مقالی اوتبصرې

فرصتونه او مسؤلیتونه

د بهرنيو چارو وزير؛ مولوي امیرخان متقي
د ۲۰۲۱م کال د اګسټ ۱۵مې له تحول راهیسې، چې څه باندې یو نیم کال تېرېږي، د افغانستان وضعیت د ټولو هغو منفي تحلیلونو او وېروونکو وړاندوینو پرخلاف چې له تحول مخکې وړاندې کېدل برعکس ډېر مثبت دی. د مذاکراتو پرمهال، د نویمو کلونو ویجاړوونکې کورنۍ جګړې وېروونکې وړاندوینه د دوحې د هوټلونو په لابي‌ګانو کې د اکثرو بهرنیو دیپلوماتانو پر ژبو جاري وه. زموږ مسئولینو پېښو ته له بلې زاویې کتل او ورته مو پر وخت لازمې تیارۍ ونیولې. موږ نه یوازې دا چې پر پلازمېنه او د وطن پر سترو ښارونو واکمن شوو، بلکې د کورنۍ جګړې د کمزورو احتمالونو پر وړاندې مو هم پاخه تدابیر ونیول او د عفوې او ورورګلوۍ په انساني او اسلامي پیغام مو ټولې اندېښنې په عمل کې ځواب کړې.
نن، نه یوازې دا چې جګړه پای ته رسېدلې، بلکې افغانستان په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې په لومړي ځل د یوه خپلواک، واکمن، متحد، مرکزي او مسئول حکومت له خوا اداره کېږي. موږ په دې لنډه موده کې په ګڼو مواردو کې د تېرې دورې د مُهلکې اتکا پر وړاندې هڅې کوو او د افغان ظرفیت‌جوړونې له لارې چارې افغاني کوو. دا پر خپله خاوره زموږ د مالکیت حس لا غښتلی کوي.
موږ پوهېږو، چې اوسمهالې نړۍ کې نړیوالو اړیکو د دولتي او نادولتي لوبغاړو ترمنځ د رغنده تعامل په نتیجه کې ښه پرمختګونه کړي دي. پر دوه اړخیز درناوي او مشترکو ګټو ولاړې اړیکې د وخت اړتیا او د ټولو لوریو د ګټو د خوندیتوب معقوله لار ده. د افغانستان اوسنی حکومت پر همدې ذهنیت نړۍ سره د مثبت تعامل لپاره لاس اوږدوي. موږ فکر کوو چې اوس د افغانستان او نړۍ ترمنځ د مثبتو اړیکو جوړولو بې‌ساري فرصت رامنځ ته شوی دی.
په کور دننه د افغاني ټولنې وحدت تر بل هر وخت زیات پیاوړی شوی او موږ یې پر ځانګړي متنوع جوړښت وياړو، مونږ د اکثريت او اقليت پر وېش باور نه لرو، د هیواد هر وګړی د يوه واحد کُل نه بېلېدونکې برخه ده.
شرائط دې ته ډیر ښه اماده دي چې افغانستان د نړۍ د امنيت په برخه کې د خپل مسئوليت ترسره کولو له لارې د نړيوالې ټولنې د يوه مسئول او خپلواک غړي په توګه را پورته شي او نړيواله ټولنه ورته د خپلواکۍ د احترام او پر خپلو پښو درېدلو کې د مرستې له لارې هرکلی وکړي.‌
له نورې نړۍ سره زمونږ اړيکې به د نورو له خپلمنځي سياليو څخه مستقلې، متوازنې او د متقابل احترام، متقابلو مشروع ګټو، ګډ ژوند او د سبا جوړولو پر اساس ولاړې وي.‌
زمونږ د هغو کورنيو مسائلو په برخه کې چې په بيرون کې ناسمې درک شوې؛ په اړه یې باید پوهاوی را مینځ ته شي. د افغانستان د اوسني جوړښت او ارزښتونو په باب باید دقیق درک رامنځ ته شي. زموږ د ټولنې دیني او کلتوري حساسیتونو سره باید په احتیاط تعامل وشي. زموږ نژدې تاریخ ښودلې دلته چې هر نظام تعادل نه دی رامنځ ته کړی له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.
مونږ له نورو سره د هر ډول شته يا راتلونکو سوءتفاهمونو د له منځه وړلو لپاره له سیاسي، اقتصادي او امنیتي فشارونو څخه په پاکې فضا کې پر رښتينو خبرو اترو باور لرو. تجربو ثابته کړې چې په افغانستان کې د فشار اپشنونه نتیجه نه ورکوي.
په افغانستان کې شته بشري وضعیت زموږ او د نړۍ ګډ انساني مسئولیت دی. د بشري ناورينونو د تحميل له لارې د سياسي اهدافو د تر لاسه کولو هڅه متمدنه او اخلاقي تګلاره نه ده. په افغانستان کې د اقتصادي ستونزې یو اساسي لامل زموږ پر مالي او بانکي نظام د متحده ایالتونو له خوا لګېدلي بندیزونه دي چې زموږ ډېری ملکي او بشري پروژې يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي. د اوسني اقتصادي او بشري وضعیت اساسي حل دا دی، چې د افغانانو پر مالي او بانکي نظام بندیزونه لرې کړل شي او فرصت ورکړل شي چې افغانان پر خپلو ظرفیتونو او ابتکارونو د بشري ستونزو حل راوباسي.
په دې اساس، د امریکا د متحده ايالتونو مسئولیت جوړیږي چې باید د افغان ولس کنګل کړې شتمنۍ ژر تر ژره خوشې او د دوحې تړون په اساس ټول بندیزونه لیري کړي.
پر یوه جګړه‌ځپلي ملت مالي او بانکي بندیزونه به د امریکا لپاره کومه سیاسي او یا ان اخلاقي توجیه ولري؟
غواړو د امریکا حکومت او ملګرو ته یې وریاده کړو، چې اقتصادي بندیزونه او نور فشارونه فاصلې له منځه نشي وړلی، بلکي یوازي اعتماد کولای شي فاصلې راکمي کړي.
افغانستان چې د نظامونو د ناکامۍ او پاشلتیا یو تاریخ دی چي نړیوالو قوتونو او ایتلافونو یې هم د دې دوران مخه ونه نیولای شوه، اوسني نظام د داسې حکومتدارۍ بنیاد ايښی چې د تاریخ دا باطل دوران ودروي. د افغانستان د اوسني حکومت د کمزوري کېدو پایله به څه وي، بې له دې چې بشري ناورین وي او هغه هم یو داسي هر اړخیز ناورین چې یوازې تر افغانستانه به محدود نه وي، بلکې ګاونډ، سيمې او نړۍ ته به د امنیت، کډوالۍ،‌ اقتصاد، او روغتيا اړوند نوې ننګونې له ځان سره ولري.
له دلايلو پرته، د افغانستان اقتصاد له تېرو دوو لسيزو راهيسې پر بهرنيو مرستو د اعتياد تر کچې متکي شوی و. په دغه بحراني وخت کې د افغانستان له خلکو سره په لوړه کچه په هر اړخيزو مرستو کې جدي پاملرنه په کار ده.
زمونږ وړانديز دا دی چې نړيوالې مرستې په روزګاري فُرصتونو بدلې شي او د پايدار اغېز د رامنځ ته کولو په موخه نيمګړې او نوې دولتي پروژې تمويل شي.
تر څو چې داخلي اقتصاد ژوندی نه شي، د مرستو پيسې لسګونو ميليونونو خلکو ته ډوډۍ نه شي ورکولای. د افغانستان د اقتصاد د ژوندي کولو اړين شرائط لکه امنيت، سياسي اراده، شفافيت او حساب ور کول د بل هر وخت په پرتله زيات موجود دي.‌ اوس اړتیا ده چې بندیزونه لرې شي تر څو افغانان په خپله د خپلې اقتصادي خودکفايۍ لپاره هڅې وکړي.
د دې تر څنګ، د بين المللي سوداګرۍ، زمونږ د ناسپړلو معدني زېرمو د استخراج او د ملي او بين المللي کچې لويو پروژو د تطبيق پر وړاندې پراته خنډونه له منځه یوړل شي تر څو د هیواد اقتصادي بهیر مو خپل عادي حالت ته راستون شي.
په خپل وار مونږ د ډاډمن امنيت او سياسي ارادې له پلوه له هر هيواد سره د ګډو منافعو پر بنسټ شراکت ته چمتو يو. په خپلو پښو ولاړ افغانستان د هر چا په ګټه دی، او له پښو لوېدلی افغانستان د ټولو په زیان دی.
نړيوالې ټولنې ته په کار دي چې د افغانستان له اسلامي‌ امارت سره سياسي او اقتصادي اړيکې رامينځ ته کړي، او له افغانستان سره د يوه خپلواک هيواد په توګه چلن پيل کړي. بديله لار او د تیرو ناکامو تجربو تکرار د هيچا په ګټه نه دی.‌
اسلامي امارت چي له تیر رژیم او نړیوالو ملګرو څخه یې تش بانکونه، د وارداتي برېښنا د برق بېلونه، مخدره مواد، څلور میلیونه معتادین، اداري فساد، لوږه، بېکاري، په ټپه ولاړ اقتصاد، د کورونا په پلمه بند مکتبونه او نور ډیر مشکلات په میراث ورته پاته شول په تېر یونیم کال کې د پرمختګ ډیر پړاوونه ووهل مثلا:
– امنیتي ځواکونه یې منظم او سرتاسري امنیت یې ټینګ کړ او هیچا ته یې فرصت نه دی ورکړی چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.
– مخدره مواد چې ټولې نړۍ ته ضرر و، کښت یې صفر ته را ټیټ کړ که یې څوک نه مني را دي شي، او وضعیت دې له نژدې څخه وارزوي.
– په لومړی ځل یې خپله هغه بودیجه چې اویا سلنه په بهرنۍ مرسته ولاړه وه له خپلو عوایدو چمتو کړه، د اقتصاد بنیادونه یې ملي کړل او سمي لارې ته یې سیخ کړ، د ثبوت په توګه یې د نړیوال بانک ورستی راپور ښه بېلګه ده.
– افغانستان چې د فساد کچې یې نړیوال ریکارډ خپل کړی و، له هغه بد حالت نه یې را وایست د روڼتیا نړیوال سازمان راپور یې ښه دلیل دی.
– هیواد والو ته یې هر لور ته د ازاد سفر هوایي او زمیني تسهیلات برابر کړل چی همدا د نړیوالو غوښتنه هم وه.
– د تېر رژیم پنځه سوه زره مامورین یې له ځان سره په ادارو کې وساتل.
هو داهم منو چي مشکلات او نیمګړتیاوي شته خو حل یې هم وخت، همکاري او امکانات غواړي او لیږ ډیر مشکلات خو د نړۍ په ډیرو هیوادو کي شته چي نورو ورسره زغملي دي.دا به هم منو چي نړیوالي ټولني په تیرو شلو کلونو کې دلته په لسګونو زره وسلوال ځواکونه راوستي وو، په لوړه کچه تلفات یې ګالل، د لوړي کچي تجهیزات او ټیکنالوژي یې کاروله او په سلګونو ملیارده ډالر یې مصرف کړل ایا کومه مثبته نتیجه یې تر لاسه کړه، اوس یې په تېر یو نیم کال کې له افغانستان سره له بشري مرستو ورهاخوا نور څه کړي دي؟
آیا څوک ویلای شي چې د افغانستان د حکومت د مثبتو اقداماتو په مقابل کې یې د ښه نیت کوم لاس را اوږد کړی؟ او یا یې له تبلیغاتو، اتهاماتو او فشارونو بغیر څه کړي؟
نو دا حقیقت باید ومنو چي له یوه لاس څخه ټک
نه خیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *