سرمقالې

د ټولګټو پروژو پيلېدل ملت ډاډ منوي

په ټولګټو ملي پروژو چې تېر حکومتونه يې له عملي اقدام څخه عاجر اوناتوانه وو د اوسني حکومت له خوا يې عملاًچارې پيل شوي د بېلګې په توګه د لویو لارو رغونه په داسې حال کې چې حاکم نظام د نړيوالو له لوري د سختو اقتصادي بندیزونو او فشارونو سره مخ دی همدا لامل دی چې ملت مو د تېرو فاسدو نظامونو څخه په میراث راپاتې فقر سره لاس اوګریوان دی په دغسې عام المنفعه پروژود کارپیل پراخه زړه ، جرئت هېواد او ملت ته د صادقانه ژمنتیا څرګندونه کوي اوملت هم په دې باوري او ډاډمن شوی چې چارې د سمسکۍ په لور روانې دي اوله حاکم نظامه د ملت د رضایت کچه لوړوي. د قوشتیپې کانال چې له مزارشریف ،سمنګان اوجوزجان ولایتونو تېرېږي د هېوادوالو هيلو غوټۍ غوړولي،همدارنګه د کابل له ښکلي ښاره په نشه يي توکو د روږدوکسانو ټولونه او د هغوی درملنه دا ټول هغه څه دي چې د ملت باوريې خپل کړی او د حکومت د دوام عمده عوامل ګڼل ګېږي اونړیوال هم دا مني چې دا کارونه د تېرو حکومتونو د اشغالګرو ځواکونو او ډالري باران په جریان کې هم تر سره نه شو،خو لله الحمد تاسې د دغه صحنې عیني شاهدان یاست او په خپلو سترګو يې وینئ چې اوسني حکومت په عمل کې دا ثابته کړه چې کابل ښار ورځ تربلې ښکلی کېږي په ذکر شويو ټولګټو ملي پروژو عملاً کار روان دی د چور اوغصب لړۍ پای ته رسيدلې،امنیت تامین شوی او په ډاډه زړه مو هېوادوال د شپې او ورځې هرې خوا سفرکولای شي. د خپلو عوایدو څخه د ملي بودیجې اعلان یو بل د خوښۍ زیری دی چې حکومت په خپلو پښو د درېدلو توان پیدا کوي ورځ تربلې نړۍ هم زموږ په عملی او بنيادي کارونو دې ته اړ کېږي چې له موږ سره اړیکې ولري او زموږ حکومت په رسمیت وپېژني. د افغانۍ ارزښت ساتلو په برخه کې تر دې دمه ډېر کار شوی اوخپل ارزښت يې ساتلی اوداسې نور په لسګونو مثبت کارونه شوي چې د ملت ډاډ او باور يې خپل کړی او د خپلو چارواکو د دغه ډول کړنو حمایت کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *