مرکې

د شریعت ورځپاڼې ځانګړې مرکه؛ په تېر یوه کال کې څه د پاسه يو ميليون  کډوال راستانه شوي

تقریباً ۴۳ کاله کیږي، چې افغانانو کډوالۍ ته مټې را بډ وهلي دې، چې لا اوس هم دوام لري، کله چې شوروي اتحاد په افغانستان

تقریباً ۴۳ کاله کیږي، چې افغانانو کډوالۍ ته مټې را بډ وهلي دې، چې لا اوس هم دوام لري، کله چې شوروي اتحاد په افغانستان یرغل وکړ، په میلونونه افغانان د خپل وطن پریښودو ته اړ شول او نورو ګاونډیو هیوادونو ته مهاجر شول، ورپسې یو څه داخلې جنګونو مهاجرت ته اړ کړل او په ۲۰۰۱م کال کې کله چې امریکا په افغانستان باندې یرغل وکړ، نو یوځل بیا یوه اندازه افغانان مهاجر شول، د څه وخت  تیریدو سره ځینې بیرته هیواد ته راوګرځیدل، خو نور یې لا تر اوسه د مهاجرت ژوند تیروي، چې له مختلفو ستونزو سره مخ دي. تر څو به پردیو هیوادونو کې اوسیږو او تر کومه به زوریږو، نو اوس یې ښه وخت دی، چې دغه مشکلات حل کړو، ځکه چې هیواد مو بشپړ امن دی او دا د بېرته را ګرځیدو.لپاره ښه موقع ده، تر څو په شریکه د هیواد د ابادۍ لپاره مټې راونغاړو او په ګډه خپل هیواد جوړ کړو.

دا چې څومره افغانان اوس د کډوالي ژوند تیروي، له کومو.مشکلاتو سره مخ دي، له دوی سره څه ډول مرسته کیږي او دې ته ورته پوښتنو د ځواب موندلو  لپاره زمونږ خبریال حسن خان اتل د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له ویاند ښاغلي مفتي عبداللطیف حقاني سره مرکه کړي.

پوښتنه:  په پاکستان او ایران هیوادونو کې څومره افعان کډوال ژوند کوئ؟

ځواب: په ټوله نړۍ کې مونږ نږدې (۷) میلیونه مهاجرین لرو، چې د هغې له جملې څخه (۳) میلیونه په ایران کې، (۳) میلیونه په پاکستان کې او د یو میلیون په شاوخوا کې د نړۍ په نورو مختلفو هېوادونو کې میشت دي

پوښتنه: څومره تعداد افغانان په پاکستان کې د اوسیدو قانونی اسناد لری او څومره یې غیر قانونې اوسیږی؟

ځواب: په پاکستان کې تقریبا (1.386.435) په تعداد هغه افغانان دي، چې POR کارتونه لري او (800) زره هغه افغانان دي، چې ACC  کارتونه لري او پاتې نور یې غیر راجستر دي

پوښتنه: په دې ورستیو کې په کراچۍ او سند ایالات کې افغانان نیول شوی کره شمیر یې څومره دي؟

ځواب: په دې ورستیوکې تقریبا (۱۵۰۰) سوه افغانان د پاکستان په سند ایالت کې نیول شوي و، چې یو تعداد یې د مهاجرینو چارو وزارت او د بهرنیو چارو وزارت په هلو ځلو په هغه اولو ورځو کې ازاد شوي وو او یوتعداد تېره ورځ له زندان څخه ازاد او هېواد ته راستانه شول

پوښتنه: د مهاجرینو محترم وزارت په پاکستان کې نیول شو افغانانو په اړه کوم اقدامات کړئ دې په  تفصیلی ډول جواب راکړئ؟

ځواب: له کله نه چې دغه افغانان نیول شوي، د مهاجرینو چارو وزارت هم مهاله د خلاصون لپاره لاس پکار شوی په پاکستان هېواد کې د سفران وزارت او د مهاجرینو عالي کمشنرۍ سره مونږ وخت په وخت ناستې کړي دلته د پاکستان سفیر مو وزارت ته راغوښتی و دغه ستونزې مو ورسره مطرح کړي دي، همدا راز څو ورځې وړاندې پخپله د مهاجرینو وزیر د پاکستان د سفران وزیر سره ټلفوني اړیکه نیولې وه او د بندیانو د خلاصون غوښتنه یې ترې کړې وه، په هرصورت مونږ ډېرې هڅې کړي دي، چې په پایله کې لله الحمد تاسو ولیدل چې ډيری افغانان ازاد شول او د پاتې نورو لپاره هم هڅې روانې دي.

 پوښتنه: په عمومی ډول څومره افغانان مهاجر دي؟

ځواب: په ټوله نړۍ کې مونږ نږدې (۷) میلیونه مهاجرین لرو، چې د هغې له جملې څخه (۳) میلیونه په ایران کې، (۳) میلیونه په پاکستان کې او د یو میلیون په شاوخوا کې د نړۍ په نورو مختلفو هېوادونو کې میشت دي

پوښتنه: د پاکستان هیواد ویزه اخیستل له ستونزو څخه خالې نه ده او ډېر وخت اخلي، چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دې، ایا د دې ستونزې د حل لپاره مو څومره کار کړی دی؟

ځواب: هو!  په دې اړه مونږ له پاکستاني چارواکو سره په هره ناسته کې دغه ستونزه مطرح کړې ده، په پاکستان کې میلیونونه افغانان ژوند کوي، هغوی د مړي ژوندي لپاره تګ راتګ کوي، ځینې افغانان د تداوي لپاره ځي، نو اړینه ده، چې په ویزو کې اسانتیا رامنځته شي او یا په بدیله لاره فکر وشي، ترڅو د غیرقانوني تګ راتګ مخنیوی وشي

پوښتنه: دا چې په هیواد کې وروستیو طبیعي پیښو خلک دې ته اړ کړل، چې له یو ولایت څخه بل ولایت ته کډوال شي او اوس مهال چې سوړ ژمی دي، د داخلی بیځایه شوو کسانو ته مو کومې اسانتیاوی برابری کړئ دي؟

ځواب: مونږ په هر ژمي کې د ژمنیو مرستو برنامه لرو، مخکې به مو د سون توکي او ګرمې البسه ویشلې، سږکال مو د دې لپاره چې په کار کې اسانتیا رامنځته شي او هرچاته خپلې اړتیاوې پخپله ښه معلومې دي، نو نغدي مرستې مو وویشلې او دا لړۍ اوس هم جریان لري

پوښتنه:  د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو محترم وزارت، په 1401 کال کې کومې لاسته راوړنې لري؟

ځواب: لاسته راوړنې الحمد لله ډېرې وې، خو په لنډ ډول وایم، چې په تېره یوه کال کې ۱۱۰۰ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي.

 څه باندې یو میلیون افغانان داخلي بېځایه شوي په خپلو سیمو کې بېرته ځای پرځای شوي.

همدارنګه د ۴ میلیونه په شاوخوا کې افغانانو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو، چې نغدي، البسه او د کور جوړولو ابزار پکې شامل وو، مرستې ترسره شوي.

پوښتنه: د اینده لپاره ستاسو پلانونه څه دې د داخلی بیځایه شو او په بهر کښې دمهاجرینو په اړه په دې هکله راته معلومات راکړئ؟

ځواب: په کوربه هېوادونو کې د مهاجرینو وضعیت ته لاسرسی. د مهاجرینو پخپله خوښه او منظمې راستنېدنې پروسې پیاوړتیا. د راستنېدونکو او بېځایه شوو د بیا (ځای پرځای) کولو د بهیر اسانتیا. د داخلي بېځایه شوو وضیعت ته لاسرسی زمونږ د پلانونو عمده برخې دي.

پوښتنه: هیواد ته د بېرته راستنیدونکو کډوالو سره تاسو کوم ډول مرستې کوئ او کومې نړیوالې موسسې تاسو سره په دغه برخه کې همکاري کوي؟

جواب: د بېرته راستنیدونکو کډوالو سره په مختلفو برخو کې لکه نغدې، خوراکي توکو، د کور ضروري سامان او همدارنګه د کور جوړولو برخه کې ورسره مرسته کوو. په دې برخه کې عموما له مونږ سره دوه موسسات همکاري کوي، چې یو یې UNHCR موسسه او بل یې IOM ده، چې UNHCR موسسه له هغو افغان کډوالو سره مرسته کوي، چې هلته د اوسیدو قانوني اسناد ولري، که هغه په هر هیواد کې وي لکه پاکستان، ایران او داسې نور هیوادونه، د دغو له جملې څخه که هر څوک په خپله خوښه هیواد ته راستنیږي نو دوی له هر فرد سره د درې سوو (۳۰۰) څخه زیاتو ډالرو مرسته کوي او همدا شان د کور جوړولو په برخه کې هم مرسته ورسره کوي، دویم هغه کډوال چې په کوربه هیواد کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري، نو هغوی سره د IOM موسسې له خوا د هر فرد سره ۳۰۰۰ افغانۍ مرسته کیږي، همدا شان هغوی ته د کور خوراکي او غیر خوراکي سامان ورکول کیږي.

اوسمهال مونږ په یو میکانیزم باندې کار روان کړی، چې دلته په هیواد کې د کډوالو لپاره کوم ښار ګوټي دي منتخب شوي دي د هغو په جوړولو باندې کارکوو، تر څو کډوالو ته پکې هغه لومړنۍ اسانتیاوی برابري کړو لکه مکتب، مسجد او لارې. دلته به هغو کډوالو ته نمرې ورکول کیږي، چې مستحق وي او هم به د کور په جوړولو کې ورسره مرسته کیږي.

پوښتنه: څو ورځې وړاندې د کراچۍ زندان نه یوه اندازه افغانان ازاد شول، چې راپورونه وایي په پاکستان کې د افغان سفارت په هلو ځلو راخلاص شول، خو بلخوا یې د PTM یا پښتون ژغورنې غورځنګ هم د راخوشي کېدو دعوې کوي دغه د دوی خبرې تر کومه ځایه صحیح دي؟

ځواب: په اصل کې د دوی دعوې له حقیقت څخه لري ده، ځکه زندان ته په ورتګ سره له هغوی سره ملاقات کولو او عکسونو اخیستلو سره او هغه په ټولنیزو رسنیو باندې نشرولو سره څوک د زندان څخه نه راخلاصیږي، چې دوی یواځې همدا کار کړی او بس. بندیان په ډیپلو ماتیکو هڅو سره او د همغه هیواد د چارواکو سره په ناسته باندې کیږي، چې دغه هڅې مونږ په پوره ډول کړې دي او کوو یې.  حسن خان اتل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *