سرمقالې

د دوحې تړون د ټول اسلامي امت یوه تاریخي فتح ده !

که ددې زمانې د مسلمانو ملتونو لید لوری په رښتیا اسلامي او منصفانه وي نو باید ومني چې افغانانو د خپل تاریخ په ټوله اسلامی دوره کې همېشه د اسلام د سر لوړۍ او دښمنانو د شړلو په لاره کې خورا درنې قربانۍ ورکړې او نه یوازې خپل هېواد بلکې ټول امت ته یې ستر ویاړونه ترلاسه کړي دي. د مثال په ډول تېره یوه پېړۍ کې همدا افغانان وو چې د بریتانوي ښکېلاک طلسم او هیبت یې ورمات او بیایې له ټولو ختیځو او عربي هېوادو د واکمنۍ ټغر ټول شو. دویم ځل کله چې شوروي کمونیزم پر ټوله نړۍ خصوصاً مسلمانانو د رعب او ډار کومه خپسه خپره کړې او ډېری یې ترخپلې واکمنۍ لاندې راوستلي وو، بیا همدا افغانان وو چې د نړۍ ختیځ او لویدیځ، عربی خلیج او د منځنۍ اسیا مسلمان هېوادونه یې له یادې سرې بلا داسې وژغورل چې خپله یې په میلیونو سرونه ورکړل خو نور ملتونه یې په ډېرې اسانۍ ترې وژغورل. دغه راز په دریم ځل یې د امریکې اتحادي ځواک په داسې حال کې خړپړ او سپېره کړ چې که همدا افغانان نه وای نو ښايي تر اوسه یې فرداً فرداً د هر مسلمان نارینه د مریي کولو او هرې مسلمانې د مینځولۍ پروسه سل سلنې ته رسېدلې وای. ځکه د هغه مهال د زورواکي دا وینا به د هر چا په یادوي چې ویل یې یا به موږ سره یا به زموږ پر خلاف درېږئ ! ښکاره ده چې دوی سره درېدل یقیني غلامي او پرخلاف درېدل یې د حتمی نابودۍ معنا لرله. خو افغانانو ان لاهماغه وخت له تسلیمی انکار او د مقابلې لپاره ترخپلې وروستۍ سلګۍ پورې د مقاومت او قربانۍ ژمنه وکړه. تردې چې تر اتلس کاله پر له پسې مبارزې او لکونو سرونو تر قربانۍ وروسته یې هماغه دښمن اړوېست چې د (۱۳۹۸هـ ش) کال د حوت په لسمه تراتلسو میاشتو مذاکراتو وروسته د دوحې تړون په نامه موافقه ورسره لاسلیک کړي. یاد تړون د ګڼو وجوهاتو پر بنا د ټول اسلامی امت د ویاړ او سرلوړۍ یو تاریخي سند او لویه فتح ګنل کېدی شي. مثلاً یو دا چې کومو کبرجنو د طالبانو اسلامی تحریک او امارت د غړو پر وړاندې پرته له مرګ او زندانه بله لار نه منله، څرنګه یې بالآخره د قربانیو او مجاهدې په برکت هماغو طالبانو سره مرکې او خبرو اترو ته غاړه کېښوده او د خپلو ټولو ځواکونو د وېستلو ژمنه یې ورسره وکړه. بله دا چې ګردو مسلمانانو ته یې ور په یاد کړل چې خپل دین او خپلواکي پر ته له قربانیو او شهادتونو ګټل کېدی او خوندي کېدی نه شي او دا چې دښمن که هر څومره ډېر، زورور او د وسایلو، مال او تبلیغاتو له درکه پیاوړي او پرمختللی وي خو چې ایمان، اخلاص، توکل، اتحاد او قرباني وي نو اخر پای به غاړه ږدي او بری به د مجاهدینو په برخه وي. افغانان او نور مسلمانان باید زموږ له یادو مذاکراتو او بیا سترې فتحې دا هم زده کړي چې د جهاد او مبارزې صف باید په هر صورت ایکي یو، متحد او متفق وي. ځکه ښايي له دې حقیقته هیڅوک منکر نه شي چې که تېره شل کلنه جهادي دوره کې افغانانو تر یوه قیادت لاندې کار نه وی کړی او دښمن پردې بریالی شوی وی چې په موږ کې څو ډلې وپنځوي نو یقیناً چې د اوسنیو افتخاراتو ګټل ناشوني وو. لنډه دا چې د دوحې تړون دریمه کلیزه چې د حوت لسمې سره برابره ده، د افغانانو په تاریخ کې پرته له شکه یوه ستره ویاړمنه او تاریخي ورځ ده. دا ورځ باید د هر مسلمان او هېوادپال افغان لپاره د خوښۍ ورځ وي، همېشه یې په یاد ولري او خپلو راتلونکو نسلونو ته یې ژوندۍ وساتي. په ځانګړې توګه دیني علماء، امامان، خطیبان، استادان، رسنۍ او د تبلیغاتي شبکو کاروونکي مسؤلیت لري چې دغه تاریخی فتح لا ډېره وځلوي، د عوامو سرونه پر خلاص او پر اهمیت یې قانع کړي. آیا همدا دوحې تړون نه و چې له افغانستانه د یرغلګرو ځواکونو پر وتلو او کابل کې یې د لاس پوڅي رژیم پر سقوط منتج شو؟ او پای کې همدې فتحې د صلیبیانو رعب او حیثیت دومره ټیټ نه کړ چې اوس یې ځینې پخواني غلامان او اجیر حکومتونه هم څه ناڅه د مخالفت زړورتیا کوي؟ واقعاً دا د افغانانو، ټول مسلمان امت او ګردو کمزورو ملتونو لپاره د ویاړ او هیلې یوه ستره ورځ ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *