سرمقالې

افغانستان د ځان بسياينې په لور

د افغانستان حکومت چې په مستقيم ډول د نړيوالو اشغالګرو په اشغال کې و او يا هم د بهرنيو استعمارچيانو د اجنټانو لخوا اداره کېده د تېرو څلورو لسيزو په لړ کې د مؤمنو او مېړنيو افغانانو د بې دريغه او لامثاله قربانيو په پايله کې د شرقي او غربي ښکيلاکګرو ناولې هيلې له خاورو سره خاورې کړي او افغانستان يې د هغوی له پليتو قدمونو وژغوره او واک د ملت او هېواد رښتينو بچيانو لاس ته ورغی، بې له شکه د شکر ځای دی له هغې ورځې چې په افغانستان کې اسلامي امارت واکمن شوی د هېواد په رغونه د سړکونو په جوړونه، د تجارت او سوداګرۍ په وده، زراعت په غوړېدا، له پارکونو د تاو شويو کټارو په رنګولو، له کابل سېند او ولايتونو څخه په نشه يي توکو روږدو په راټولونه او درملنه، د څلورو لارو په نوې بڼه رغونه بوخت دي.د قوشتيپې کانال چې له دريو ولايتونو بلخ، فارياب اوجوزجانه تيرېږي او ۲۸۰ کيلو متره اوږدوالی لري چې د يادو ولايتونو زراعتي ځمکې به ترې په منظم ډول خړوبېږي دغه کانال چې ۱۰۰ متره عرض لري د هېواد په کچه يو سترکانال ګڼل کېږي،د مرحوم محمدداوود خان پنځه کلن پلان کې شامل کارونه يې ښه په درز روان کړي،چې دا د افغان ملت او زموږ د هيواد لپاره يوه ښه زری او نيک پال بولم.همدارنګه اسلامي امارت په دې توانېدلی،چې له خپلو عوايدو د هېواد بوديجه وټاکي چې دا ګام د بهرنيو هېوادونو پرته ناشونی و، د خپل ملت او هېواد لپاره ستر وياړ ګڼم تېر فاسد نظام چې له بهرنيو مرستو برخمن و په دې ونه توانېده چې په دغسې اساسي او بنيادي پروژو کار وکړي برعکس د دغه رنګ پروژو لپاره ځانګړې شوې پيسې يې هم له ځان سره يووړې،په هېواد کې يې هم د عامو وګړو شتمنۍ او ځمکې غصب او د خپلو ځانونو لپاره بلډينګونه جوړکړل،د دوی له دغه ډول جناياتو څرګندېږي چې دغه د دې هېواد اصلي واکمنان نه بلې د پرديو ګوډاګيان وو،نو معلومه شوه چې اوسني واکمن زموږ د هېواد او ملت رښتيني بچيان او مالکان دي او ډېر ژر به که خدای (ج) غوښتل افغانستان په خپل ځان بسيا او پرمختګ په لور خوځښت پيل کړي او انشاءالله ډېر ژر به په خپلو پښو د دريدو توان ولرو. د يوه ودان او پرمختللي افغانستان د جوړېدو په هيله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *