سرمقالې

اصلاحات راوستل معقول، مشروع او د وخت شدیده اړتیا ده!

داچې نن سبا ګرده نړۍ رښتیا هم یو کلی ګرځېدلې او هر فرد ټول بشریت ته له ورپېښو جریاناتو شېبه په شېبه خبرېدی شي بناً افغان ولس چې له تېرو څلور څلوېښتو کلونو راهیسې بهرنۍ نړۍ سره نېغه په نیغه لاس ګرېوان پاتې شوی، تر هرچا زیات بهرنیو رسنیو سره ډېره بوختیا لري او د خپل هېواد د وضعیت څارنه پکې کوي. خو څرنګه چې د مګړۍ زیاتره رسنۍ د افغانانو د نظام په هکله بلا ډېرې منفي تبصرې کوي اوخبره یې تردې رسولې چې وایي د اسلامی امارت مشران ضدو نقیض څرګندونې کوي او دا د یو خورا ستر اختلاف پیلامه ګڼي. په همدې ملحوظ غواړو دغه موضوع وڅېړو او خپلو هېوادوالو ته قناعت ورکړو. ښکاره ده چې اوس هرڅه ښکاره او د پټېدو څه نه دي پاتې، ځکه خو موږ هم تر هرڅه ړومبی خپلو هېوادوالوته دا ور په یادوو چې ګورئ حافظه مو کنترول او د دښمن هغه تبلیغات او شایعات له یاده مه باسئ چې له تېرو یوویشتو کلو راهیسې یې د طالبانو او حقاني شبکې، پېښور او کوټې شوراګانو ترمنځ خپرول او خلکوته یې دا اندېښنه وراچوله چې دوی همدا اوس یوبل ته ګوته پر ماشه ناست دي! خوایا تاسې په همدومره اوږده موده کې له یو سوک، څاپېړې، ګرېوان او تڼۍ شکولو خبر شوي یاست؟ هیڅکله نه، اونه په دې هکله کوم دلیل او شاهد موندل کېدی شي. پاتې شوه داچې د اشغال ترخاتمې وروسته د یوښه، بسیا او پرمختللي هېواد لپاره طبیعی ده چې هر افغان عموماً او هر عالم، سیاستوال، استاد او شنونکی خصوصاً له خپل خپل عقل، فکر او پوهې سره سم اجتهاد کوي، معلومه ده چې وړاندیزونه، طرحې او مصلحتونه به یې هم جلاجلا وي. دغه راز د دیني او سیاسي بصیرت کچه هم یو بل سره توپیر لري او داهم چې ښايي ځینې پر دیني مستحباتو ډېر اصرار ولري اوځينې نور مصالح په نظر کې ونیسي. خو څه چې معلوم، واضح او مسلم دي هغه دادي چې د اسلامی امارت ګرد سره رسمي او نا رسمی منسوبین، خواخوږي او ټول با احساسه دیني علماء، طالبان، دینداره وګړي، نور استادان، محصلین ټولنیز مخور او مخلص وطنپال وګړي یوهم نه د نظام ورانی غواړي، نه د وطن بلکې له یوې مخې خپلواکي، پرمختګ او ځان بسیاینه غواړي.
مطلب افغان ولس یوڅواهم او خورا ضروري اصول او ارزښتونه لري چې یا د امارت یا نورو علماؤ، مبارزینو او مجاهدینو تر قیادت لاندې یې له تېرو څوارلسو پېړیو راهیسې همیشه د خپل سر په قربانۍ دفاع کړې او بیا به یې هم کوي. په دې اصولو کې اسلامی ارزښتونه، د هېواد خپلواکي، ناموس داري، غیرت د هېواد ملی ګټې اوسوچه افغاني کلتور غوندې مهم ارزښتونه شامل دي.
یاد اصول تردې کچې مسلم او اتفاقي دي چې که هرڅومره زورور اوښکرور سرغړونه ترې وکړي، دهمدې بې وزله ولس له خوا سخته سزا ورکول کیږي او بیا به په دې هېواد کې ژوند کول پرې حرام وي. په دې اساس ویلی شو چې کمونیستان سیکولران، لیبرالان، ملحدین، وطن پلورونکي، ناموسي دووسان او ټول پرنګي ډوله افغانان باید په دې حقیقت خپل سرونه ښه خلاص کړي چې دلته که د هېواد علماء او مشران د هېواد دمصالحو لپاره څه جلا جلا تعبیر سره خبرې کوي، تاسې هیڅکله مه ورته خوشالېږئ، دلته که هر ډول فیصله کیږي یا هر څنګه وړاندیزونه ویل کیږي، د هېواد او ملت پلورونکو ته به یې هیڅ ګټه ونه رسیږي. تردې چې که توبه ونه باسي پر خپلو ناوړو اعمالو پښېمانه هم نه شي او لا هم د هر ګبرو ترسا په دروازو ګرځي او دې سپېڅلي هیواد ته دښمنان را پیدا کوي، نوکه همدې حال کې خدای وطن ته راوستل، داسې کوتک به وخوري چې بیا به خپلو کړوسیوته هم دا وصیت کوي چې ګورئ د افغانانو پردین، کلتور او خپلواکي مه ورلګېږئ. لنډه دا چې افغانان به په هر صورت دهمدې نظام ساتنه کوي او لکه چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې یې چې له هر ډول پردیو یرغلونو، اشغالونو او عقایدو سره کوم شدید مخالفت او سخته مقابله کړې، همداسې به یې بیاهم کوي، البته ورسره به د اصلاحاتو هڅې هم روانې وي. ځکه اصلاحات په هر وخت او نظام کې یو معقول، مشروع او دوخت اړین توکي دی. ځکه د اصلاحاتو له پلي کولو پرته هم نظام ته ستونزې جوړیږي او هم ټول ملت ورسره کړیږي د مثال په ډول نن سبا د اصلاحاتو په لړکې زموږ لپاره ډېر مهم شی دادی چې یوه با صلاحیته شورا جوړه کړو چې د خلکو مخور استازي پکې ګډون ولري، دحکومت او چارواکو د ټولو اعمالو، قراردادونو، عدالت او بیت المال پوښتنه کولی شي او د مسؤلینو لپاره د صلاحیتونو قانون تصویب او په دې توګه د شخصی استبداد مخه ونیول شي. همدارنګه بله ضروري اصلاح داده چې حکومت له سمت پرستۍ او انډیوالیزم نه پاک شي او داهم زموږ راتلونکې ته سخت لوی زیان لري چې ټوله اجراییه قوه د ملایانو په لاس کې وي، دا چاره پرته له شکه منفی پایله لري. بله خبره هماغه د ښځینه و د تعلیم مساله ده ځکه یاده موضوع هم خطرناک بهرني عکس العملونه لري او هم خپله زموږ شدیده اړتیا ده. ځکه ښکاره ده چې زموږ هېواد که نور هیڅ نه وي لکونه ښځینه ډاکټرانوته اړتیا لري او همداسې زرګونو ډاکټري استادانوته یې. دغه راز دیني ښځینه استادانوته هم د لکونو تر کچې ضرورت دی او تردې ورها خوا مختلفو امنیتی او عدلي ارګانو کې که ډېرنه وي وړو وړو ښځینه ټولګیو ته خوښه ډېر ضرورت لرو ځکه افغانان ډېر سترمن وګړي دي چې دښځو په درملنه کې انتهایي ډېر محتاط دي او ددې مهم ارزښت ساتنه هلته کیږي چې په هر صورت دښځینه ډاکټرانو انتظام ورته ونیول شي. بنا پردې د اصلاحاتو لپاره هڅه او غوښتنه یې اصلاً د نظام دفاع، ملګرتیا او خدمت دی، نه دښمنی، تخریب او مخالفت.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *