افغانستان
د عملياتو په ترڅ کې شپږ تنه خوارج په ننګرهار کې ونيول شول
شریعت: د ملي دفاع وزارت د هېواد په ختیځ کې د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په پایله کې د ۶ تنه خوارجو د نیول کېدول خبر ورکړی دی.
شریعت: د ملي دفاع وزارت د هېواد په ختیځ کې د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په پایله کې د ۶ تنه خوارجو د نیول کېدول خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو يې په ننګرهار ولایت کې د خوارجو په یو پټنځای چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۶ تنه خوارج نیول شوي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دغو عملیاتو کې ۱ میل کلاشینکوف، ۱ تومانچه او یو شمېر نور نظامي توکي هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې نیول شوي کسان د نورو پلټنو په موخه اړوندو ارګانونو ته ورمعرفي شوي دي. د ملي دفاع وزارت همدارنګه ډاډ ورکړی، چې هیچا ته به اجازه ورنکړي، چې د هېواد امنیت ګډوډ کړي.