روغتیالیکنې

ږیره د انسان مخ او پوستکي ته څه گټه رسوي؟

ږیره ستاسو لپاره ښه ده؛ له ږیرې سره د مخ د زړېدو پروسه ټکنۍ کېږي.
بن افلک، جورج کلوني، هیو جکمن، او سام منډس تمایل ښودلې چې ږیره پرېږدي.
ډېلي مېل : ډېرې ښځې دي چې له بې ږیرو سره نه غواړي ملگرتیا وکړي.
مخکې له دې چې خپل خاوند(مېړه) ته ووایاست چې پل(پاکي / ماشین) راواخلي؛ ښه به وي چې ښه فکر وکړئ؛ ځکه برېت او ږیره دواړه د نارینه د سلامتۍ لپاره ګټور دي.
د لمر پر وړاندې ساتنه کوي:
په وروستیو کې چې د (University of Southern Queensland) پوهنتون څېړنه په (Radiation Protection Dosimetry) مجله کې خپره شوې،ښيي چې د لمر د مضره وړانگو پر وړاندې محافظت کوي.
څېړونکو دا موندلې،چې د مخ هغه ساحې چې برېت یا ږیره په کې ده او مخ یې پټ کړی، په دغو خلکو کې د (UV) مضرې اشعې اثرات په متوسط ډول د هغو سیمو په پرتله یو پر درې کم دي چې هلته «خلک وېښتان نه لري»
دغې مطالعه کې له ږیرورو(هغوی چې ږیرې یې له یونیم تر درې نیم انچه وې) او بې ږیرو څخه د پرتله په پار استفاده وشوه.
په یاده شوې مطالعه کې څېړونکو په هم مهاله توگه، د (dosimetric) تخنیکونو څخه په استفادې د اشعې میزان او د جذب گراف دواړه محاسبه او مطالعه کړل.د دوی پایلو وښوده چې ږیره ۹۰ – ۹۵ سلنه د لمر پر وړاندې محافظت کوي.
په لندن کې د پوستکي یو متخصص ډاکټر، نېک لو (Dr Nick Lowe) وايي: په ټولیز ډول وېښتو کې د لمر ضد ډېره ښه وړتیا موجوده ده.همدغه دلیل دی،چې که د ښځې غاړې او د مخ دوه څنډې وېښته ولري یا دا چې په وېښتو سره وپوښل شي، هغوی به «لږ» زیان وویني.هغه زیاتوي چې؛ دلته یوه بله مسئله هم شته او هغه دا چې هر څومره د ضخامت او تراکم بحث مطرح شي هومره د (SPF) فکتور باندې هم اغېز ښندي.زه چې کله د کلیفرونیا په سويل کې کار کوم داسې ډېرې کلاسیکې نمونه یې وینم / لیدلي مې دي.هغوی چې وېښته نه لري لا ډېر د «سرطان» احتمالات په کې نسبتاً ډېر وي.
د مغز او اعصابو یو مرستیال ډاکټر (Iain Salli):
یوه بله نظریه دا ده چې د ږیرې وېښته د لمر «اشعه» ماتوي.نور مستقیماً حرکت کوي یا مخامخ اثر کوي؛ خو چې کله له تاو تاو وېښتو سره ولگېږي هغه ماتېږي یا یې مسیر منحرف شي؛ همدا لامل دی چې د لمر مضرې وړانګې د مخ پوستکي ته نه رسېږي.لمر یوازې پوستکي ته زیان نه رسوي؛ د پوست لاندې ساحې هم تخریبوي او زیان ور اړوي، نو له دې امله چې د لمر د وړانګو مخنیوی وشو، د غاړې او زامې محافظت کې هم مرسته کېږي.د دغو دواړو ساتنه هم ورسره کېږي.
هغه خلک چې په مخ ږیرې لري د دوکتور «لو» سپارښتنه ورته دا ده چې باید د لمر ضد کریم نه هم استفاده وکړي او کوښښ دې وکړي چې ږیره یې ډېره غوړه نه شي؛ ځکه زیاتره ږیرې متراکمې نه وي.
ممکن د «نفس تنگۍ» له حملو څخه مخنیوی وکړي!
هغه خلک چې د خاورو او گردونو له لاسه په تکلیف وي او دا یې د نفس تنگۍ مسئله کې شدت راوستلی شي؛ هغوی دې په ږیره او خصوصاً برېتونو کې مبالغه وکړي. لږ یې ښه ساتنه وکړي او برېتونه دې هم لږ لوی پرېږدي.چې د یادې شوې مسئلې مخنیوی تر یوه حده پورې شوی وي.د لندن د «وېښتو» یو متخصص(Rob Hicks) وايي چې د خاورو او گردونه ذرات مایکروسکوبي دي.خاورې او گردونه به د برېتونو په ناحیه کې سره راټول او جذب شي، اوس نو لږ وخت پاتې دی چې سږو ته ورسېږي، یوازې کافي ده چې یو مرطوب یا لوند لاسمال وي او برېتونه پرې وموښل شي هغه خاوره به پاکه شي او خطر به نه وي.
د لندن د کلینیک د «تنفس» د برخې یو متخصص (Dr Felix Chua) وايي:
برېت کولای شي، سږو او تنفسي سیستم ته د خطرناکو مواردو د دخول مخنیوی وکړي، دا یوه تیوري ده چې د پزې مخې ته برېت د مضره مواده مانع گرځي.
له زړېدو څخه مخنیوی
د وخت په تېرېدو سره د مخ وېښته کولای شي د مخ پوستکی لا ځوان او په سختو شرایطو کې وساتي.د دوکتور لاو (Dr Lowe) په وینا وېښته د پوستکي محافظت کوي او خرابېدو ته یې نه پرېږدي. دا د وېښتو ریښه ده چې پوست یې تازه او مرطوب ساتلی وي.دا به ډېره ښه خبره وي چې معمولاً ږیره او برېت مرطوب وساتل شي.دا وېښته په پوستکي کې وي او وېښته ساده فولیکولونه لري چې دا خپله داسې عمل کوي؛ لکه یوه غوړه ماده چې وي او په نتیجه کې یې د پوستکي له خرابېدو څخه مخنیوی وشي.په هر ځای او ناحیه کې چې فولیکولونه موجود وي، که هغه ژامه وي، یا غاړه یا زنه بس له دې سره به پوستکي لا قوي او ضخیم شي.د دوکتور لاو په خبره چې څومره پوستکی ضخیم وي هومره به د زیانونو پر وړاندې مقاومت ډېر او لوړ وي؛ ان که یو څوک ږیره هم و نه لري خو چې پوستکی یې ضخیم وي د نورو په پرتله یې مقاومت ډېر وي.
له ټوخي سره مبارزه!
د (Carol Walker) په وینا د زنې لاندې او یا د غاړې شاوخوا ناحیو کې د ږیرې وده د غاړې د تودوخې درجه لوړوي؛ له همدې امله د زکام په مقابل کې یو ښه او مؤثر فاکتور واقع کېدای شي.وېښته په خپل ذات کې انسان گرم ساتي او د یخنۍ پر وړاندې یو «عایق» دی.دا زما تجربه ده او مریضان مې هم کتلي دي چې ږیره کولای شي د ټوخي گراف راکم کړي. هغه خاصیت چې په ږیره کې دی، ناروغانو مې ویل چې بدیل وسایل یې موږ وکارول او ټوخی مو ورسره راکم شو.
ملاحظات او وړاندیزونه
د لندن د (Queen Mary) پوهنتون میکروبیولوژیست دوکتور رون کاتلر وايي که چېرې له ږیرې ساتنه او ښه محافظت و نه شي ان بېرته همدا ږیره کولای شي د «عفونت» د خپرېدو لامل شي.
لازمه ده چې نارینه باید هر وخت متوجه وي چې خپلې ږیرې پاکې، صفا او سوتره وساتي، منظمې یې کړي او وخت نا وخت یې خبر واخلي چې د وېښتو لاندې خو به باکتریاوو تجمع نه وي کړې.
بله خبره دا ده چې له ‌ډوډۍ او غذا وروسته باید فکر وشي چې د ډوډۍ اثار په ږیره یا برېتو کې پاتې نه شي. باید ژر تر ژره ومینځل شي او ښه صفا کړل شي. که نظافت مراعت نه شو او د صفايۍ خیال یې و نه ساتل شو؛ ممکن ږیره په خپله د امراضو د سرایت او ساتنې مرکز وگرځي.وروستۍ دا چې د نايي په انتخاب کې دقت پکار دی چې مستعمل وسایل پر موږ استعمال نه کړي چې دا هم یو لوی سبب دی د امراضو د سرایت او لېږد لپاره.

ژباړه: محمد تمیم تکل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *