بېلابېلې لیکنې

زما نظر دادی

زما نظر دادی که موږ غواړو پرمختګ وکړو او د نړۍ له پرمختللی کاروان سره د سیالۍ جوګه شو، نو پکار ده چې موږ

سالمزی

زما نظر دادی که موږ غواړو پرمختګ وکړو او د نړۍ له پرمختللی کاروان سره د سیالۍ جوګه شو، نو پکار ده چې موږ اساسي قانون ولرو او داسي قانون جوړکړو چې میلیونونو افغاني مجاهدینو یې د حاکمیت په موخه خپل سرونه نذرانه کړل، هغه قانون چې هلته تورپه سپین او سپین په تور، امیر په مامور او هیڅ قوم په بل قوم برتري ونلري، د برترۍ معیار یواځي تقوا وي او حاکم د ملت خادم وي چې دا د مؤمن افغان ملت یواځنۍ هیله ده. د هر بهرنی یرغلګر په وړاندې زموږ همدغه قهرمان ملت ؤ چې مبارزه یې کړې او د دغه مبارزې په لړ کې یې قربانې ورکړې کورونه یې وران شوي د کورنۍ غړې یې شهیدان شوي حتی داسي کورنۍ شته چې سرپرستې یې دښځو په غاړه ده او ځیني کورنۍ داسي هم شته چې سرپرستي یې کوچنی یتیم ته ورترغاړې ده چې واقعاً لاس نیوی ته اړتیا لري او د وخت د حاکمانو دنده ده چې له حال یې ځان خبر کړي او د خپل ځوریدلي ملت په زخمونو پټۍ کیږدي، خپل ملت په غیږ کې ونیسي ستونزې یې وارزوي او د هواري لارې چارې ورته برابرې کړي. لازمه ده چې موږ د اسلامي شریعت په رڼا کې زرتر زره یوداسي اساسي قانون جوړ کړو چې د هرچا حقوق پکې خوندي وي د خپل سرۍ لړۍ پای ته ورسیږي، د چا په حقوقو تیری ونشي د هیواد په کچه امنیت خوندي شي او په یو ډاډمن امنیتی چاپیریال کې د ورورۍ په چوکاټ کې ارام او د خوښۍ ژوند وکړو او د قانون په وړاندې غاړه ایښودونکي او منونکي واوسو او د هیڅ ډول خطر احساس ونکړو، بهرنی سیاست مو واضح شي چې د هغې له مخې له نړیوالو سره راشه درشه ولرو د نړۍ دسترو استعماري او استکباري طاقتونو ترمنځ د بې طرفۍ او یو د بل په چاروکې د نه لاسوهنې پالیسې ولرو چې پدې ترتیب موږ وکړای شو د پردیو له نیابتي او استخباراتي جنګونو روانې لړۍ ته د پای ټکی کیږدو، زرتر زره د زده کړو پرمخ دروازې پرانیزو او داسي شرایط برابر کړو چې زموږ خویندې او ورونه په یوه مسؤن چاپیریال کې خپلې زده کړي پرمخ یوسې او دویرې او ډار پلمه لمنځه یوسو ترڅو د خپل ځوان نسل د زده کړو او پوهې پرمټ خپل ګران او محبوب هیواد یو ځل بیا آباد، ودان او د اسیا د زړه او تاج په نوم نړیوالوته وروپیژنو، د خپل ملت دغه طوفانې بیړۍ د نجات ساحل ته را وباسو او په خپل ګران او خوږ وطن کې سر لوړی ژوند ولرو، خدای مکړه که داسي ونشي نو بې قانونه ژوند یو حیواني ژوند دی چې پکې د هیچا حقوقوته درناوی نه کیږي او هیڅوک د قانون په نشتون کې د عواقبو مسؤلیت نلري. همدا رنګه له علم څخه لرې پاتي کیدل جهالت دی که موږ پوهه او علم ونلرو زموږ دښمنان په ډیره اسانۍ سره خپلې موخې او اهداف ترلاسه کولی شي او موږ نشو کولی د هغوی مقابله او مخنیوی وکړو، راځۍ د خپلو نیکونو هغه تاریخ یو ځل بیا را ژوندی کړو چې په لویو لویو امپراطوریو یې واکمنې درلوده او زموږ له پوهی څخه نورو هیوادونو ګټه پورته کوله، نو راځې، یوځل بیا خپله پوهه نړیوالوته ثابته کړو چې افغان مؤمن او میړني ملت که خپله میړانه دنیاوالوته وښوده نو دعلم او پوهې په ډګر کې هم له چا څخه کم ندی، دسیمه ایزو او استعماري طاقتونو لاسونه له خپل هیواد څخه لنډکړو، نو راځۍ چې پخپلو کې سره یوموټی شو د پرمختګ او ترقۍ اساسۍ بنسټونه له سره ترمیم او ورغوو او خپل دغه کنډر کنډر هیواد له سره جوړکړو د بهرنیانو مرستو او خیراتونو ته لاس ونه نیسو، خپلې مټې را بډوهو، نه ستړي کیدونکې هڅې وکړو او خپل تیر برم بیا را ژوندی او د نړۍ په تاریخ کې نوی باب پرانیزو.
په همدې هیله ومن الله توفیق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *