ټولنه اوکلتورلیکنې

د نــړۍ واکمــنې ښـــځې

په بشري تاریخ کې ډېرې ښځې د واک څوکیو ته رسېدلې ، په کفارو ښځو کې په دې پسې نه ګرځو. په مسلمانانو کې هم ځينې ښځې د قدرت په ګدۍ ځلېدلې دي، لکه: رضیه سلطان غورۍ، چې د سلطان شهاب الدین غوري رحمه الله له غلام قطب الدین ایبک[چې د دهلي واکمن و] نه پس سلطان التمش پاچا شو او بیا د هغه لور رضیه سلطان د دهلي واکمنه شوه.
د رضيه سلطان پر واکمنېدو باندې بحث نه کوو، چې هغه مهال علماؤ کرامو رحمهم الله اجمعین څنګه موقف اختیار کړی و؟ همدا شان د لاهور والي معین الدین چې په مېرمنو باندې مشهور و او احمدشاه بابا هغه د هغه ځای والي پریښی و، هغه چې ومړ او زوی یې محمد امین واکمن شو، نو د هغه پرځای یې مور مغلاني بېګم د ولایت چارې پر مخ بېولې. داسې نورې مسلمانې ښځینه به هم د واک پر ګدۍ کېناستلې وي، د هغوی د واکمنېدا په رابطه د علماؤ دریځ راته روښانه نه دی، چې هغوی څنګه دریځ درلود؟ اما کله چې د ایران (هغه مهال فارس) وګړیو د کسری لور د واک او ځواک څښتنه کړه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: «لن یفلح قوم ولوا امرهم امرأة»
ژباړه: [هیڅکله به هغه قوم بریالی نه شي چې د (امارت/ واکمني) کارونه یې ښځې ته وسپارل.] بخاري (۴۴۲۵) ـ نسايي(۲۲۷/۸)
او امام نسايي د دې لپاره داسې باب خوښ کړی: (النهي عن استعمال النساء في الحکم)
په پورتني حدیث کې د ښځو په واکمنېدو باندې بله کومه نیوکه نه شته چې په هغوی کې به د قیادت او مشرتوب صلاحیت او وړتیا نه وي. بس ستونزه دا ده چې دا کار د هغې له خلقت ، فطرت او طبیعت سره سم نه دي او د شریعت له احکامو سره موافقت نه کوي، ځکه هره بالغه ښځه له خپل عادت سره سمه هره میاشت رنځورېږي او له زېږونه وروسته هم تر (۴۰) ورځو پورې هغه رنځوره وي. د بل حدیث مطابق ښځې د عقل او دیندارۍ له مخې نیمګړتیا لري، ابو سعید خدري رضي الله عنه وایي: په وړوکي یا لوی اختر رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښځو لور ته ورغلو او ورته ویې ویل: (ما په دوزخ کې ډېرې ښځې ولیدلې! )ښځو وویل: یا رسول الله! ولې؟ ده مبارک ځواب ورکړ: (هغوی لعنت ډېر وایي او نافرماني کوي). بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: ( چې عقل او دین یې نیمګړی دی…) هغوی وویل: د دین او عقل نقصان یې په څه کې دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: (ایا د ښځې شاهدي د سړي د شاهدي په نیمایي نه ده؟) هغوی وویل: هوکې ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: (دا یې د عقل نیمګړتیا ده، آیا [داسې نه ده] کله چې میاشتنۍ ناروغي ورباندې راشي، بیا لمونځ نه کوي او روژنه نه نیسي؟) هغوی وویل: هو همداسې ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:( نو همدا یې د دین له نقصان او نیمګړتیا څخه ده). بخاري مسلم
اسلام د ښځې خورا زیات اکرام او عزت کړی ، دقدر او درنښت په سترګه ور ته ګوري ، خو یوه مسلمانه ښځه رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه راشدو خلیفه ګانو او نورو سترو سترو اصحابانو رضي الله عنهم چیرته د والي او قوماندان په توګه نه ده ټاکلې. همدا شان وروستیو خلیفه ګانو هم د ولایت او قومانداني په څوکۍ نه ده تعین کړې او که احیاناً د واکمني په څوکۍ ګمارل شوې وي، هغه ګمارنه هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم له حدیث سره ټکر دی او څه چې له حدیث شریف سره ټکر وي، هغه مردود دي.
د ښځو فزیکي جوړښت داسې دی چې هغوی له محرم پرته سفر نه شي کولی، هغه کار چې سړی یې سرته رسوي دوی يې نه شي اجراء کولی. جهاد ته له محرمه پرته د تللو جوګه نه دي، ځکه چې شرعي اعذار لري. چې سفر نه وي او حجاب هم له منځه نه ځي هغه مهال ښځه هم د دښمن ورمېږ ورماتولی شي، لکه صفیه بنت عبدالمطلب رضي الله عنها د احزابو د غزا پر وخت د بنو قریظه و د یوه سړي سر ور غوڅ او د هغوی د تللو لارې ته ور خطا کړ. د هغه په وژلو کې سفر نه و او د حجاب ستونزه هم نه وه. همدا راز په اسلامي تاریخ کې ښځو د اسلامي اصولو په رڼا کې ستر ستر کارونه کړي دي. په معاصر افغانستان کې د میرویس نیکه مور (نازو انا) د خپل پلار او ورور په غیاب کې خپله کلا ساتله. د میوند په غزا کې د میوند ملالې کیسه هر چا ته څرګنده ده چې بایلل کېدونکې غزا یې د افغانانو په نفع او فتح بدله کړه.
د افغان انګلیس په غزاګانو کې خویندو فعاله ونډه لرلې، د شوروي اتحاد د تجاوز او کمونیستي ناتار پرمهال یې سرښندنې زموږ په مخکې پرتې دی. د صلیبي ښکېلاک پر وخت چې ښځو د اشغالګرو په وړاندې د مجاهدینو په ملیتا څومره قربانۍ ورکړې دي، په هغو لوی لوی کتابونه کښل کېږي.
هو! د صلیبي اشغال پرمهال ښکېلاکګرو ډېرې ښځې په دې شعار چې: (سړي او ښځې به اوږه په اوږه کار کوي) بې لارې کړې او تر وزارتونو یې رسولې وې چې له پردیو سړیو سره به د خپلو خاوندانو او وروڼو غوندې ناستې وې. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیث شریف یې نیوکه کوله او د هغه خلاف به یې ناسم الفاظ کارول.
ښځه واکمنه او حاکمه نه شي جوړېدلی، که د کوم مسلمان هېواد وګړیو پر ځانونو حاکمه او واکمنه کړې وي او یا یې په راتلونکي کې کړي نو هغوی به ښه ورځ په سترګو و نه ګوري او نه به الله جل جلاله د هغه هېواد علماء عزتمن کړي، چې د ښځې په حکومت او واکمني چوپ او غلي
وي.

محمدعلي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *