مقالی اوتبصرې

عوامو ته ماشومانه شبهه او د هغې علمي ځواب

د خوارجو اصول :
خلاصه باید ووایو چې جامعي اعمال او افکار چې خوارج لري، پر لاندې ډول دي.
خوارج دوه اصول لري، که هغه اصول په هره ډله کې وي، نو له خوارجو شمارل کېږي.
خو دغه اصول یې جامعي دي که کومه ډله کې وي نو د مسلمانانو ټولي څخه خارج دي امام قرطبي رح وایي :
ان الخوارج لما حکمو بکفر من خالفهم، استباحو دمایهم، وترکو اهل الذمه، فقالو نفی لهم بعدهم، وترکو قاتل المشرکین، واشتغلو بقتال المسلمین،ـ وهذا کله من اثار عبادة الجهال الذین، تنشرح صدورهم. بنورالعلم ولم یتمسکوا بحبل وثیق من العم. حواله (۱)
یانې : یعنې هرکله چې خوارج د یو چا په تکفیر/کافــ..ر ګڼلو فیصله کوي، نو د هغوی وینې حلالې او روا ګڼي، او همدارنګه اهل الذمه نه وژني او دوی وایي چې موږ له دوی سره په وعده وفا کوو، نه یې د مسلمانانو وژل د مشرکینو د وژلو خوا ته ورخلاصوي، یعنې دوی د مسلمانانو په وژلو دومره مشغول وي، چې د مشرکینو وژنه هم پرېږدي. مګر دا ټول کارونه یواځې د هغو جاهلانو دي چې د هغوی سینې د علم نور ته نه وي خلاصې او نه یې هم له علمه څه حصه اخيستې وي.
همدارنګه شیخ الاسلام ابن تیمیه رح وایي :
الخوارج دینهم المعظم مفارقه جماعة المسلیمین واستحلال دمائهم و اموالهم. حواله (۲)
یانې : د خورارجو دین دا دی، چې د مسلمانانو جماعت ټولی پرېږدي او همدارنګه د مسلمانانو وینې تویول ورته یو حلال کار معلومېږي.
بیا شېخ رح فرمایي ;
و لهم خاصتان مشهورتان فارقوا بها جماعة المسلمین و ائتهم. احدهما خروجهم عن السنة و جعلهم مالیس بسیئة سة او مالیس بحسنة حسنة… الفرق الثاني في الخوارج و اهل البدع انهم یکفرون بالذنوب والسیئات، ویترتب علی تکفیرهم بالذنوب استحلال دماء المسلمین واموالهم، و ان دارالاسلام درالحرب و دارهم هي دار الایمان… فهذا اصل البدع التي ثبت بنص سنة رسول الله صلی الله علیه وسلم و اجماع السلف انها بدعة وهو جعل العفو سیئة، و جعل السیئة کفرا》حواله (۳)
یانې د خوارجو دوه لويې نښې دي، چې د هغو له وجهې د مسلمانانو له ډلې خارج دي.
اولاً دوی له سنتو څخه وتلي خارج شوي او دوی هغو کارونو ته چې ناروا وي روا وايي او هغو کارونو ته چې روا وي ناروا وایي.
دوهم دوی ګناه کونکو ته د کفر نسبت کوي، د دې لپاره چې د مسلمانانو ویني او مالونه د ځان لپاره روا او په هر ځای کې مسلمانان په شهادت
ورسوي.
همدارنګه د مسلمانانو وطن ته دارالحرب او خپلو ځایونو ته دارالاسلام وايي، نو دا د دوی له هغو اصولو دي چې د نبي علیه السلام او سلفو له اقوالو څخه ثابت شوي او له جملې څخه یې دا هم دي چې کوم کار عفوه وي نو دوی ورته ګناه وایي او چې کوم کار ګناه وي دوی ورته کفر وایي.
والله تعالی اعلم.
بیا زیاتوي شیخ الاسلام ابن تیمیه رح :
ځینې وختونه همدغه اهل بدعت فرقې قدرت پیدا کوي او د دوی تلاش دا وي تر څو د مـــؤمنانو تکفیر له کفارو سره یو شان وکړي، لکه خوارج بدعتیان او روافض بدعتیان. حواله(۴)
او د ابن عم.ر رض قول د خوارجو د اصولو په اړه دا دی ;
سئل ابن عمر عن الخوارج :
یکفرون المسلمین ویستحلون دمائهم، و تاتیهم المراه، وتاتیهم المراة، فینکحها الرجل ولها زوج.
حواله (۵)
یانې : له ابن عمر رض د خوارجو په اړه سوال وشو، هغه ورته داسې وفرمایل :
خوارج مسلـــمانان تکفیروي او خون یې حلال ګڼي او کومه ښځه چې لاس ته ورځې له هغوی سره پر داسې حال کې واده کوي چې خاوند یې ژوندی وي.
ابن حجر رحمه الله وایي :
وی اکثره د اهل السنة علما دا نظر لري چې خوارج فاسقان دي.(۶)
همدارنګه ابن عبدالبر رحمه الله وایي :
خوارج هغه خلک دي چې د مؤمنانو وینې، پر سبب د باطل تفسیر حلالې ګڼي او مـــؤمنان پر ګناهونو تکفیروي او پر هغوی پسې تورې راخلي.
او د مـــؤمنانو د جماعــت مخالفت کوي او پر ښځو پر قاعده ګۍ کې لمونځ واجب ګڼي او رجم پر متاهل زناکار واجب نه ګڼي، فقط سل دورې پرې واجب ګڼي(۷)
دا د امام ابن عبدالبر د خبرو مهم نقاط وو، چې د لیکنې د لنډوالي لپاره مو ترې
راوخیستل.
که د نورو علماوو اقوال راخلو، نو خبرې اوږدېږي اکتفا پر همدې کوو.
۱ : المفهم لما اشکل من تخلیص کتاب مسلم(۸۴/۹)
۲ : مجموع الفتاوی ۱۳/۲۰۹
۳ : مجموع الفتاوی ۱۹/ ۷۳
۴: فتاوی الکبری ۶ /۵۲۷
۵ : الاعتصام للشاطبي ۲ /۶۹۲
۶ : فتح الباري ۲ /۴۹۹
۷ : الاستذکار ۲ / ۴۹۹
والله تعالی اعلم.

صلاح الدین- ایوبي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *