لیکنېمقالی اوتبصرې

په نړۍ کې له ټولو غولوونکی شعار جمهوري اسلامي دی

شعارونه خو په لدړو دي! مګر له ټولو زياتې خاورې چې د ساده لوحو مسلمانانو په سترګو کې ور اچوي، هغه د (جُمهوري اسلامي) په نوم دروغجن شعار دی.

تاسو خو د دغو متضادينو الفاظو څخه جوړ مرکب اسم مانا ته سم ځير شئ! جُمهوري، بيا اسلامي!!! وا سړيه! خو يا يې جُمهوري کړئ او يا هم اسلامي! جمهوري اسلامي نو بيا څه مانا؟ اسلام خو واحد امر او واحد قانون دی، چې واحد ذات د واحد شخص په واسطه موږ ته د (وحدت) لپاره رالېږلی! نو کله چې واحد قانون موجود وي، جمهوريت ته بيا څه اړتيا ده!

که د دغه مرکب اسم اساس او فلسفه وکتل شي، نو څرک يې لا له اسلام سره تړاو نه لري.

پخوانيو انسانانو به د حکومتونو لپاره په خپلو قبيلو کې هغه څوک ټاکل؛ چې د حکومتولۍ پوره وړتيا به يې لرله او بيا به يې هغوی ته نُجباء يا نجيب زاده ګان ؛ اشراف يا شريف زاده ګان ويل او د هغوی به يې دومره عزت او احترام کولو؛ لکه موږ چې د خپل پيغمبر کوو؛ ځينو خو به يې آن سجدې لا ورته لګولې او خپل مشران به يې؛ د ځانونو، نسلونو، مالونو او حتی ځمکې او آسمان ناجيان بلل.

چې هغوی تاريخ د امپراتورانو، پاچاهانو او سلاطينو په نوم ثبت کړی دی.

خو کله چې اسلام منځته راغی او د الله ستر نازولي نبي (ص) مدينه منوره، ورپسې مکه مکرمه او ځينې نور ښارونه فتح کړل، نو پر مفتوحه سيمو يې د اسلام په نوم واحد قانون حاکم کړ.

مګر کوم وخت چې سردار د عالم له دنيا رخصت شو، نو د حکومت واګې د ده مبارک صحابه کرامو په لاس کې واخيستې او موږ ته يې د اجماع او قياس اساس کېښود؛ البته د قرآن کريم او نبويه احاديثو تر سيوري لاندې.

دغه نکته ډېره حساسه ده! نو بايد په دقت او پوره مهارت سره ورته وکتل شي او هغه داسې: صحابه کرامو، تابعينو او تبع تابعينو په اسلام کې کوم څه زيات کړي او يا ترې کم کړي نه دي! يوازې په هغو نکتو کې يې خپل نظرونه وړاندې کړي؛ چېرې چې موضع نويې وي او په هکله يې په قرآن کريم او نبوي احاديثو کې صريح يادونه نه وي شوې؛ لکه په اوس کې چې کوم وسائل، وسائط؛ لکه سټلايټونه ، ډرون الوتکې او کمرې ، اوبتلونه، ټليفونونه، ټلوېزيون او راډيوګانې، يا داسې نور… شيان دي، چې دا يو هم په قرآن کريم او مبارکو احاديثو کې صريحاً نشته او نه دي ياد شوي! ځکه خو په داسې مواردو کې له اجماع او قياس څخه کار اخيستل کېږي.

په هر حال…تاسو په ((اليوم اکملت لکم دينکم…) کې شک مه کوئ! دين يقيناً کامل دی، مګر له قرآن کريم سره نبوي احاديث، اجماع او قياس اړين دي، همدا راز د سلف صالحينو زرين اقوال، خو چې د اسلام له اصل (قرآن کريم) سره ټکر نه وي.

مطلب چېرې چې کومه موضع په قرآن کريم، يا محمدي احاديثو کې واضح شوې وي، هلته نه اجماع ته اړتيا شته او نه هم قياس ته؛ خو چېرې چې واضح حکم نه وي موجود، نو بيا پرته له اجماع او قياسه بله لاره نشته؛ الله دې وکړي چې پوه شوي به ياست!!!

راځو اصل مطلب ته! د اسلام دښمانانو خو بيخي ډېر کوښښونه وکړل چې د دغه ستر الهي قانون د نفاذ او حاکميت مخه ونيسي او په دې هکله يې له هرې ممکنې لارې کار واخيست، اما څه په لاس ورنغلل؛ بلکې لا به يې تاوان وکړ او مسلمانان به تر هغه پسې قوي شول، تر دې چې د عثماني خلافت دور راغی او زياترې کفري نړۍ ائتلافونه رامنځته کړل او نظامي ټولنې يې جوړې کړې، چې له ټولو زيات فکري او فزيکي تمرکز يې پر دغه څه باندې شپږ سوه کلن اسلامي خلافت وکړ، تر څو د مسلمانانو د وحدت رمز او يوازينی اقتدار له منځه يوسي، چې بيا لومړۍ نړيواله جګړه رامنځته شوه او په نتيجه کې يې (زموږ د ناغېړيو او خوبونو له امله) زموږ ياد زعامت و نړېد. انا لله و انا اليه راجعون.

کله چې زموږ خلافت چپه شو، نو دوی دستي لاس پر کار شول؛ اسلامي قلمرو يې تجزيه کړ او پر وړوکو وړوکو امارتونو يې ووېشلو.

دوی پوهېدل او د خپل پير ارسطو نسخه يې ياد وه! ځکه خو يې زموږ د وړوکو اميرانو فکرونو ته د پاچاهۍ خيالات ور تزريق کړل او په دغه ډول يې زموږ د بيا انسجام مخه د تل لپاره و نيوله او دا کار تر ډېره د انګليس شيطاني مخکښانو د اهل کتابو (يهود او نصاراوو) په مشوره تر سره کړ، خو بيا يې به هم خطرات محسوسول.

دا چې دوی له وخته لا د مسلمانانو پر نويو نسلونو مخفيانه پانګونه کړې وه او ډېر يې د خپلې اډيالوژۍ سره سم روزلي وو، ځکه خو نو ډاډه وو؛ چې که چېرې د مسلمانانو دغو وړوکو نظامونو ته د جُمهوريت شکل ورکړل شي، نو ايله بيله به د دوی کرلي نيالګي بار ونيسي.

پر همدې توافق وشو؛ چې نور نو د دې وخت را رسېدلی، ترڅو د جوړې طرحې لپاره پلانونه تيار کړي او عملي جامې ور واغوندي، خو دلته يو ستر خنډ لا پاتې و! او هغه دا چې؛ که د مسلمانانو له ټولنو او حکومتونو د اسلام نوم لرې کړل شي، نو دوی خامخا حساسيت ښيي او چوپ نه کښېني ؛ ځکه خو دا موضع جداً تر بحث لاندې شوه؛ له ښه ډېر فکر کولو وروسته پر دې بحث پيل شو؛ چې له جُمهوري سره بايد اسلامي نوم هم ضم شي؛ بيا پر دې هم اعتراضونه وشول؛ چې څرنګه ممکنه ده؛ ترڅو د مسلمانانو غوڅ اکثريت تېر باسو او په سترګو کې يې خاورې ور واچوو؟ بيا د دې پوښتنې د ځواب لپاره هم دلائل وړاندې شول، چې عمده يې دغه دوه وو:

ا- د مسلمانانو نوی نسل زياتره دوی روزلی! ځکه خو به په دغه مورد کې د يوې آلې په توګه وکارول شي او ستر داخلي جلنجونه به دوی خپله دفع کړي.

ب- مسلمان ته فقط کافر مه وايئ! يانې د مسلمان نوم مه ترې لرې کوئ، نور کفري قوانين هم درسره مني او دغې نکتې ته به هم د ډېرو محدودو کسانو ورپام شي؛ چې جُمهوري او اسلامي سره متضاد الفاظ دي؛ نو څرنګه کېدای شي چې له ترکيبه يې واحده مانا واخلو؟

لنډه دا چې؛ پر ياد شعار اتفاق راغی او دا يې د مسلمانانو لپاره د نويو حکومتونو نوم خوښ کړ او همدا يې د رسمي تعاملاتو او ديپلوماتيکو اړيکو لپاره سره کرښه ياده کړه، ځکه خو تر اوسه لا هم همغه شېوه چلېږي.

ګواکي که چېرې د کوم اسلامي هېواد حکومتي جوړښت جمهوري نه وي، هغه هېواد په رسميت نه پېژني؛ مګر دا چې وچ زور و ويني! خو بيا به هم موقع ته ګوري.

ښه نو! که زما تحليل سم نه وي؛ نو ماته دې يو څوک ووايي چې: که موږ له جُمهوري اسلامي څخه دا اسلامي لفظ لرې کړو (لکه د ع او غ له ادارې چې جان کيري لرې کړی و!) څه ستونزه به رامنځته شي؟ معلومه ده چې هېڅ! د کرزي حکومت ته يې هم جُمهوري اسلامي نوم ورکړی و، خو جوړ امريکايانو کړ او قانون يې د اسلامي نظام د قوانينو خلاف و، چې دا موضع بيا بېله ده! که څوک غواړي چې اعتراض وکړي او يا ځان پوه کړي؛ نو هغه دې حقائق ولولي؛ خامخا پوهېږي ان شاءالله.

د غني حکومت هم جُمهوري اسلامي و، خو کفارو ته يې امن او سکون ورکاوه، مګر مسلمانانو ته يې د نمرود انګار تيار کړی و او په ټولو زندانونو کې به يې پاک اقشار په ناپاکو لاسونو تعذيبول.

خو کله چې جان کيري د ع او غ حکومت رامنځته کړ، نو يې هغه اسلامي لفظ يو مخ ترې حذف کړ او (حکومت وحدت ملي) نوم يې پرې کېښود، خو هېچا هم اعتراض و نه کړ او نه د چا دغې حساسې نکتې ته چندان ورپام و؛ مګر ما هغه مهال هم دا خبره کړې وه،چې هدف يې د اسلامي لفظ لرې کول او په دې هکله د خلکو عکس العمل دی ؛ خو دا چې چا سوڼ و نه وهلو، نو دوی هم مطمئن شول چې مسلمانان په رښتيا ويده دي!

ګورئ! زه به تاسو ته يو ډېر ساده مثال وړاندې کړم؛ خو مخکې يوه پوښتنه درنه کوم: رښتيا وواياست! په ټولنو کې ښه خلک ډېر وي که بد؟ يانې د الله پاک پر قانون برابر خلک لږ دي که ډېر؟ معلومه ده چې په ۷۱ فرقو کې يوه ناجيه ده! ګواکي په ۷۱ سلنه کې يوازې يوه سلنه خلک د الله پر لاره برابر وي، چې د دغه شمېر پر اساس په سلو کې يوه نيمه سلنه خلک سم ثابتيږي او دا پاتې آته نيوي نيم يې ټول د شيطان پر پله روان وي.

اوس نو تاسو وواياست! که چېرې موږ جُمهوري نظام د اسلام ضد و نه بولو او خپل حکومت پر همدغه منوال رامنځته کړو؛ آيا ممکنه ده چې يوه نيمه سلنه خلک دې له آته نيوي نيمې سلنې څخه ميدان وګټي؟

بله واورئ! په اسلام کې د زعيم لپاره د وړتيا شرائط موجود وي! يانې هر بانجان او بادرنګ امير، يا اميرالمؤمنين نه شي کېدلی او نه يې څوک مني! مګر په جُمهوريت کې چې فقط سر ورپورې وي او تابعيت ولري، هغه نو که هره بلا وه کوای شي چې ولسمشر شي !!! دا نور شرائط يې هم همداسې درواخلئ.

په جمهوريت کې د يوه بانفوذه او با رسوخه، مدبر، عاقل او رښتيني خدمتګار رايه له يوې حرامي او فاحشې نجلۍ، يا فاحش هلک سره ذره توپير هم نه لري؛ نو که چېرې يوې خوا ته د جهان په سطحه ستر او مشهور سړی چې ښه متقي او باتدبره عالم هم وي – کانديد شي او بلې خوا ته يو بې دينه خائن او علني زناکار، بيا نو لومړی کس د يوه بل ستر سړي يوه رايه واخلي او دغه بل ته دوه نور بې پلاره او بې موره رايې ورکړي، نو (د جُمهوريت د قانون پر اساس) به دغه عالم خاورې ميدان ترې يوسي !!! ځکه چې د دغه بل کس يوه رايه پرې زياته ده! نو بريا خو ظاهراً حق؟! د همدغه فاحش کس ده.

مګر په اسلامي قانون کې داسې نه ده! رايه شته خو بايد د اهل حل والعقد والا کس يو چاته رايه ورکړي، نه هره بنډۍ او هر کدو.

خدای دې وکړي چې پوه شوي به واست.

مطلب (جُمهوري اسلامي) نوم يو دروغين شعار دی، چې پرې غلط نه شئ.

امين وردګ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *