مقالی اوتبصرې

زما نظر دادی ؛ سالمزی

زما نظر دا دی چې جهاد یو غوره عمل دی او د نورو نیکو عملونو په پرتله داروښ د ګوپی په څیر لوړ دی نو پکار ده چې 

زما نظر دا دی چې جهاد یو غوره عمل دی او د نورو نیکو عملونو په پرتله داروښ د ګوپی په څیر لوړ دی نو پکار ده چې  د دغه عمل سرته رسول هم پداسي طریقه ادا کړو چې د بشریت ستر لارښود نبی کریم صلی  الله علیه وسلم یې موږته لارښوونه کړي. که یو څوک د بیت الله شریف حج د پیغمبر له طریقې خلاف تر سره کړي دغه اسلامي فریضه یې هم ادا نشوه بلکې ولټه د عذاب او ګناه مرتکب هم شو. همدا رنګه که یو څوک بیت الخلاته د سنت طریقې مطابق ولاړ شي ضرورت هم رفع کړي او د ثواب مستحق هم ګرځي. د هر کار د زده کړی لپاره یو چوکاټ او یو ترتیب جوړ شوی وي که په هغه ترتیب او د هغه چوکاټ موافق خپل کارونه مخ ته یوسو نو کیدای شي پخپلو کارونو کې مخ ته ولاړ شو، د بیلګې په توګه زما صحت ښه ندی، ډاکټرته ورغلم، هغه ماته د ارام لپاره د نورې دوایې ترڅنګ ویلیم ۱۰ ګولۍ راکړي او دایې هم راته وویل چې د شپې لخوا نیمه ګولۍ استعمال کړه او لدې زیاتې ونه خوري چې د مرګ باعث کیږي او زه ټول پاکت لس ګولۍ په یو وار وخورم او خپل ځان پخپل لاس د مرګ کومي ته وسپارم، ګناهکار څوک شو. همدارنګه زه یو آهنګر ته ورځم او هغه ته وایم چې زما دا غاښ را څخه وباسه او هغه دې ته مجبوروم چې د وسپنې لوي امبور را واخلي او زما د غاښ په ځای زما ژامه ماته کړي چې وروسته بیا هغه سرطان شي او د هغه سرطان له امله زه خپل ژوند له لاسه ورکړم، ګناهکار څوک دی، نو لازمه ده چې زه اول د غاښ ویسلو لپاره آهنګرته نه بلکې ډاکټر ته ورشم او د هغه په لارښوونو عمل وکړم، یا زه پخپل ژوند په بایسکل نه یم سپورشوی او یو دم د سپرلۍ ډک موټر ته کینم موټر او سپرلۍ دواړه د هلاکت کندې ته غورځوم، تاسي ووایاست مسؤل څوک دی، یا یوې طیارې ته پورته کیږم او په هوا کې د هغې کړکۍ خلاصوم چې پدې سره طیاره دومره هوا اخلي چې د طیارې د سقوط لامل کیږي مسؤل څوک ګڼۍ.

لکه چې پښتو متل دی په وچه لامبونه زه کیږی موږ به انشاألله ډیر ژر داسی شرایط برابر کړو چې نړۍ ورته حیرانه شی. زموږ هیواد یو ښکلی غرنی هیواد دی، د اسیایې هیواد ونود وصل مرکز او څلور لاری کې موقعیت لری چې په تیرو وختونو کې د اسیا د تاج اوزړه په القابو ملقب ؤ د خپل  ستراتیژیک موقعیت په درلودلو سره د نړۍ د سترو زبرځواکونو د حملو هدف ګرځیدلی او افغان مؤمن او قهرمان ملت په لوی لاس د نورو پر مختللو هیوادنو سره د سیالۍ له کاروانه را ګرځول شوی اوس هم زموږ سیمه ییز او نړیوال دښمنان په ارام ندي ناست او زموږ د باتور ملت د پرمختګ په لار کې خنډونه او ستونزې زیږوي اونه غواړي چې زموږ ملت پرمختګ وکړي غواړي چې موږ ړانده وساتي چې نه خپل واک او نظام ولرو او نه له نورې نړۍ سره راشه درشه او مثبتې اړیکې ولرو او موږ دنیاته د یو وحشي او جاهل قوم په توګه وروپیژني خو الحمد الله موږ یو مؤمن غیرتي او اتل ملت یو څرنګه چې په تش لاس مودیوې پیړۍ په لړکې د نړۍ سترو فرعوني ځواکونوته ماته ورکړه، د علم په ډګر کې هم له هیچا څخه کم نه یو، موږ د خپل ملت په متین عزم او مستحکمه اراده باوري یو چې زموږ ځوان نسل به هم ډیر ژر د خپل علم او پوهې پرمټ نړیوالوته خپله پوهه او وړتیا ثابته کړی، زموږ هیواد له طبیعی زیر مو ډک هیواد دی موږ به د خپلې پوهې او استعداد په برکت دا ذخایر راسپړو او ګټه به ترې اخلو او د سیمه ییر او نړیوالو دښمنانو ناولې هیلې به له خاورو سره خاورې کیږي، موږ یو مستقل او آزاد هیواد یو او هیچاته د دې اجازه نه ورکوو چې زموږ په کورنیو چارو کې مداخله وکړی.

موږ مسلمانان یو او غواړو د اسلامي نظام تر چتر لاندې سرلوړی ژوند ولرو او د دې موخې لپاره مو په میلیونونو شهیدان ورکړي که زموږ د دغه هدف په لار کې هر څوک خنډور واقع کیږي موږ یې په وړاندې مقاومت کوو ترهغې چې نړیوال مو دیوه آزاد او مستقل هیواد په توګه په رسمیت وپيژني. لکه چې خوشحال خان خټک وایي:

آزادي تر پادشاهیه لا تیری کا!

چې د بل د حکم لاندې شي زندان شي

د یوه خپلواک سرلوړي او ودان افغانستان په هیله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *