د مدينې پر لور
اقبال په همدغه شوق او خوشحالۍ مزل لنډوي تر څو مدينې منورې ته رسېږي؛ هلته د سفر ملګري ته وايې: زما قدرمن ملګرى! زه او ته نن خپل پخواني آرمان ته رسېدلي يو راشه چې له محبوب سره څو کلمې خبرې وکړو او اوښکې يې پښو ته نثار کړو.
بيا اى همنفس با هم بناليم
من و تو کشتهی شأن جماليم
دو حرفى بر مراد دل بگوئیم
به پای خواجه چشمان را بمالیم
وروسته په همدې نيکمرغۍ باندې غبطه خوري چې څنګه د رسول الله صلى الله عليه و سلم د سلطانۍ بارګاه دروازه اقبال غوندې درويش انسان ته خلاصېږي! نو ځکه ځان ته ځواب وايې چې: «د تعجب ځاى نه دى په دغسې دربار کې لوڅې پښې ميینان د زمانې تر پوهانو غوره وي».
حکيمان را بها کمتر نهادند
به نادان جلوهی مستانه دادند
چه خوشبختی چه خرم روزگاری
در سلطان به درویشی گشادند
اقبال د خوشحالۍ او سعادت په دغسې ستر عالم کې بيا هم اسلامي امت او د هند ملت نه هېروي، په صادقانه لهجې او غښتلي کلام يې د زړه دردونه بيانوي چې:
مسلمان آن فقير کج کلاهى
رميد از سينه او سوز و آهى
دلش نالدا چرا نالد؟ نـدانـد
نگاهی یا رسول الله نگاهی
هغه وايې: اى د الله تعالى ستر پيغمبره! زه د داسې امت په اړه څه درته ووايم چې د شوکت له بام څخه د انحطاط د کندې تل ته رالويدلى وي؟
چه گویم ز آن فقیری دردمندی
مسلمـانی به گـوهر ارجمنـدی
خدا این سخت جان را یار بادا
که افـتادسـت از بام بلـندی
وروسته د همدې انحطاط پر لاملونو ږغېږي او وايې: د امت په بې نظمۍ کې ستر لامل د رهبريت او امامت نه شتون دى (هر يو ځان تر بل غوره بولي او د يوه انسان پر رهبريت نه راټولېږي).
هنوز این چرخ نیلی کج خرام است
هنوز این کاروان دور از مقام است
ز کــار بـینــظام او چـه گویم؟
تو میدانی که مـلت بیامـام است
وروسته وايې: په اوسنيو مسلمانانو کې د زيار اېستلو، لوړ همت او تجدد څرک لا نه تر سترګو کېږي؛ لکه څنګه چې يې جېبونه له لوټونو تش دي په همدا ډول يې تېکې له تورو تشې دي او هغه کتاب چې مسلمانانو يې په مټ درسته نړۍ فتحه کړه د کور د طاق په کونج کې پروت دى.
نماند آن تاب و تب در خون نابش
نرويـد لاله از کشـت خرابـش
نـيام او تهـى چون کيـسهی او
به تاق خـانـه ويـران کتــابش
نور بـيا …
ليکوال: سيد ابوالحسن ندوي رح / ژباړن: محمدصادق طارق اوومه برخه