افغانستانروغتیا

بغلان کې د سرې میاشتې روغتیايي ټيمونو نږدې د ۱۰۰۰ کسانو درملنه کړې

د بغلان د افغاني سرې میاشتې روغتیايي ټيمونو تېره میاشت په برکې ولسوالۍ کې د نږدې ۱۰۰۰ کسانو درملنه په وړیا ډول کړې ده.
د دغه ولایت د والي ویاند ملا علم مجیدي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د افغاني سرې میاشتې روغتیايي ټېمونه د بغلان د لرې پرتې برکې ولسوالۍ په هغو سیمو کې په فعالیت بوخت دي، چې خلک یې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
مجیدي زیاته کړه چې د روان ۱۴۰۲ کال په لومړۍ میاشت کې دغو روغتیايي ټيمونو ۹۹۲ نفره معاینه کړي چې په دې شمېر کې ۱۱۵ مېرمنو او ماشومانو ته واکسین ورکول شوی، ۱۲۲ مېرمنو ته تر ولادت وړاندې خدمتونه وړاندې شوي او د نارینه وو په ګډون ۷۲۰ نورو مېرمنو ته په ډله ییز او انفرادي ډول روغتیايي سپارښتنې او معلومات ورکول شوي دي.
په ورته مهال د برکې ولسوالۍ اوسېدونکي د یادو روغتیايي خدمتونو له عرضه کولو خوښ دي خو غوښتنه کوي چې په نورو برخو کې دې هم د روغتیا د برخې په څېر د دوی ستونزو ته رسېدنه وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *