اقتصاد او رغونه

فراه کې د څښاک اوبو ٦ شبکې جوړېږي

شریعت: د فراه ولايت د پشترود ولسوالۍ په ٦ کلیو کې د ٢٢ ميليونو ٨٩٩ زره او ٧٠٠ افغانیو په لګښت د څښاک اوبو ٦ شبکې جوړېږي. د یادو شبکو د پرانیستلو پر مهال د دغه ولایت د کليو، بیا رغونې او پراختیا رئیس مفتي محمد نسيم سرهنګ وویل، چې دغه شبکې د AHF موسسې په مالي ملاتړ د پشترود ولسوالۍ په نهر دشت، باغ بیرجن، مساو، چارماست، چین فارسي، چهارده او کندر کلیو کې د ٢٢ ميليونو ٨٩٩ زره او ٧٠٠ افغانیو په لګښت جوړېږي، چې چارې به يې د ٦میاشتو په موده کې بشپړې شي. ورته مهال د یادو کلیو اوسېدونکو د دغو شبکو په جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې په دې سره به یې په یاده برخه کې ستونزې حل شي. د یادونې وړ ده، چې د یادو شبکو په جوړېدو سره به ١٣٠٠ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *