بېلابېلې لیکنېلیکنې

مطالعه کول د انسان دماغ پیاوړي کوي

فرید احمد مبارز

کاميابي او مطالعه په خپل مابين کي ژور تعلقات سره لري، مطالعه د غم او مايوسي بهترين علاج دی، د دماغ دپاره مطالعه دومره ضروري ده، لکه د للمي غنمو مځکه چي بارانونو ته ضرورت لري، د ورزش په کولو سره جسم او په مطالعه سره د ماغ پياوړي کيږي، انسان د قدرتي منظرو او د کتابونو څخه ډير څه زده کولای سي، په مطالعه سره ارزانه تفريح او ډيره خوشحالي حاصليدای سي، که چيري د ځان څخه نيک انسان جوړول غواړی، نو د دانا جوړيدو کوښښ وکړی او دانا جوړيدل په مطالعه سره کيږي، د مطالعې په کولو سره په ذهن کي وسعت راځي، په مطالعه کولو سره انسان د تنګ نظري او عصبيت څخه خلاصيږي، په اصل کې هر قسم مطالعه د ترقي لاره نه سي هوارولای او نه د ترقي په لار کي مرسته درسره کولای سي، په اصل کي کوم انسان چي یو قسم مطالعه کوي همغسي به جوړيږي، آخر هغه کومه مطالعه ده چي د ترقي په لار کي کومک کوونکې او مفيده ده؟ د مطالعې ډير اقسام دي چي څلور يې بنيادي دي.
۱:ـ د نصابي کتابونو مطالعه: د نصابي کتابونو مطالعه ډيره يوه بنيادي مطالعه ده، هر قسم تعليم يافته خلک دا مطالعه کوي، ددې څخه پرته د ترقي کولو تصور مشکل دی، دا قسم مطالعه موږ ته سند راکوي او ددې په توسط سره موږ ته يو ښه مسئوليت راپيدا کيږي، په زړه پوري خبره دا ده چي دا قسم مطالعه د ترقي ضمانت نه سي کولای، په سریلنکا کي د تعليم شرح (۹۸) فيصده ده، مګر بيا هم سریلنکا يو وروسته پاته، مفلس او غيري ترقي يافته هيواد دی.
۲: د آدب مطالعه: په دوهم حالت کي د آدب مطالعه راځي، په دې کي نظم او نثر دواړه شامل دي، آدب دوه قسمه دی، يو آدب د ژوند دپاره دی، دا مقصودي آدب دی، د دغه قسم آدب مقصد د خلکو په ذهنونو او په ژوند کي بدلون راوستل دي، يعني په خلکو کي مثبت بدلون راولي، دوهم قسم آدب، آدب دپاره د آدب دی، د دغه قسم آدب بنيادي مقصد د ذهنونو تفريح ده، په مجموعي طور باندي آدب ته د روح غذا ويل سوې ده، په آدب سره انسان د ژبي او بيان په باريکيو پوهيږي او بيا د خپلو خيالاتو اظهار په ډيره بهترينه طريقه سره کولای سي، آدب انسان ته ښکلي اخلاق ورښوولای سي.
۳: معلوماتي مطالعه: دا د مطالعې دريم قسم د هغو کتابونو مطالعه کول دي، کوم چي د هغې په واسطه سره د يوه انسان په معلوماتو کي اضافه والی راتلای سي، چي د هغو په کومک سره بيا خبري کولای سي، د خپلو خبرو په توسط خلک متاثر کولای سي او د خلکو د هر قسم سوالونو جواب ور سره وي، دا قسم مطالعه که هر څومره زياته وي عموماً بیا هم د یوه فرد د تبديلي باعث نه سي جوړيدلای او نه په دې سره د کاميابي او خوشحالي دروازه خلاصيدلای سي.
۴: د ژوند بدلولو مطالعه: د مطالعه مهم ترين قسم هغه مطالعه کول دي کوم چي ستاسو په ژوند کي مثبت بدلون راولي، د افرادو او قومونو ژوند چي کوم کتابونه بدلوي، په هغوی کي قرآن مجيد، احاديث نبوي او د سيرت کتابونه اول مقام لري، همدا شان د لويو او غوره خلکو لکه: حضرت عمر (رضي الله عنه)، حضرت خالد ابن وليد (رضي الله عنه)، صلاح الدين ايوبي (رحمة الله علیه) سید جمال الدین افغان او داسي نورو… د ژوند د سوانحو کتابونه هم ډير مثبت او ضروري دي. دا وخت ټوله دنيا ډيره مصروفه ده، د هيچا سره دومره وخت نه سته چي هغه هر څه ولولي، لهذا تاسو ته د ډيرو لوستلو څخه دا بهتره ده چي صرف هغه منتخب او مفيد علم حاصل کړی، کوم چي د دنيا او آخرت په کاميابي کي ستاسو سره مرسته کولای سي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *