افغانستان

د اقتصادي همکاریو سازمان له افغان حکومت سره پر تعامل ټینګار وکړ

د اقتصادي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ځينو وزیرانو د افغانستان له سرپرست حکومت

د اقتصادي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ځينو وزیرانو د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر تعامل او په افغانستان کې پر سوله او ټیکاو ټینګار وکړ. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګښت مهم وباله او له سرپرست حکومت سره یې هم پر تعامل ټينګار وکړ. نوموړی وايي چې د اوسني حکومت څنډې ته کول د افغانستان د خلکو ستونزې لا زیاتوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، نړیواله ټولنه باید افغانستان ته د بشري او اقتصادي مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي د ۴ اعشاریه ۲ مېلیارد ډالرو غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي او همداراز د دغه هېواد د بانکي سیستم د احیا لپاره لارې چارې ولټوي. اسلامي امارت هم د سیمې له هېوادونو او همداراز د اقتصادي همکاریو سازمان له غړو هېواونو سره تعامل او ارتباطات مهم ګڼي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *