دینې لیکنېلیکنې

روژه کې د اعتکاف کولو فضيلت او ثواب

مسلمانانو وروڼو د رسول الله مبارک به دا عادت و،چې د رمضان په وروستیو لسو شپو کې به يې اعتکاف کولو د رمضان مياشتې د شلم تاريخ د لمر پرې وتو نه لږ مخکې رمضان د يو کم ديرش يا ديرشم تاریخ د لمر پرې وتو پورې د ښځو لپاره د خپل کور په داسې ځای کې کوم چې يې د لمونځ لپاره مقرر کړی وي په پابندي او اهتمام سره کيني او سړی په داسې جومات کې چې پنځه وخته د امامتي لمونځ په کې کېږي دې ته اعتکاف وايي د دې ډېر لوی او عظيم الشان ثواب دی چې اعتکاف ته کيني،نو بغير د ضروري حاجت نه او د خوراک لپاره د راوتو نه نور راوتل د هغې ځای نه جايز نه دي که د خوراک راوړلو څوک وو، نو بيا به د خوراک لپاره هم نه راوځي هر وخت به هلته پاتې کېږي او هلته به ويده کېږي او غوره داده چې هسې دې نه کيني د قرآن کريم تلاوت دې کوي ډېر ډېر نفلونه دې کوي تسبيح او تهليل دې کوي او که حيض يا نفاس ورله راغئ نو بيا دې پاتې کړي ليکن له پاتې کيدو نه وروسته به صرف د دغې يوې ورځې د اعتکاف قضا راوړي که په رمضان کې راوړي نو د رمضان روژه ور له پوره ده او که بله ورځ وه روژه به ورسره نيسي په اعتکاف کې جماع او کوروالی جايز نه ده د حضرت عبدالله ابن عمر نه روايت دی چې نبي کریم ص به د رمضان اخرې لسو ورځو کې اعتکاف کولو (متفق علیه) د حضرت عايشه (رضي الله عنها)نه روايت دی چې نبي کريم به تل د رمضان اخرو لسو ورځو کې اعتکاف کولو تر دي چې الله تعالی واخيستلو بيا د نبي کریم ص بيبيانو د هغې نه وروسته په دې ورځو کې اعتکاف کولو. متفق علیه
د حضرت ابو هريره رضی الله عنه نه روايت دی چې نبي کریم ص به هميشه هر رمضان کې لس ورځې اعتکاف کولو نو بيا چې په کوم کال د دنيا نه رحلت کولو نو شل ورځې اعتکاف يې وکړو (بخاري شريف) ښاغلو مسلمانانو وروڼو کوښښ وکړئ د رمضان مبارکې مياشتې په اخري عشره کې اعتکاف درنه پاتې نه شي ځکه چې په دغه شپو او ورځو کې د قدر شپه راځي او هغه شپه د زرو مياشتو نه غوره او افضله ده که څوک ډېر د کار مجبوره نه وي بايد چې په دغه اخيري عشره کې خپل ټول کارونه وتړي او د الله تعالی په کور کې جرګه شي چې کله هم الله تعالی د دغو مسلمانانو نه اعتکاف قبول کړی او دغه شپه يې نصیب شي د ثواب په اعتبار سره د ده زر مياشتې عمر زياتېږي چې ډېر زيات کلونه راځي الله تعالی دې موږ او تاسو ټولو مسلمانانو وروڼو ته په دې باندې د عمل کولو توفیق رانصيب کړي امين ثم امين

مولوي عبدالجبار دروېش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *