دینې لیکنېلیکنې

له شرعي نظره مهاجرت

د اسلام د حاکمیت پر مهال به چې کله مسلمانانو په یوه خاوره کې خپل دیني شعائر او مسوولیتونه نه شوای ترسره کولی او یا به یې ایمان او عقیده له ګواښ سره مخ وو، نو اسلامي قلمرو ته به یې مهاجرت کاوه؛ ترڅو په پوره امن او ډاډ سره خپلې دیني وجیبې ترسره او د اسلام تر حاکمیت لاندې ژوند وکړي. هجرت په اسلام کې خورا ستر مقام او ارزښت لري؛ له مکې څخه مدینې ته د رسول الله هجرت د یوه ستر انقلاب او ټولې نړۍ ته د اسلام د رسېدو او پر نړۍ د اسلام د حاکمیت لامل شو. همدارنګه په صحابه‌وو کې مهاجرین لوړ مقام لري، دوی د اسلامي دعوت د لېږد لپاره خپل ټول ژوند، شتمني، کورونه او خپلوان پرېښودل.
خو تر دوهمې نړیوالې جګړې او پر نړۍ د اسلام د ولکې له ختمولو وروسته پر غرب او کفري خاورو د مسلمانو پناه ‌غوښتونکو څپې د توپان غوندې ورماتې شوې، چې لامل یې پر اسلامي خاورو د استعمارګرو او اشغالګرو کفارو حاکمیت دی او دوی خپله د مسلمانانو کډوالۍ ته لار هواروي. ستونزه د مهاجرت نه ده، بلکې د دې ښکارندې په اړه په مسلمانانو کې حاکم لیدلوری دی، چې زیاتره مسلمانان پناه ‌غوښتنې ته خورا سخت لېوال دي او د ښه راتلونکي جوړولو، اقتصادي وضعیت د ښه‌ والي، د ژوند له فشارونو او نورو کړاوونو څخه د تېښتې په موخه کډوالۍ ته مخه کوي او په غرب کې د کفر تر حاکمیت لاندې ژوند کولو ته ترجیح ورکوي. حتی غرب ته سفر او هلته ژوند کول د ډېرو مسلمانانو خصوصاً د ځوانانو د ژوند هدف او ستر ارمان ګرځېدلی دی! مسلمانان د دې پر ځای چې په اسلامي خاورو کې پاتې شي، له خیر او برکتونو یې برخمن شي او په هغو ټولنو کې ژوند وکړي چې وګړي یې مسلمانان دي که څه هم د شریعت ټول احکام په کې نه پلي کېږي، مګر بیا هم تر یوې کچې اسلامي فضا پکې حاکمه ده؛ ډېری یې په هغو ټولنو کې ژوند ته ترجیح ورکوي چې له اسلامي شریعت سره هېڅ تړاو نه لري او ډيموکراسي ا و سیکولرېزم ورباندې حاکم دي. دوی باید له ځانه وپوښتي، یو مسلمان څنګه چمتو کېږي چې د کفارو په منځ او د کفر او ډيموکراسۍ تر حاکمیت لاندې په غرب کې ژوند وکړي؟ هغه استعمارګر غرب او کفار چې عملاً له اسلام سره جګړه کوي او بالفعل محارب دي. په اسلامي خاورو کې له کلونو راهیسې د بې‌ګناه مسلمانانو وینې تویوي او د اسلام د حاکمیت مخه نیسي. مومن باید د دنیا پر ځای د خپل آخرت تشویش ولري او دنیوي ژوند ته د ابتلاء او امتحان له عینکو وګوري. په ژوند کې الله سبحانه وتعالی خپل ولي ونیسي، نه غرب او کفار. پر الله متعال توکل وکړي او خپلې چارې هغه ته وسپاري. د الله د ولي نیولو یو مظهر دا دی،چې د مومنانو په منځ او د ایمان په فضا کې ژوند وکړي. د خپل اهل او اولاد د آخرت په اړه تشویش ولري نه د دنیا؛ ځکه مسئولیت یې الله تعالی ده ته ورسپارلی دی:
ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی خپل ځان او اهل (کورنۍ) مو له هغه اوره وساتئ چې سنتو کې یې انسانان او کاڼي دي. مګر منځلاري مسلمانان یا روښانفکران په غرب او د کفارو په منځ کې ژوند توجیه کوي او اسلام ته له سیکولرېزم سره تطابق ورکوي. دې مسئلې ته د ځواب په موخه دوی د اقلیتونو فقه رامنځته کړه. د دوی په نظر هغه مسلمانان چې په غرب کې اوسي، ټول مکلف دي چې خپل ځانونه له هغو ټولنو سره برابر کړي چې ژوند په کې کوي او د دغو ټولنو لکه اروپا، امریکا، استرلیا، کاناډا او نورو له اتباعو سره د ګډ ژوند کولو شرایط په پام کې ونیسي.
منځلاري مسلمانان چې په حقیقت کې د سیکولرېزم بدله نسخه ده او د اسلام پر وړاندې د جګړې لپاره د غرب یوه نقشه ده، باور لري چې غربمېشتي مسلمانان اړ دي، بلکې دا یې په ګټه ده چې ځانونه د دغو خاورو له اصلي اتباعو سره یو شان وګڼي، په دوی پورې د تړښت مسئولیتونه ادا کړي او په دغو هېوادونو کې د هستوګنې، ملیت او ښاروندی قوانینو پر اساس د خپلو حقونو دفاع وکړي او حتی خپل ځانونه پر دغه اساس ورباندې تحمیل کړي، چې د دغو ټولنو یوه نه بېلدونکي برخه ګرځېدلي دي؛ ځکه هغه ټولنې پر ډيموکراسۍ ایمان لري او هر څوک یې په هغه ازاده فضا کې چې د هر فکر لرونکو کسانو ته ځای لري، ازادانه او مساویانه ژوند کولی شي.
د دوی په باور او د اقلیتونو فقې پر اساس په غرب کې مېشت مسلمانان باید هېڅکله داسې الفاظ ونه کاروي چې د دښمنۍ مفاهیم او شرعي معناوې ورکړي؛ یعنې د مسلمانانو او کفارو تر منځ دښمني یوه ایډیولوژیکه دښمني نه، بلکې تاریخي هغه ده. د دوی په اند په غرب کې په مسلمانو سیاسونو، فرهنګيانو او ژورنالېستانو کې دغه اصطلاحات کارول لکه: کفار، جهاد، کافر غرب، دارالکفر، غرب د مسلمانانو دښمن دی، د غرب دروغجن ارزښتونه، چټل پانګوالي نظام، استعمارگره اروپا، کینه‌کښ سیکولرېزم، سودي اقتصاد، د اسلام حاکمیت او نور نه معقول دي او نه د منلو وړ! او دې ورته ډېرې نورې خبرې.
له شرعي نظره د کفارو په منځ کې ژوند په ځينو مواردو کې پر دین له منګولو لګولو سره په ټکر کې دی او په ځينو حالاتو کې حتی د مسلمانانو هویت ګواښي. داسې ګواښ چې کم اغېز یې د کفر په نظم په کې د وګړو ذوب کېدل دي، نه یوازې د چلند او اعمالو له اړخه، بلکې حتی د افکارو او عقایدو له نظره؛ ځکه اسلام یوازې عبادات او ځينې شعائر نه دي، چې په فردي توګه په کورونو یا د کفارو په خاورو کې په ځانګړو عبادتځایونو کې ادا شي؛ بلکې اسلام له ژوند څخه ټاکلی لیدلوری لري او باید بشپړ حاکم شي، ترڅو د تېر په څېر د اسلام پیغام ټولې نړۍ ته ورسوي. نو اوسمهال دغو مسلمانانو ته پر دین د منګولو لګولو یو اصل دا دی،چې باید داسې ځای ژوند وکړي له امت سره د اسلام د حاکمیت لپاره ګډه مبارزه وکړي او بېشکه چې هغه اسلامي خاورې دي. د کفر تر حاکمیت لاندې د ژوند کم زیان دا دی چې د دغو لږکیو نړۍلید هرومرو بدلېږي، خپل فرهنګي ارزښتونه نه شي ساتلی، له فکري او احساسي نظره له امته لرې کېږي او له سیاسي نظره په امت پورې په اړوندو قضیو کې د غربي دولتونو پلوي کوي. د وخت په تېرېدو خپله دوی او نور نسلونه یې اسلامي هویت له لاسه ورکوي او له خپل اصل څخه لرې کېږي. له فکري، سیاسي او حتی اقتصادي نظره له غرب څخه د دوی اغېزمنېدل امت ته ناوړه پایلې لري؛ ځکه دغه لږکي د امت درد او رنځ نور نه احساسوي؛ د کفري قوانینو پر اساس د غرب په طریقه د کفارو او سیکولرانو تر ولکه لاندې ژوند کوي او ښايي کفري دولتونه له مسلمانانو سره په مبارزه کې له دغو کسانو ګټه واخلي. دوی د غربي دولتونو تابعیت لري او له شرعي نظره دا خپله ستونزه لري. مسلمان باید داسې ځای ژوند وکړي چې شریعت اجازه ورکوي؛ خو هغه کسان چې له هېڅ توجیه او شرعي رخصت پرته غواړي په غرب کې یا له اسلامي خاورو بهر ژوند وکړي، باید پوه شي چې د اوسېدو لپاره یې داسې ځای ټاکلی چې نه د اسلام د رضایت وړ دی او نه د اسلامي دعوت لېږد دا غوښتنه لري.

احسان الله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *