افغانستان

میدان وردګو کې سلګونو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

شریعت: د میدان وردګ ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ، په بخشک او علي جان خیلو سیمه کې د سویډن کمېټې د وردګ سیمه ییز دفتر له لوري، د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په غوښتنه او همکارۍ د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.

دغه شبکه سویډن کمېټې د لس مېلیونه افغانيو په لګښت د نهو میاشتو په موده کې رغولې، چې پر مټ به یې ۷۵۰ کورنۍ پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

د ویلو ده، چې سویډن کمېټې له دوو اونیو را پدې خوا د ولایت په کچه په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمېر ټولګټې پروژې د ۴۷ مېلیونه افغانیو په ارزښت ولسونو ته د ګټې اخېستنې په موخه سپارلې
دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *