اترا اداره د انټرنيټ او ټلیفون بيې نورې هم راټيټوي
په افغانستان کې د اسلامي امارت له راتګ سره سم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اټرا ادارې د ولس د غوښتنو په پام کې نيولو سره افغانستان کې د غږيزو اړيکو او انټرنټي قيمتونو موضوع په خپلو لومړيتوبونو کې شامله کړه او د هيواد په کچه يې په لومړي ځل د ټولو مخابراتي شرکتونو د تعرفو د نرخونو، د دوی د ترلاسه شويو عوايدو او ترسره شويو لګښتونو پر اساس څېړنه ترسره کړه، چې د يادې ارزونې پر بنسټ په لومړي ځل افغانستان کې مخابراتي شرکتونو ته د انټرنټ او غږيزو اړيکو د عادي بيو لپاره د ټاکل شويو تعرفو سقف وټاکل شو او د هرې شبکې د پيرودونکو ترمنځ د غږيزو اړيکو حد اکثر قيمت هره دقيقه په ۱.۸۵ افغانۍ وټاکل شو، چې د اسلامي امارت له راتګ څخه مخکې د مخابراتي شرکتونو حد اکثر قيمتونه د هرې دقيقې پر سر له ۲.۵ څخه نيولې تر ۳.۵ افغانۍ وضع کېدې.همداراز له يوې مخابراتي شبکې څخه بلې مخابراتي شبکې ته د اړيکو د عادي بيو لپاره د ټاکل شويو تعرفو سقف هره دقيقه په ۲.۲ افغانۍ حد اکثر وټاکل شو، چې د اسلامي امارت له راتګه مخکې د مخابراتي شرکتونو حد اکثر قيمتونه د دقيقې پر سر ۴ افغانۍ بيه وضع کېدې. په همدې ترتيب مخابراتي شرکتونه مکلف کړای شول چې د غږيزو اړيکو لګښت د ۶۰ ثانيو پر ځای د ۳۰ ثانيو په اساس وضع کړي.د انټرنټي خدمتونو د بيو په برخه کې هم ډېر زيات کمښت راغلی دی، په اکثره انترنيټي بستو کې له ۳۰ تر ۶۰ سلنې پورې کموالی راغلی. اوس ټولو مخابراتي شبکو ته د يوې جي بي مياشتنۍ کڅوړې حد اکثر قيمت ۱۱۰ افغانۍ ټاکل شوی دی، چې ځينې شبکې يې له دې هم په ټيټ قيمت پلوري، په داسې حال کې چې د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې د يوې جي بي انټرنټي کڅوړې قيمت له ۲۵۰ نه تر ۳۰۰ افغانيو پورې رسېده.
له انټرنيټ څخه د عادي ګټې اخيستنې قيمت پخوا يو ايم بي د يوې ۱ افغانۍ څخه تر ۱۰ افغانيو پورې وضع کېده؛ خو د اسلامي امارت له راتګ سره سم د تعرفو د سقف له ټاکلو وروسته دغه بيې د يو ايم بي په ۰.۱۱ ( لس پوله ) ته راټيټ شوی دی.
اټرا اداره هڅه کوي چې د انټرنيټ او غږيزو اړيکو قيمتونه وخت په وخت تر څېړنو لاندې ونيسي او په هکله يې اړينې کړنې ترسره او قيمتونه يې نور هم راکم کړي.