افغانستان

فراه کې د باروړونکو موټرو لپاره یوه تله نصب او فعاله شوه

شریعت: د فراه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې له ایران سره پر ګډه پوله د باروړونکو موټرو د وزن د کنټرول په

شریعت: د فراه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې له ایران سره پر ګډه پوله د باروړونکو موټرو د وزن د کنټرول په موخه تله نصب او فعاله شوه.
د یاد ولایت د ټولګټو چارو رئیس مولوي عبدالملک معتصم وویل، چې له دې وروسته به بار وړونکو موټرو ته، چې زیات وزن ولري د تګ راتګ اجازه ورنه کړل شي او هغه موټر، چې له ټاکل شوي طرزالعمل او استندرد څخه زیات بار ولري، له قانوني چلند سره به مخ شي.
نوموړي له ټولو ملي سوداګرو او موټر چلوونکو څخه وغوښتل، چې د سړکونو د ساتنې لپاره له زیات بار څخه ډډه وکړي.
هېره دې نه وي، چې په دې وروستیو کې د فراه پر لویه لاره د باروړونکو موټرو د بار د کنټرول لپاره درې تلې نصب شوې، چې په کې بار وړونکي موټر کنټرول او څارل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *