دینې لیکنېلیکنې

په اسلام کې د ښځې حقوق

خالد مشعل

اې وروره کور ستا د مېرمنې دی، هغه ستا نه دی، ښه غوږ شه!
دا واضح ده چې د کور څښتنان سړي دي خو سړی (نارینه) له خپلې مېرمنې سره مېشت وي، الله تعالی وايي «او د هغه له نښو نښانو څخه (بله) دا ده چې ستاسو لپاره یې ستاسو له جنسه مېرمنې پيداکړې، تر څو چې تاسو له هغو سره ارام ترلاسه کړئ۰ او ستاسو (ښځې او خاوند) ترمنځ يې مینه او خواخوږي پيداکړه» د روم سورت[۲۱ ]آيت
هوکې! بېشکه هغه ستاسو د مېرمنو کورونه دي…
نو د قرآن کریم له خزانو څخه به ډېر ځله په دې آيت ورتېر شوي يې: «هغه ښځې د هغوی له کورونو څخه مه باسئ…» د طلاق سورت[ ۱] آيت
ولې الله عزوجل کور ښځې ته منسوب کړ؟ سره له دې چې هغه د سړي ملکیت دي؟
نو دا هغه څه و چې زه یې اړ وېستم، د هغو آیتونو پلټنه وکړم چې د کور یادونه پکې شوې وي او ورپسې جوخت د ښځې ذکر راغلی وي. بیا ما هغه آياتونه وموندل چې: د مېرمنې زړه خوښوي، د هغې د احساساتو مراعت کوي. دا آياتونه هغې ته د درنښت او احترام په سترګه ګوري…
الله جل جلاله چې وايي: «او د کومې ښځې په کور کې چې دی (یوسف علیه السلام) اوسېده، هغې د ده د غولولو هڅه وکړه او ټولې دروازې یې وتړلې…» د یوسف سورت [ ۲۳ ]آيت۰
دلته د کور نسبت هغې (زلیخا) ته شوی، د هغې خاوند عزیز ته کور نه دی منسوب شوی.
همدارنګه الله تعالی په احزاب سورت (۳۳) ايت کې د کورونو نسبت ښځينه وو ته کړی دي. الله جل جلاله وايي: «او کرارې په خپلو کورونو کې اوسېږئ او (پردیو سړیو ته) ډول او سینګار مه ښکاره کوئ، څنګه به چې په ړومبني جهالت کې ښودل کېده» دلته بیا د کورونو نسبت مېرمنو ته شوی دی!
همداراز الله تعالی وايي: «او ستاسو په کورونو کې چې د الله جل جلاله کوم آياتونه او د حکمت خبرې بیانولی شي، هغه یادې کړئ.» د احزاب سورت[ ۳۴ ]آيت
یا الله جل جلاله ستا شان او عظمت څومره لوی دی!!
آيا دا کورونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه وو، بلکې وو خو د بیبیانو د درناوي او عزت لپاره هغوی ته منسوب کړل شول.
همداشان په طلاق سورت لومړي آيت کې د کورونو نسبت ښځو ته شوی. «اې نبي عليه السلام! کله چې تاسو ښځو ته طلاق ورکوئ، نو هغوی د دوی د عدت په وخت کې طلاقوئ او عدت په ښه توګه شمېرئ. او له الله جل جلاله ووېرېږئ چې ستاسو رب دی، هغه ښځې د هغوی له کورونو څخه مه باسئ»
تر دې چې اختلاف زیات او سخت شي، شخړې او ناندرۍ اخري اوج ته ورسیږي او طلاق رامنځ ته شي، بیا هم کور د هغې دی، هیڅوک یې ترې وېستلی نشي.
هو! یو داسې آيت هم شته چې په هغه کې د کور نسبت ښځو ته نه دی شوی، الله جل جلاله وايي: «او له تاسو چې کومې ښځې بدکاري وکړي نو له خپلو مسلمانانو څخه څلور شاهدان پرې ونیسئ. که چېرې هغوی (د دوی د بدکارۍ) ګواهي ورکړه، نو هغه ښځې په کورونو کې ایسارې کړئ، تر څو یې یا مرګ واخلي، یا الله جل جلاله د دوی لپاره بله لار پيداکړي.» د نساءسورت
[ ۱۵] آيت۰
نو کله چې یوه ښځه بدکاري وکړي، څلور مسلمان عادل شاهدان ګواهي پرې ووايي، بیا د کور نسبت دې (ښځې) ته نه کیږي؛ ځکه د کور عزت او درنښت دې له پښو لاندې اوپايیمال کړ.
د الله جل جلاله ایاتونو کې څومره ښایست، جمال او دقت پروت دی، نو د هغه ذات لپاره ثناء او صفت دی چې دا د هغه کلام دی.
د الله جل جلاله په کتاب کې دا د ښځې حقوق شو ل، چې په بل کوم اسماني کتاب او یا وضعي قانون کې نه دي ورکړل شوي، په پورته آياتونو کې چې کورونه ښځو ته منسوب شوي، په دې سره د دوی (ښځو) شان او منزلت لوړ شوی او خوندي شوي دي.
دا د ښځو حقوق شول؛ داسلام سپېڅلي دین دژوند په هر ډګر کې پوره او بشپړ حقونه ورکړي، خو د ښځو حقونو درواغجن مبارزین او د حُریت او ازاډي مدعیان هسې په اوتو بوتو اخته دي، هغوی یوازې د دوی [ښځو ]لپاره بې ستري، بې حجابي او بربنډتوب غواړي. د خپلو هوسونو او خواهشاتو پوره کولو لپاره دا نارې سورې وهي. د ښځو د حقوقو فعالان د هغوی د حقوقو مدافعان او فعالان نه دي، بلکې د ښځو د عزت او ناموس دښمنان دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *