختګ ته اوږه ور کړه، بلکې هغه چې په خپله په دې لار کې منډې ترړې کوي هم بلها خنډونه ورته راولاړیږي .

شریعت او شریعتوال دهغه حیثیت او امتیازونو غوښتنه نه کوي چې په نوره نړۍ کې یې د دغسې رسنیو خاوندان لري، هغوی وايي چې که زمونږ عمل په ځای وي چې دوام ورکړو او که نه له کاره د لاس اخیستو دې ورته وویل شي ، شریعت له همدې ځوریږي چې نن مو په میډیا او تبلیغاتو کې کوم مقام دی ؟ څومره کمزوري اوبې وسه شوو ؟ د څومره بیکاره لوېدلو خلکو وړه مطبوعاتي څپه مو څومره لري غورځوي ؟  له تبلیغاتو اغېزمن یو، زور یې هم منو، خو بېرته بیا مطبوعاتو او تبلیغاتو ته ژمن نه یو، په خپلو مطبوعاتو ګومارلي نه پېژنو څوک دي، څه کوي او څنګه یې کوي ؟!!

هغوی چې یو وخت یې دامریکا اوناټو ټول تبلیغاتي ماشین جام کړی و، نن څنګه په یوه کمزوري دفاعي حالت کې قرار لري!!

هسې خو هم برېښنايي وسایلو دمطالعې او لوست حس له ټولو اخیستی او هغو هوايي څپو مشغول کړي چې ډېرې ناکره اود لنډ وخت لپاره وي، خو هغوی چې په لوی لاس ورسره ناځواني کوي، نو شریعت مجبور دی خپله لمن نور له هغو رالنډه کړي چې له فرهنګه لري دي، خو شریعت یې مخته ایښی وي ولې په هیڅ ارزښت ورته قایل نه وي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *