افغانستان

سلګونه کډوال هېواد ته راستانه شوي

د کندهار سیمه ییز مسوولین وایي، چې تېرو دریو ورځو کې د دغه ولایت د سپین بولدک له لارې هېواد ته ۸۶۰ کډوال را ستانه شوي دي. مسؤلین وایي، چې په تېرو دریو ورځو کې د دغه ولایت د سپین بولدک له لاري ۱۴۲ کورنۍ، چې۸۶۰ تنه کېږي له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي. د مسؤلینو په خبره، یادې کورنۍ د مرستو او اړینو توکو تر لاسه کولو په موخه UNHCR او IOM موسسو ته ور پېژندل شوې دي.
باید وویل شي، چې له دې وړاندې هم سپین بولدک له لارې سلګونه کورنۍ هېواد ته راستنې شوې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *