ادبشعرونه

د نازک خیاله شاعرکاظم خان شیدا نسبي پېژندنه

اوس یې پل په مړو ایرو نشته عالمه
آواره شـیدا د څـه دوهـې ملنګ و
د نړۍ په هره ژبه کې ګڼ شمېر شاعران او لیکوالان تېر شوي،خو ځینو ادیبانو بیا د خپلو شاعرانو په مدحه او ستاینه په بېلابېلو هنري او ادبي اړخونوکتابونه لیکلي او د نورې نړۍ خلکو ته یې ورپېژندلي، خو یوازې پښتانه دي چې شاعران، لیکوالان او ادیبان یې له دغه امتیازه بې برخې پاتې شوي او په تذکره او ادبي فعالیتونو یې چا رڼا نه ده اچولې او نه یې په آثارو کره کتنه او علمي څېړنه کړې ده ، په پښتنو کې داسې شاعران هم شته چې دکیفیت له لحاظه یې د شعر هر بیت ځانګړې فلسفه او د الهي معرفت ځلانده ډېوه ده،خو دریغی چې د نه پاملرنې له وجې یې ادبي تخلیقاتو او شعرونو ته آن د ښوونځیو په نصاب کې هم ځای نه دی ورکړل شوی، د پښتو ژبې زیاتره شاعران د مغلو د واکمنۍ په زمانه کې تېر شوي ، مغل له پښتنو سره سخت وران وو،د دوی فرهنګ یې تر خپله وسه له منځه وړی ځکه دوی نه غوښتل چې پښتانه دې په ادبي او هنري ډګر کې وځلېږي،نو ځکه یې د پښتو د ادبیاتو تاریخ ته د خپلو اجنټانو په واسطه په خپل زړه بدلون ورکاوه او یایې تت ساته او یا به یې داسې لار ورکوونکي متنونه ور شامل کړل چې اوس اوس یې د نړۍ له ادبي او تاریخي آثارو سره په مقایسه اصل حقیقت راوځي،د مغلو په زمانه کې د پښتنو په نسبي تاریخ کې داسې ګمراه کوونکي روایات هم را منځ ته شول چې نن ځینې ساده ګان په پټو سترګو پرې استناد هم کوي د پښتنو د بني اسرائیلیت موضوع مغلو را پورته کړه، انګرېزي استعمار بیا د پښتنو په سر بله ټکه وه چې دوی یې په دوو برخو ووېشل او د سر سړی یې په کې پرې نښود ، داچې پښتون غیرتي قوم دی نو دا شیطاني لړۍ لا تراوسه هم په غیر مستقیم ډول د انګلیسي ګوډاګیانوپه واسطه روانه ده .
په هرصورت زموږ مقصد د آواره شیدا په نسبي پېژندنه را څرخي،خو داچې آواره شیدا په نسبي لحاظ د خوشحال خان خټک کړوسی دی یا نه ؟ یوازې کامل مومند په دې اړه شک ښودلی او موضوع یې رسنیزه کړې کله چې ارواښاد کامل مومند د تاریخ مرصع د متن اوحاشیو تربشپړولو وروسته په ۱۹۷۴ کال کې په دغه رساله سریزه لیکله، نو د افضل خان خټک په زامنو کې یې د کاظم خان نوم چېرته نه ولیدلی او هم یې د کاظم خان شیدا په دیوان کې چې د خپل پلار افضل خان په مړینه يې دوې قطعې شعر ویلی و نه و لیدلی،نو له دې امله چې ده هېڅ داسې باوري شهادت ونه موند چې کاظم خان شیدا د افضل خان زوی وبولي،نو ځکه یې دا قطعې هم د افضل خان د مړینې ونه بللې او خپل شکونه او پوښتنې یې په لاندې ډول طرح کړې .
۱ـ په تاریخ مرصع کې زموږ د مورخ افضل خان د زامنو په یاد شویو نومونو کې د محمد کاظم خان شیدا نوم نه دی راغلی .
۲- د کاظم خان شیدا په ګڼو تاریخي قطعو کې یوه د دوو وروڼو فتح الله او الله نور په مړینې مرتبته ده چې کال یې ۱۱۸۹هجري ښودل شوی،په مقدمه کې یې د محمد عابد خان نوم هم د خپل ورورپه توګه اخیستی دی
دلته یوه بله مهمه موضوع هم د کاظم شیداخان شیدا په اړه شته چې د دوی پلار افضل خا ن وفات شو،نو د قوم مشري د هغه ورور اسد الله خان قبضه کړه چې دا د کاظم خان شیدا د دومره سخت خپګان سبب شوه چې خپل کور او کلی یې پرېښودل او کشمیر ته ولاړ د هغه دا خپګان دومره ژور و،چې په ژوند هېڅکله خپل پلارني ټابوبي او کلي ته را نغی کله چې همالته ومړ،نو بیا یې نعش خپل کلي ته راوړل شو.
د آواره شیدا د کتاب د ۱۲ مخ په حواله تر هر چا لومړی پوهاند صدیق الله رشتین د کامل مومند د اثرپه اړه یو انتقادي مطلب ولیکه او هغه یې د کابل پوهنتون د وږمې په مجله کې خپورکړ،چې غورچاڼ یې دا سې ؤ (کاظم خان شیدا د افضل خان زوی د اشرف خان هجری لمسی او د خوشحال خان خټک کړوسی ښودل شوی او دلیل دا راوړل شوی کله چې تاریخ مرصع لیکل کېده په هغه وخت کې کاظم خان نه و پیدا شوی مرحوم ریښتین لیکي : د کاظم خان د خټک ولي او د افضل خان د زوی ولي لپاره د ده خپل شعرونه پاخه شاهدان دي . لنډه داچې متاخرو څیړونکو د کلام په اتفاق د سیمه ییزې مطالعې په بنا هم د آواره شیدا په اړه د رشتین قول د تائید وړ بولي اوبل لوی دلیل دا هم دی چې د کاظم خان شیدا شعري قریحه هم د خوشحال خان کورنۍ ته ورته ده ځکه دا قریحه د خوشحال خټک په کورنۍ کې تر ډېرښکته نسلونو پورې را غزېدلې چې دې قریحې د دې کورنۍ د شاعرانو تر منځ یومشابه شعري مزاج درلود .

حیات الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close