اعلامیېافغانستان

د پاکستاني چارواکو څرګندونو ته د اسلامي امارت غبرګون

اسلامي امارت د پاکستان د موقت صدراعظم د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې له امریکا او ناټو پاتې ټولې وسلې ډيپو شوې او خوندي دي.له دې وړاندې انوارالحق کاکړ ادعا کړې وه چې له امریکا پاتې وسلې اوس د اورپکو په لاس کې دي نوموړي ویلي وو چې په افغانستان کې له امريکا څخه پاتې وسلې او تجهیزات د اورپکو لاسونو ته لويدلي چې دا د اسلام آباد له پاره یوه نوې ننګونه ده.خو داسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له کلید سره په خبرو کې وویل چې له بهرنیو ځواکونو پاتې وسلې خوندي دي او د قاچاق هیڅ امکان یې نشته.دپاکستان صدراعظم ويلي دي چې دغه تجهیزات چې په هغو کې د شپې دوربين لرونکې ټوپکو څخه نېولې د پوځي تجهیزاتو ډېر ډولونه شامل دي، اوس د اسلام آباد لپاره په یوه نوې ننګونه بدله شوې ده او په وینا یې د پاکستاني طالبانو جګړيز توان ېې غښتلی کړی دی.د یادونې ده چې تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په وروستیو میاشتو کې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو خپلو حملو ته زور ورکړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *