مقالی اوتبصرې

پاکستان دې له افغانستان سره پر خپله پاليسۍ له سره غور وکړي !

څرنګه چې په کور، کلي کې يو ګاونډی پر بل باندې حقوق لري، همدغه شان يو کلی پر بل کلي او يو هېواد هم بل هېواد باندې ډېر حقوق لري. وجه يې دا ده، چې ګاونډيان يو بل ته ډېر به اساني نفع او ضرر رسولی شي. يعنې که ښه ګاونډيتوب يې کاوه، يو بل ته به يې ډېره زياته ګټه رسيږي او که سره بد شول، نو تر بل هر چا يو بل ته ډېر ضرر هم رسولای شي.
پاکستان او افغانستان هم لومړی په اټک کې او بيا د موجوده تحميلي کرښې (ډيورنډ) پر غاړه؛ ډېر اوږد ګاونډيتوب سره لري. د ګاونډيتوب هغه کيسه به يې پر ځای پرېږدو، چې د انګرېز له وتلو وروسته، د پاکستان د جوړېدلو پر مهال يې تر اټکه زموږ پراخه سيمه غصب کړه او تر اوسه لا پرې پراته دي، خو زموږ لويه ګيله دا ده، چې پر دې هر څه سربېره، ولې داسې ناوړه چلند راسره کوي، چې د ګاونډيتوب په هيڅ تعريف کې نشته. له اسلامي ورورګلوۍ ور هاخوا، حتی د انسانيت په چوکاټ کې هم ګاونډيتوب نه راسره کوي. پښتونخوا خو دې غصب کړه، واک پرې ستا چليږي، افغانان په خپله پښتونخوا کې «مهاجر!» دي، مګر دومره ګزاره خو کوه، چې خلک خو ازادانه تګ راتګ وکړي. ځکه ډيورنډ کرښه د پښتون قوم پر وجود راښکل شوې، دا قوم يې دوه ځایه کړی، اوس خو بايد دومره اجازه ورکړل شي، چې دغه خلک تګ راتګ سره وکړي، خپلوي او دوستي وپالي او خپل تجارت او نورې چارې تر سره کړي.
لومړی يې هلته مهاجرين ځورول، ورپسې يې د تېر غلام رژيم پر مهال ډيورنډ فرضي کرښې ته فزيکي بڼه ورکړه، د پښتون قوم پر سينه يې اغزن سيم تېر کړ، د پاسپورټونو او ويزو ستونزه يې رامنځ ته کړه، بيا يې د ويزو په ورکړه کې مشکلات ايجاد کړل، اوس بالآخره ګاونډيتوب تر دې حده ورسېده، چې هلته مېشت مهاجر يې هم بنديان کړي، په افغاني تذکره يې نه راپرېږدي!
سره له دې چې دا څو ورځې افغان مهاجرين نارې وهي، چې خپل وطن ته خو مو پرېږدئ، د اختر مخه ده. خو هيڅوک يې غږ نه اوري. خلاصه دا، چې پاکستان بايد افغانستان سره پر خپله پاليسي له سره غور وکړي، دا ډول چلند تر موږ دوی ته ته ډېر زيان رسولای شي. دلته د خلکو کرکه لا نوره ورسره زياتيږي او چې کرکه او نفرت زيات شي، بيا حتماً زيان هم ورته رسولای شي. افغان حکومت به هم تل داسې ضعيف نه وي، وخت به راشي، چې بيا به د دې هر څه حساب ورکول درته ګران شي.
دغه ډول چلند افغانان اړ کوي، چې بيا د پاکستان پر ځای پر نورو هېوادونو ډېره تکيه وکړي، چې دا صورت هم د پاکستان په زيان دی.
بل دا چې دغه ډول چلند به افغانان اړ کړي، چې تر خپله وسه له پاکستانه راټول او دلته د خودکفايي هڅې وکړي. خو تر دې وروسته افغان حکومت هم کولای شي، چې له پاکستان سره د تېر ګاونډيتوب پر اساس تعامل وکړي.
نو پاکستاني مسؤلين دې د جوش پر ځای له هوشه کار واخلي، له خوږ ګوتې دې نيول نه کوي، د سبا ورځې په اړه دې فکر وکړي. داسې پايسي دې غوره کړي، چې دواړه هېوادونه يو له بل څخه ګټه واخلي. افغانانو ته دې د تګ راتګ لازم سهولتونه برابر کړي، د تجارت او ترانزيټ برخه کې دې هم داسې سهولتونه برابر کړي، لکه افغانستان کې چې د دوی ترانزيټ ته برابر دي.
که پاکستان خپله پاليسي کې مثبت تغير راولي، دواړو هېوادونو ته به يې په هره برخه ډېره زياته نفع ورسوي، مګر که همدغه شان منفي سياست دوام وکړي، اړيکې به لا پسې خرابې او نړيوال شيطانان به خدای مه کړه، دغه سکروټې په يو لوی اور بدلې کړي.
فاعتبروا يا اولي ألالباب!

ابو عمر سعيد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *