افغانستانورزش

مولوي عبدالکبیر: د لوبغاړو د بریاوو لپاره هر ډول زمینې برابروو

د ریاست الوزارء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست له مسؤولینو، د فوټبال فدراسیون رهبرۍ او د ملي ټیم لوبغاړو سره په کتنه کې وویل، چې اسلامي امارت د خپلو لوبغاړو بشپړ ملاتړ کوي او د بریاوو لپاره به یې هر ډول زمینه برابره کړي.
ارګ په یوه خبرپآڼه کې ویلي، چې د یادې کتنې پیل کې د فوټبال ملي لوبډلې غړو او مسوولینو د مرکزي آسیا اتلولۍ په راتلونکو لوبو کې د ګډون په موخه چې څو ورځې وروسته به پيل شي، د بشپړ چمتووالي یادونه وکړه او ویې ویل، چې په لوړ مورال او ښه چمتووالي به په دې سیالیو کې ګډون وکړي.
هغوی د ریاست الوزراء کفیل څخه په مننې وویل، د دوی د ملاتړ له امله یې ښې لاسته راوړنې لرلي او زیاته یې کړه، چې د مرکزي آسیا راتلوونکو لوبو ته یې هم ښه چمتووالی نیولی دی.
د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي عبدالله المطيري کویټي وویل، د فوټبال فدراسیون چارې د فیفا له معیارونو سره سمې پر مخ روانې دي او په دغه برخه کې هېڅ تشه نشته.
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت ملاتړ او د لوبډلې هڅې به دوی له آسیایي لوبو ور هاخوا لویو بریاوو ته ورسوي.
ورته مهال د فوټبال فدراسیون رییس یوسف کارګر وویل، په تېرو نږدې دوه کلونو کې د دغه فدراسیون لوبغاړو ۱۴ مهمې لوبې کړي او په ډېرو کې یې بریا خپله کړې ده.
په همدې حال کې مولوي عبدالکبیر، د فوټبال ملي ټيم لوبغاړو ته په خطاب کې وویل، تاسې زموږ ویاړ یاست او دا چې په هر ډګر کې افغان ځوانان د هېواد لپاره زیار باسي د نېکمرغۍ ځای دی.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د خپلو لوبغاړو بشپړ ملاتړ کوي او د بریاوو لپاره به یې هر ډول زمینه برابره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *