افغانستان

ترانسپورټ وزارت تېره میاشت ۳۹۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د روان کال وري میاشت کې د ترانسپورټ له درکه ۳۹۵ میلیونه ۴۸۲ زره ۹۰۳ افغانیو عوایدو له راټولولو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د روان لمریز کال د ترانسپورټ په برخه کې ۲۳۰ میلیونه افغانۍ د هوايي ترانسپورټ له لارې او ۱۶۵ میلیونه ۴۸۲ زره ۹۰۳ افغانۍ د ځمکني ټرانسپورټ له لارې راټولې شوې دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د تېر کال د وري میاشتې عواید ۲۰۵ میلیونه ۴۴ زره ۲۳۷ افغانۍ وو، چې د روان کال د وري میاشتې عوايد کې د تېر کال وري مياشتې په پرتله ۹۲.۸ سلنه زياتوالى ښیي.
د يادونې وړ ده، چې د دغه وزارت د ځمکني او هوايي ترانسپورټ عوايد په ۱۴۰۱ لمريز کال کې ٧ ميليارده ۵۵۹ ميليونه ٩٨٩ زره او ٦٠ افغانۍ اعلان شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *