نړۍ

اروپایي ټولنه پر تهران بندیزونه لګوي

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو وړمه ورځ موافقه کړې، چې پر اسرائیلو د ایران د وروستي برید په غبرګون پر تهران بندیزونه پراخ کړي. اروپايي ټولنه اوس مهال پر ایران د ډله ییزې وژنې د وسلو د خپراوي، د بشري حقونو د سرغړونو او روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو د رسولو په تړاو د بندیزونو څو پروګرامونه لري. خو د دې اتحادیې څو هیوادونو د بې پیلوټه الوتکو په اړه د بندیزونو د پراخولو غوښتنه وکړه چې راکټونه او نیابتي ډلو ته د وسلو لیږدول هم پکې شاملیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *