لیکنېمقالی اوتبصرې

هغه فقـیر چې د ظـلم ټغر یې ور ټـول کړ!!

د ګران هېواد مسلمان او او مجاهد ملت پوره څوارلس کاله د سرو کمونيستانو او د هغو د بادارانو (قطبي خوګانو) خلاف په پوره مېړانه سره د زمریانو او بازانو غوندې د جهاد په سنګرو کې وجنګېدل، د وخت زبرځواک/سپر پاور یې په افغانستان کې داسې مات کړ، چې عسکر یې په تېښته وتښتېدل او د دې ماتې په ټس کې یې د نړۍ تر ټولو ستر هېواد د اتحاد جماهیر شوروي) هم ټوټه ټوټه او پينځلس جمهوریتونه یې له خېټې راووتل. او د هغوی له تېښتې وروسته د دوی ګوډاګی رژيم د ۱۳۷۱ هـ ش د غويي/ثور په اوومه د افغانانو په لاس نسکور شو! (الحمدلله) کمونیزم په افغانستان کې ماتې وخوړه، د افغاني کمونیستانو وروستی بړیڅي د ملګرو ملتونو دفتر ته ور وتښتېده.
هو! کمونیستي نظام په هېواد کې کړنګ شو، مجاهدین د غوايي په اوومه کابل ته ننوتل، چې د جبل السراج ائيتلاف د ثور په اتمه مجددي د دوو میاشتو لپاره د ارګ د دوو کوټو واکمن شو، ټولو کمونیستانو ته بښنه پرې وکړل شوه، بیا مزارشریف ته بوتلل شو، د ملت قاتل «دوستم» یې په ستر جنرال او د مجاهد کبیر په رتبه او لقب ونازاوه خو د جبل السراج د کرغېړن ائيتلاف اتلانو له دوو میاشتو وړاندې له لومړني جمهور رئيس څخه وغوښتل، چې واک رباني ته پرېږدي، نوموړي (څه نه او نو وکړل) خو قدرت یې پرېښود او په خپله مخه لاړ. ده او نورو جهادي مشرانو په اسلامي اصولو برابر حکومت جوړ نه شو کړای.
کله چې حضرت صاحب کابل ته راغی، نو د ده د ښه راغلاست لپاره په کابل کې د خپلمنځو جګړو اورونه بل شول، چې لمبې یې د هېواد تر ګوټ ګوټ پورې ورسېدلې او د مسلمانو هېوادوالو د بدمرغۍ لامل شوې.
د ۱۳۷۱ هـ ش د غويي له اتمې وروسته د غوایانو غوبل شروع شو، ټول ښکېل اړخونه د واک او قدرت لپاره جنګېدل، د قومي، سمتي او ګوندي تعصباتو په موخه یې هېوادوال شهیدانول، ولې خپلو ناروا جګړو ته یې دیني بڼه ورکوله او خپله ناولې جګړه یې حقه بلله.
د غوايي له اتمې وروسته خورا ستره بدمرغي پيل شوه، چې هېچا یې هم تصور نه کاو. یعنې د مخلصو مسلمانانو په ذهن کې هم د داسې غوبل اټکل نه کېده، خو ځيڼو مجربو مسلمانانو د داسې بدمرغۍ وړاندوینه کوله. د الجزایر هېواد یو عالم استاذ «ابو جره» د نجیب له سقوطه یو نیم کال وړاندې په پېښور کې یوه سمینار کې افغان زده کړیالانو ته وویل: «اتعظوا بتاریخ الجزائر» یعنی د الجزایر له تاریخه پند واخلئ. موږ (۱۸) کاله د اشغالګرو خلاف وجنګېدو، خو له فتحې وروسته د یوې ښځې په سر د دوو قوماندانانو سره جنګ شو، یوه ویل دا زه موټر کې سپروم، بل ویل: زه یې له ځان سره موټر کې کېنوم.
هو! د کمونیست رژيم له پرځېدا وروسته د الجزائري قوماندانانو څخه افغاني زورواکانو خورا بدې کړنې ترسره کړې، تر دې چې یوې خور له ظالمانو څخه د خلاصون په موخه له پينځه منزله ځان وغورځاوه، خو هوسپالو ته یې په ژوندځان تسلیم نه کړ!
د غوايي له اتمې وروسته، هغه نارواوې او ظلمونه پيل شول چې نه سکندر مقدوني کړي وو، نه کوروش، نه چنګیر او نه انګرېز. ولې جاهلو افغانانو د خپلو بادارانو په اشارو هغه څه ترسره کړل، چې د ۱۴ کلن جهاد ثمرې او ګټې یې په سیند لاهو کړې، ولې له هرې شپې وروسته سهار وي او له هرې سختې وروسته اساني راځي!
د غويي له اتمې وروسته ډېر مخلص مجاهدین او قوماندانان خپلو کورونو او کارونو ته ستانه شول، وسلې يې خپلو اړوندو تنظیمونو ته وسپارلې؛ ځکه شورویان یې وځغلول او د کابل کمونیست نظام یې چپه کړ. نو د مخلصو مجاهدینو په لیکه کې ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله هم شامل و، چې خپلو درسونو او کارونو ته یې مخه کړه.
هو! ملا محمد عمر مجاهد، د ملا غلام نبي زوی، د ملا محمد رسول لمسی او د ملا باز محمد کړوسی، چې په قوم قوتک و، په ۱۹۵۹ ز کال د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. پينځه کلنۍ کې یې ارواښاد پلار وفات او د ده پالنه ترونو په غاړه واخیستله. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د اروزګان په دهراود کې ترسره کړې، چې په دې وخت کې پخواني (اتحاد جماهیر شوروي) زموږ پر هېواد ناروا نظامي یرغل وکړ، نو له ارواښاد امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد څخه هم نور تعلیم او تحصیل نيمګړی پاتې شو. او د مولوي محمد نبي (محمدي) تر قیادت لاندې جهادي تنظیم «حرکت انقلاب اسلامي افغانستان» کې یې مسلحانه جهاد پيل کړ، چې د «R.P.G» په وسیله یې ډېر مرتدین د دوزخ کندې ته ولېږل.
لکه مخکې مو چې یادونه وکړه، چې د ۱۳۷۱ د غويي له اتمې وروسته نوموړي خپل درسونه پيل کړل، یعنې په ژېړۍ ولسوالۍ کې په یوه مدرسه کې په درسونو ویلو بوخت شو، ولې په کابل کې چې کوم اور بل شوی و، د هغه سوځوونکې لمبې تر کندهاره راورسېدلې. د کندهار په تاریخي ولسوالۍ کې یوه نجس قوماندان د واده له ورا څخه ناوې راښکته او ځان ته یې واده کړه. په دې ناوړې کړنې د سردار ایوب خان او ملالې د مجاهدې سیمې خلکو اسلامي احساسات راوپارېدل، نوموړی قوماندان یې وواژه او ناوې یې بېرته خپل خاوند ته وسپارله.
له پورته پېښې وروسته ویښ علماء او طالبان د ارواښاد ملا محمد عمر مجاهد تر مشرۍ لاندې راپورته شول؛ پاټک، پآټکسالاري له منځه وړل یې پيل کړل، لوطیان او زانیان یې وځغلول، زورواکي يې فرار کړل هغو قوماندانو چې ملوک الطوایفي حکومتونه یې جوړ کړي وو، هغوی هم کابل ته وتښتېدل او ټلوالې ته یې پناه ور وړه. د ملا عمر رحمه الله تر قیادت لاندې غورځنګ ژر ژر پياوړی کېده او ولسونه یې تر شا درېدل، نو سیمې، لسوالۍ او ولایتونه یې یو په بل پسې فتح کول، چې په ۱۳۷۵ هـ ش علماء کرام په خرقه شریفه کې راغونډ شول او هغه یې د امیرالمؤمنین په لقب سره ونوماوه او د سلګونو کلونو ورک نوم یې بېرته راژوندی کړ.
هو! د امیرالمؤمنین د مدبرانه قیادت او غوڅ دریځ په رڼا کې فتوحات ګړندي شول او هغه ورځ راروسېده، چې د ۱۳۷۵ هـ ش د تلې/میزان په شپږمه د «افغانستان اسلامي امارت» مجاهدین په کابل ورننوتل، کابل یې ونیو، ټول جنګسالاران، پاټکسالارن او مفسدین یې وشړل. په هېواد کې حدود نافذ شول، د کمونیست رژيم وروستۍ څېره نجیب الله او د هغه ورور شاپور د خپلو کړنو په جزاء ورسېدل. د هېواد ۹۵سلنه خاوره د امارت په لاس فتح شوه، د امیرالمؤمنین تر قیادت لاندې بشپړ اسلامي نظام په هېواد کې قائم او حاکم شو.
اسلامي امارت چې حدود نافذ کړل، نو د ټولو کافرانو په خېټو کې دردونه پيل شول او پر خلاف یې تبلیغات او پروپاګند شروع او په توطئيو او دسیسو یې لاس پورې کړ. امریکا او نورو کفري هېوادونو د ترهګرۍ او تروریزم د ترهګر او تروریست اصطلاح راووېستله، څو امریکا او اسرائیلو په ګډه د ۲۰۰۱ز کابل د ستمبر ۱۱مې ډرامه جوړه کړه او د هغه تور یې پر القاعده ولګاوه او امریکا د افغانستان اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې د القاعدې مشر شېخ اسامه بن لادن ور وسپاري، ڼو څرنګه چې افغانستان یو ناپېیلی هېواد و، تازه له شوروي اشغاله ازاد شوی و او د نړۍ له هېوادونو سره یې د کوم کس د راکړې ورکړې او تبادلې تړون نه درلود، نو اسلامي امارت یوه لویه شوری جوړه او اسامه ورسپارل یې ناجائز وګڼل او هغه یې امریکا ته و نه سپاره.
د شهید شېخ اسامه له نه سپارلو وروسته د امریکا دیکتاتور واکمن بوش یو لوی ائيتلاف جوړ او د ۲۰۰۱ز د اکتوبر په میاشت کې یې په افغانستان کې یرغل وکړ، د افغانستان اسلامي امارت، د هغوی پر وړاندې نژدې څلوېښت ورځې مقاومت وکړ، چې د هېواد ولسونو ته مرګ ژوبله و نه رسیږي، نو اسلامي امارت له ښارونو څخه شاتګ وکړ.
صلیبیانو د خپل وحشي ضمیر لرلو مطابق په هر ډول عملیاتو او تېریو شروع وکړه، ملت او مجاهدینو د امیرالمؤمنین تر قیادت لاندې په صلیبیانو تندریز ګوزارونه پيل کړل او هغوی یې د خپلو عسکرو ادلون بدلون، کمولو او زیاتولو ته اړ وېستل، ارواښاد ملا محمد عمر مجاهد خپل فقیرانه طبیعت مطابق یو ځل بیا د جنګسالارانو ټغر ورټول کړ. (الحمدلله) او د صلیبي اشر په مقابل کې بیا کلک ودرېده:
لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم
که خزان راباندې راشي که بهار
امیرالمؤمنین د صلیبیانو یو لوی مرکز ته نژدې په یو کور کې میشت و، له هغه ځایه یې د جهاد سنګرونو ته خپل پېغامونه استول، د جهاد او مبارزې په صفونو کې هیڅ تزلزل پېښ نه شو، هر څه په منظم ډول اداره کېدل.
هو! فقیر مزاجه امیرالمؤمنین د ۲۰۱۳ز د اپرېل په ۳مې نېټې له نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې او روڼ تاریخ یې پرېښود. الله جل جلاله دې په خپل رحمت کې پټ او اعلی فردوس ورکړي. د اسلامي امارت مشرانو د ځينو مصلحتونو لپاره د هغه وفات کېدل اعلان نه کړل او پټ یې وساتل، ځکه هلته د صلیبیانو خلاف ګرم جهاد روان و. وايي، چې د جنادین غزا روانه وه او په دې مهال امیرالمؤمنین عمر فاروق رضی الله عنه، حضرت خالد رضی الله عزل او پر ځای یې حضرت ابو عبیده رضی الله عنه قوماندان وټاکه، نو ابو عبیده رضی الله عنه د غزا پر مهال د خالد عزل کېدل پټ وساتل، کله چې غزا ختمه او سوبه د مسملانانو په برخه شوه، بیا د خالد رضی الله عنه عزل کېدنه ښکاره شوه، چې هغه هم په ډېرې خوښۍ ومنله. نو بناءً د امارت مشرانو دا پرېکړه درسته او پر ځای وه.
امیرالمؤمنین چې د یوه مستحکم امارت بنسټ ایښی، الحمدلله تر اوسه په هغه کې کوم افتراق او انشغاب نه دی راغلی، اوس چې امارت د هېواد په خاوره حاکم او واکمن دی، نو د لومړني امیرالمؤمنین د ښه قیادت، غوره امارت او بهتر تربیت له امله غوره حکومت لرو، چې د ملت د ستونزو حلولو لپاره یې ملا تړلې او شپه ورځ چارواکو د لا بهبود لپاره پر ځان يوه کړې ده.

خالد مشعل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *