افغانستان

کابل کې له سلګونو کورنیو سره مرسته وشوه

شریعت: په افغانستان کې د اسلامي همکاریو نړېوال سازمان استازولۍ له سرې میاشتې ټولنې سره په

شریعت: په افغانستان کې د اسلامي همکاریو نړېوال سازمان استازولۍ له سرې میاشتې ټولنې سره په همغږۍ او د ملک سلمان خیریه بنسټ په مالي ملاتړ پر اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشلې. د افغاني سرې مياشتې وياند عرفان الله شرفزوی وايي چې په دی مرسته کې د کابل په قلعه فتح الله سیمه کې پر ۴۵۰ اړمنو کورنیو مرسته ووېشل شوه.
په یاده مرسته کې ۴۵۰ د خوراکي توکو بستې شاملې دي، چې هره بسته یې ۶۲ کیلو وزن لري.
د اسلامي همکاریو سازمان استازولۍ ویلي چې یاده مرسته به د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د یوه کال په اوږدو کې ۴۷ زره ۴۰۰ کورنیو ته ووېشل شي.
سرچینې زیاته کړې چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ ۴۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریجې، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۵ لېټره غوړي او دوه کیلو خرما ووېشل شوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *