افغانستان

د بدخشان د سرو زرو کان کې دوه تنه مړه شوي دي

د بدخشان په ياوان ولسوالۍ کې د سرو زرو کان نړېدو له امله دوه کان کيندونکي مړه شوي دي. د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدين احمدي وايي چې دغه پېښه تيره ورځ د ياوان ولسوالۍ د “قطاربيد” سيمې د سرو زرو په کان کې رامنځته شوې ده. نوموړي زياته کړې چې په دغه پېښه کې يو بل کان کيندونکى ټپي شوى هم دى. احمدي همدارنګه ويلي چې په کان کې د مړو شوو کسانو جسدونه د يادې ولسوالۍ د امنيتي مسولينو او سيمي خلکو لخوا تر څلورو ساعتونو عملياتو وروسته له خاورو څخه را ايستل شوي
دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *