لیکنېمقالی اوتبصرې

ځينې رسنۍ د زهرو په شان ګړندی اغېز کوي

بې پرې او په نړیوالو معیارونو برابرې رسنۍ مستند خبرونه او معلومات تر نړۍ رسوي، خو بر عکس یو شمېر مغرضې او مطلبي رسنۍ بیا د سمو معلوماتو او کره خبرونو پرځای د زهرو په شان تېز، یو اړخیز او سلیقوي تبلیغات خپروي ، د دې رسنیو د خپرونو په اړه سالم او عادلانه قضاوت اوس د هر چا په ذهن کې پروت دی ځکه ټول پوهېږي چې رسنیو د درواغو له وجې خپل مسلکي رسالت او ماهیت بایللی ځکه نشرات یې له معیاري چوکاټ نه داسې وتلي چې له افغانانو سره کاملاً د مدعیانو په بڼه عمل کوي، همدې رسنیو د ژورنالېزم اصول تر پښو لاندې کړي ځکه داسې درواغ وایي چې د اورېدونکو په سر اور بلوي، له ډېرې کوچنۍ موضوع داسې تبلیغاتي وسیله جوړوي چې د خبر او ژورنالېزم په اصولو کې هېڅ مورد نلري ، دیوې موضوع یا کومې پېښې په اړه چې د دوی په زړه جوړه تبلیغاتي جنبه ولري، تور په سپین او سپین په تور نوموي، چې د دوی په بې شرمۍ یې اورېدونکي پرې خجالت کېږي ، موږ دوی ته توصیه نه کوو، بلکې ور په زړه کوو او دغه حقیقت ته یې پام را اړوو چې که چېرې کومه رسنۍ له خپلو اورېدونکو نه د خپلو خپرونو د منلو تمه لري باید په درواغو کې له افراط او په خپرونو کې له کج زبانۍ لاس واخلي او داسې حقیقتونه خپاره کړي چې اورېدونکو ته یې د منلو وړوي بیا هم دغه تکي ته اشاره کوو د دې لپاره چې خپل خبرونه یا نور معلومات په اورېدونکو ومني، لازمه ده چې رسنیز رسالت په پام کې ولري، له دقت، حقیقت او تعادل چې د ژورنالېزم اساسي او بنیادي اصول دي کارواخلي ، نه داچې په خپلو خود غرضه خپرونو کې دومره افراط وکړي چې دوست اورېدونکي یې هم خپله رادیو خاموشه اوپه دوی لعنت ووایي.زموږ خبره د ځینو رسنیو پریو اړخیز مضریت تکیه ده او بیا مو هم پیغام دې رسنیو ته دادی چې د بېځايه تبليغاتو پر ځای خپل ژورناليستيک اصل ته په پام خپل مسئوليتونه ادا کړي او خلکو ته پر وخت او دقيق خبرونه ورسوي.

حیا ت الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *