ټولنه اوکلتورلیکنې

ښوونکی

ـ ټوله ځواني مې په تدریس کې تېره کړه او د خپلو زده کوونکو په زړه کې مې حق دین وکاره.
۲ ـ زده کوونکي به په خپلو منځو کې زما د هڅو مننه کوي او د عقل څښتنان د انسان فضلیت پېژني.
۳ ـ زما د تیاري (چمتو کولو)کتابچه وپوښته، بلکې زما له بکسې پوښتنه وکړه. او په ټولګي کې زماله تختې او کتابه سوال وکړه.
۴ ـ زما له کتابتون، وسائلو او کتابچو څخه پوښتنه وکړه. هغوی ټول به تا ته ووايي چې زه د اعراب په نیکي سپروم.
۵ ـ او همداراز له منجده وپوښته چې ما هغه تدریس کړی دی.او د محراب له امامه وپوښته.
۶ ـ او کله چې د ډاکټر له کوره تيریږي، له هغه پوښتنه وکړه. چې له هغه اوس د اعصابو او زړه ډاکټر جوړ شوی.
۷ ـ او له اِنجنیره وپوښته چې هغه څنګه اِنجنیر شو. ماڼۍ (ودانۍ) یې آن تر ورېځو پورته کړې.
۸ ـ زما څارونکي (پام اړونکي) ته په ورین تندي غوږ کېږده. څو د هغه نقد چې پر ما یې کوي، تا مسخره نه کړي.
۹ ـ او دا زده کړه چې د خلکو ترمنځ زه د هغه استاذ یم. چې هغه د زده کړې او تعلیم له پاره زما دروازه څومره ټکولې ده.
۱۰ ـ ما څومره فکر کړی، څو زه د هغه د ترقي له پاره خپل ماغزه ووینځم. او نن ورځ هغه زما د نشتوالي او غیاب څارنه کوي.
۱۱ ـ چې زه د تېرېدلو له پاره څومره پُل وم. زه هغه څوک وم چې خپل شاګردان مې سمې لارې ته برابر کړي.
۱۲ ـ د شاګردانو هوساینې له پاره تل ولاړم وم. همداراز احتیاط دنصاب له پاره زما بل
ګام و.
۱۳ ـ په تدریس کې مې هره ستونزه وګالله. خو له خپل رب جل جلاله څخه د ثواب هیله لرم، الله جل جلاله دې نه ضائع کوي.

عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *