شریعت: د پکتیکا د عامي روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د سرحوضي ولسوالۍ اړوند د مارزکو کلي کې یو روغتیایي مرکز د او.ایچ.پي.ایم موسسي له لوري د شاوخوا ۳ میلیونو افغانیو په لګښت ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
د پکتیکا د عامي روغتیا رئیس ډاکټر حکمت الله عصمت وویل، چې دغه روغتیایي مرکز د ۲ میاشتو په موده کې د شاوخوا ۳ میلیونو افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې د ۹ اطاقونو په درلودلو سره ټول اړین سهولتونه لري.