
افغانستان
کندز کې څه د پاسه ۴۲ زره جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه شوه
د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې ۴۲ زره ۵۵۹ جریبه دولتي ځمکه یې د دوو میاشتو په موده کې د غاصبینو له منګولو خلاصه کړې ده.
د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې ۴۲ زره ۵۵۹ جریبه دولتي ځمکه یې د دوو میاشتو په موده کې د غاصبینو له منګولو خلاصه کړې ده.
د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالداری رییس مولوي امان الله حسن د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې له دې وړاندې د مرکز په ګډون د یاد ولایت په قلعه زال او امام صاحب ولسوالیو کې څه ناڅه ۱۷۰ زره غصب شوې دولتي ځمکې تثبیت کړې چې له منځه یې ۴۲ زره ۵۵۹ د غاصبینو له منګولو یې خلاصه کړې ده.
نوموړی زیاتوي، چې د یادو غصب شویو ځمکو په تور یو شمېر غاصبین نیول شوي، چې دوسیې به یې له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.