لیکنېمقالی اوتبصرې

دوه مخي، منافقت دی !

په دفتر کې ناست وم، یو ښه ځوان- چې وجاهت او جلال یې هم د قدر وړ و، راننوت؛ له لږ ځیر کتلو وروسته مې وپیژند چې دا خو مې د دورې ملګری دی، له حال_احوال پوښتلو وروسته مې ترینه د بوختیا او وظیفې په اړه وپوښتل؛ راته کړه یې چې د درس تر څنګ مې یوه اداره کې وظیفه هم پر مخ وړله، کال مې لا تیر کړی نه و، چې د یادې ادارې له یو مسؤل سره مې د ځینو حقایقو پر بنسټ بحث وشو، په فساد کې د ښکیلتیا او نورو اړوندو اداري ناچلو چارو مې یادونه ورته وکړه، خو سړی برګ شو او له ځینو توندو خبرو وروسته ترینه زه خپل ځای ته ستون شوم، د وخت په تيرېدو یاد مسؤل د ځینو تهمتونو په تړلو یو او بل تدبیر جوړولو، هماغه و چې اوس بېکاره یم؛ خو درسونو ته مې مخه کړې.
د ادارې په اړه چې ما هم معلومات لرل، ورته مې وویل فلان خو ښه وجیه، پټکی پر سر، هر وخت د ادارې خلکو ته مسایل هم بیانوي، ویل یي: ملګریه! داد خردجال زمانه ده، منافقت بیخي زیات شوی دی، د اکثرو خلګو په خوله یوه او په زړه بله وي، هغه چې موږ ته به یې پرون د اصلاح درس راکولو، له منافقت به یې وېرولو، نن خپله د منافقت پر لار روان دي، هغه چې پرون به یې موږ ته ویل، چاپسې تهمت تړل یا هم چغولي کول، د شیطان لاره ده، هیڅکله یې مه انتخابوئ، هغه چې پر منبر او درس کې به یې د عیش/ عشرت، پیسو، دنیا او نورو ناچیزه اړتیاوو قباحت بیانولو، نن یې د ترلاسه کولو لپاره هره روا او ناروا لاره نیسي، ځکه چې اوس په دغه لذت خپله روږدي شوي، پخوا خو یې څه لیدلي نه وه، ځکه یې د ړوند او کاڼه کانه کوله.
هغه ویل پوهیږې: ځینې خلګ تاته لکه د بني اسرائیلو د علماوو غوندې د دین او دیندارۍ، امانتدارۍ، اصلاح، خیانت او اخلاقو درس درکوي، خو له دوی ځان هیر وي؛ دوی د دنیاوي لذتونو د ترلاسه کولو لپاره هره ممکنه لاره لټوي، تر دې چې د شهرت، جاه طلبۍ، چاپلوسۍ او تملق په لټه کې وي، له ځان ټیټو خلکو ته په کمزوري نظر ګوري او یا هم هغه خلکو سره کار لري چې کمزوري ورته ښکاره شي، یا یې هم تملق او چاپلوسي نه کوي، خو له ځان پورته خلک او یا هم هغه چې یوه روپۍ/ دوه ګټه ورسوي، د هغه هرې ناروا ته به دلیل لټوي او مجال شته که په غلطۍ یې نظر هم ورڅرخوي؛ وینا او پر وړاندې یې درېدل خو پریږده.
د یاد ملګري په دغه حالت خپه شوم او له ځانه سره مې وویل چې خیر دا له فتنو او فسادونو ډک وخت دی، خامخا به په لسو کې ۲ سم او نور خطا وي، خو دا یو واقعیت دی چې په صفونو کې د داسې خلکو شتون، د لستوڼو د مارانو په څېر وي، دا هماغه خلګ دي چې یواځې اسایش، آرام، سکون او پیسه یې غرض وي، د نظام اولیتونه، ګټه او منافع خو پریږده؛ چې خپل آخرت هم ورځني هېر وي، دوی ته تر هر څه خپلې ګټې، کورنۍ، معاش، غر او پر خوند ورکوي، د خدای د بندګانو آزار، اداره او ولسي ګټو ته خو بیخي په ړنده سترګه هم نه ګوري.
هغه ته مې ویل خفه کیږه مه؛ خدای به ښه ترتیب دروکړي، ورته مې وویل چې موږ په اولو قرنو او منځنیو کې ډیر داسې مثالونه د تاریخ له زرینو پاڼو لرو چې پاک صفونه او حکومتونه د نورو د چاپلوسیو، منافقتونو او نااهله خلګو په ادارو د ننوتلو له امله بدنام او یا سقوط شوي، زیات تاوان یې لیدلی، ایوبي رحمه الله، د بغداد عباسي خلافت، عثمانیانو د همدې منافقانو له امله سختې ضربې ولیدلې، پرمختګونه یې په شاتګونو بدل شول او اوسنۍ زمانه او ۱۵مه صدۍ ده، دا خو د قیامت نږدې وخت دی، اوس خو په سلو کې یو سم او نور منافقان وي، احتیاط به کوو او په داسې دور کې د دغه سپیڅلي نظام د ساتنې لپاره به د ټولو منافقانو، مفسدینو او شریرو عناصرو چې دوه مخي وي، پرده پورته کوو او نظام به ترینه ژغوروو ان شاءالله.

م حمادشیرزاد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *