لیکنېمقالی اوتبصرې

جعلي ارزښتونه

له کنډوالو او ویرانو راوتلو وږو ماشومانو، ښځو او بوډاګانو له خپلو پناه ځایونو وړاندې د خوړو تر لاسه کولو انتظار کاوه، دا ځل له بم غورځوونکو الوتکو او چورلکو دومره وېره ورسره نه وه، ځکه چې د بمونو پر ځای یې د خوړو ور غورځولو وعده کړې وه، خو د یوې کڅوړې پراشوټ بند پاتې شو او له را لوېدو سره یې ګڼ وږي فلسطیني کډوال د خوړو تر لاسه کولو په هیله بلې نړۍ ته وکوچېدل.
د وحشت څپو وران کړي ښار غزې ماښامونه تېر کال د روژه ماتي په رڼا ګانو او خوږو رنګین وو، نسبي امن او د خلکو تر منځ تګ راتګ د روژې برکتونه ورباندې لورولي وو، خو دا ځل تېر څو ماښامونه د اوښکو، وینو او سلګیو ماښامونه دي. دلته د لویدیځوالو او ملګرو ملتونو جعلي ارزښتونه لکه بشري حقوق، انساني درنښت، ازادي، د ښځې خوندیتوب، ازادې رسنۍ، د ماشوم ساتنه، د ملکي وګړو او کورونو خوندیتوب، د تېري مخنیوی او… هره شېبه ارزښت بایلي او خپل اصلي «مفهوم» څرګندوي.
د بیت المقدس په سپېڅلې خاوره دا د درد کیسه له نیمې پېړۍ زیاتې مودې سره تړلې ده، خو د تېرو څلورو میاشتو پاڼه یې د شپېتو زرو مسلمانو وګړو په یوویشتمه پېړۍ کې په رڼو سترګو د یوې ډله ییزې وژنې انساني تراژیدي ثبتوي او تر شا یې هغه څېرې بربنډېږي چې له خپلو جعلي شعارونو او ارزښتونو یې له لسیزو راهیسې نړۍ غولولې او د اسلامي هېوادونو د «مشرانو» پراخ بنسټه زړونه یې ورباندې تسخیر کړي دي.
زموږ د خواخوږۍ او مرستې وروستۍ وسیله بیا هم دغه معاصر وحشت ځپلو انسانانو ته دعا ده، هغه دعا چې روژه کې تر نورو وختونو لاځواکمنه او اغېزناکه وي، خو په ګڼو اسلامي هېوادونو کې یې هغوی ته پر رسمي او عامه دعا هم بندیز لګولی، هغه هم له دې وېرې چې د دوی د ارزښتونو ایجادګر او ښاغلي قاتلان به خپه شي.

ګل رحمن رحماني

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *