دینې لیکنېلیکنې

د رمضان یوولسمه او دوولسمه ورځ؛ د تاريخ له پاڼو

١_ د سعيد ابن جبیر رح شهادت
مشهور تابعي، إمام، حافظ او مفسر سعيد ابن جبیر رض په ٩٥هـ کال د رمضان په يوولسمه ورځ د ظالم پاچا حجاج بن يوسف ثقفي له لوري په شهادت ورسول شو. نوموړي له ام المؤمنين عائشې، ابن عباس، عبد الله بن مغفل، عدي بن حاتم، أبي موسى الأشعري، أبي هريرة، أبي مسعود البدري، ابن عمر، أنس او أبي سعيد الخدري(رضي الله عنهم) څخه احادیث روايت کړی دی. کله چې حجاج د ترک باچا «رتبيل» مقابلې ته إبن الأشعث وليږل، سعيد بن جبير رح يې د لښکر په لګښتونو مشر وټاکل، حجاج وروسته له هغه چې إبن الأشعث او سعيد بن جبير رح يې دواړه له دندې ګوښه کړو، د إبن الأشعث په نيولو برلاسه شو، خو سعيد بن جبير رح اصفهان ته وتښتېدل، حجاج په اصفهان کې خپل ځای ناستي ته د سعيد ابن جبیر رح د نيولو امر وکړ، نوموړی چې خبر شو، سمدستي له همغه ځايه هم په پټه لاړ، بيا هم هر کال به يې حج او عمره کوله، بلآخره په مکه معظمه کې هستوګنې ته اړ شو، يو چا ورته له حجاج څخه د تيښتې مشوره ورکړه، نوموړي ورته وویل: نور له الله تعالی څخه حیا راځي چې له دغه ځايه ځم، خالد بن عبدالله قسري د حجاج په اشاره هغه ته سعيد بن جبير، عطاء بن أبي رباح، مجاهد، عمرو بن دينار او طلق بن حبيب ولیږل، عطاء او عمرو بن دينار يې بيرته و بښل، طلق بن حبيب په لاره وفات شو، مجاهد رح د حجاج تر مړينې په زندان کې پروت و او سعيد بن جبير رح باندې د وژلو پرېکړه وشوه. له څو پوښتنو او ځوابونو وروسته د سعيد ابن جبیر رح سر له تنه جلا شو او په شهادت ورسول شو، په همدې جلا سر يې درې ځله کلمه وویله او خپل روح يې خالق لایزال ته وسپارل. حجاج د سعيد له شهادته څلويښت ورځې وروسته مړ شو او کله چې به ويده شو، خوب به يې لید، چې سعيد بن جبير رح تر ګریوان نیولی وي او ورته وايي: ای د خداى دښمنه! په څه دي ووژلم؟
٢_ د صفويانو ماتې
د عثماني خلافت سلطان مراد الثالث په ٩٨٥هـ کال یو لوی لښکر تیار کړ او د جورجیا پلازمېنې «تفلیس» ته له جګړې سره ننوت، د ژمي په رارسېدو سره جګړه معطله شوه او د اوړي په رارسېدو سره عثماني ځواکونه اذربايجان ته وګرځېدو، د قفقاز په شمال کې «شماهي» ښار کې د عثماني ځواکونو او صفويانو ترمنځ سخته جګړه رامنځته شوه او ٩٨٦هـ د رمضان په يوولسمه ورځ دا جګړه د عثماني ځواکونو په بريا او د ١٥٠٠٠ صفويانو په وژنه او ماتې پای ته ورسېده.
٣_ د جنكيز خان هلاکت
د مغلو د امپراتوري بنسټګر تيموجين د يسوكاي زوی چې په جنکیز خان مشهوره و، د نړۍ مشهور خونخوار، د ميليونونو ښځو، ماشومانو او بوډاګانو وژونکى او د ډېرو ښارونو ویجاړونکی په ٥٤٩هـ کې پیدا او ٦٢٤هـ د رمضان په يوولسمه نېټه مړ شو.
د رمضان په دوولسمه نېټه
١_ د «بُوَيْب» معرکه
دا ستره معركة د عمر بن الخطاب رض په زمانه د فارسیانو او مسلمانانو تر منځ وروسته له هغه رامنځته شوه، چې د «جسر» په پېښه کې مسلمانانو د ايرانيانو په وړاندې ماتې وخوړه، په دې معركة کې د اسلامي لښکر مشر مثني بن حارثه رض خپل پوځونه د «بُوَيْب» لوري ته متوجه کړو، نوموړي د «فرات» رود لویدیځ لور ته داسې ځای انتخاب کړ چې د مسلمانانو او کفارو تر منځ فاصله وه، له څه وخت وروسته نور کومکي لښکرونه را ورسېدو چې د مسلمانانو ټول شمېر اته زره او د فارسیانو شمېر له شپيتو تر اويا زره پورې و.
مثني بن حارثه رض دا تکتیک په پام کې ونيول چې د کفري لښکر په منځنۍ برخه يې بريد وکړ، کفار دوې ډلې شو او مسلمانان يې په وژلو بریالي شو، همهاله جرير بن عبدالله رض د کفارو مشر مهران ووژل چې وژنې يې د پلویانو په روحيه خورا بد اغېز وکړ، کفارو د تيښتې هڅه وکړه، خو مثني بن حارثه رض په خپله لاړ او هغه پل يې له منځه یووړل چې د تيښتې لاره پرې تیره شوې وه، په همدغه ځای کې کفار له محاصرې وروسته مات شو او تر پنځوس زره زيات کسان یې ووژل شو.
٢_ د مسجد نبوي سوځيدل
په ٨٨٦هـ کال چې کله په مدينه منوره کې سخت بارانونه پيل شو، په دغه وخت کې د تندر یوه د اور ټوټه د مسجد نبوي په آذان خانه را پرېوته چې له امله يې داسې اور ولګيده چې وژل يې د خلکو له توانه بهر و، لومړی د مسجد بام اور واخیست او ټول ديوالونه، پکې پراته کتابونه او قرآنکریمونه و سوځېدل، همداراز شيخ شمس الدين بن الخطيب هم د آذان کولو پر مهال شهید شو.
٣_ د ابن جوزي رح وفات
أبو الفرج عبدالرحمن بن جوزي رح چې د نسب شجرة يې أبو بكر الصدّيق رض ته رسېږي، په ٥١٠هـ په بغداد کې وزیږېد او په ٥٩٧هـ کال د رمضان په دوولسمه نېټه وفات شو، په مړینه یې ډیرې د غم اوښکې توی شوې او د رمضان تر پایه یې د قبر تر څنګ د ایصال ثواب ختمونه روان و. نوموړي په ماشومتوب کې د تبليغ، تدریس او تصنیف وړتیا په ځان کې پیدا کړه،
لکه دی چې وايي: ما لومړنی تصنيف په ديارلس کلنۍ کې وکړ. د شاوخوا زرو کتابونو لیکوال او د اغیزناک وعظ او تبلیغ څښتن و، د وعظ مجلس ته به يې د وخت د پاچاهانو، وزیرانو او نورو لوړ رتبه کسانو په ګډون يو لک کسان حاضرېدل، نوموړی وايي: په خپلو ګوتو مې زرګونه کتابونه لیکلي، یو لک کسانو زما په لاس توبه ايستلې او شل زره نور مې بيا په لاس مسلمان شوي دي.

حسان مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *