سرمقالې

د نشه یي توکو د مخنیوی لپاره جدي هڅې په کار دي!

د چارو ادارې ریاست په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د ریاست الوزراء له خوا په هېواد کې د مخدراتو مخنیوي لپاره د مبارزې پرتګلاره د غورکولو یو هیئت وټاکل شو چې د مخابراتو، عدلیې، اقتصاد او چارو ادارې یو شمیر کسان پکې شامل دي. د ریاست الوزراء له لوري دغه ګام په  داسې حال کې اخیستل شوی چې تېره اونۍ له یوې خوا د ملګرو ملتو اړونده ادارې له خوا افغانستان کې د نشه یي توکو په کښت، قاچاق او صدور کې د (32) سلنې زیاتوالې خبر ورکړی شو خو بل لورته بیا د  کورنیو چارو وزارت ویاند په ټول هېواد کې د مخدراتو د صفر اعلان وکړ! البته سره له دې چې د اسلامي امارت له خوا د هېواد په لروبر کې پر نشه یي توکو مطلق بندیز لګول شوی او د مشرتابه د یو فرمان په ترڅ کې یې کښت، استعمال، قاچاق او خرڅلاو یومخ ممنوع بلل شوی خو له بده مرغه بیاهم له ځینو سړو سیمو داسې رپوټونه ترلاسه شوي چې دهمدې مني په سرکې لا د کوکنارو نوې کرنه تایید وي. اوس نوکه چېرې دغه ډول رپوټونه رښتیني وي، ښایي ځینو محلي چارواکو او مسؤلینو یې په مخنیوي کې غفلت یا تساهل کړی وي. خو د حکومت واړه او لویان چارواکي باید په دې پوه وي تساهل که د سیمییزو ادارو له خوا وي نوښایي سبا د مشرانو له خوا په دې اړه جدیت وښودل شي چې طبعاً هم به یاده  کرونده له منځه وړل کیږي، هم به د بلې وخت تېروي، هم به کروندګر زیانمن وي اوهم به یاد مسؤلین بدنامه. اوکه فرضاً د مشرانو له لوري په دې اړه خلکو سره د تسامح اشارې ورکول کیږي نو بیا خوښکاره ده چې اصلاً حکومت خپل هېواد او خلک له یاد لعنته خلاصول نه غواړي چې دانو زښته ډېره د افسوس خبره ده. په دې اساس لازمه ده حکومت د مخدراتو د مخنیوي په کله پرخپله جدي تګلاره ټینګ پاتې او هیڅکله غفلت، اعراض او تساهل ته زړه ښه نه کړي. ځکه د نشه یي توکو د کاروبار ستونزه له کلونو راهیسې په نړیواله کچه زموږ د هېواد او خلکو د بدنامۍ او بدرنګۍ لامل ګرځېدلې، دغلو دانو کمی یې منځ ته راوړی او ترټولو ناوړه زیان یې داچې د مګړی یې هم افغان ملت ته د حتمي پایلې په توګه څلور میلیونه لیوني ور په شاکړي دي بناء پردې اوس چې دادی په زیاترو سړو سیمو کې د کوکنارو د کرنې ورځې دي، باید اړوند مسؤلین په واضحو ټکو د ټولو کروندګرو سرور خلاص او نورو بدیلو کښتونو ته یې وهڅوي. ځکه اوس که یوځل بیا پرهمدې کرنه لاس پورې شي نو راتلونکي پسرلي کې به حتماً د چرسو کښت هم ورپسې وي. او کله چې په هېواد کې د یادو توکو پیداوار په همدې کچه پرېمانه وي، د روږدو شمېر به هم تردې لازیات په ډېرېدو وي او همدا زموږ د ټولنیزې تبایي لپاره باککل کفایت کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *