مقالی اوتبصرې

قرآن او معاصر ساینس

محمد جاوېد حنيف
آیا نور ( بې ساه ) مخلوق (شيان) خبرې کوي؟
کله چې داوود (ع) د زبور آیتونه لوستل، نو غرونه، تیږې، بوټي او ژوي به په خبرو راتلل او د هغه وینا به ېې یو ډول تکراروله.
آیا تاسې توتي لیدلی؟ لیدلی به مو وي، چې توتي د انسان خبرې زده کوي او په څو وارې ېې تکراروي هم، له همدې کبله انسانان توتي ډېر خوښوي.
عالمانو توتي د ټیپ د جوړولو لپاره بیلګه ګرځولې، خو په یوه توپير:
توتي ویل شوې خبرې په خپل مغز او ټيپ يې په کیسټ (پټه ) کې ثبتوي. د الله (ج) او د انسانانو په جوړونو کې خو ډېر توپیر وي، چې یو ساکښ او بلې بې ساه، خو خبرې دواړه کوي، ډېر وخت شوی، چې له ټيپ څخه ثبتې شوې خبرې اورو او ورسره روږدي شوي یو، د همدې لپاره دا کار مونږ ته نوی شی نه ښکاري، چې ورته حیران شو. که غرونه، تیږې ، ونې …… د خبرو جوګه شي او زمونږ ویناوې راته بیرته تکرار کړي، څه به مو کول؟ آیا په خپل ځای کې به حیران پاتې نه وو؟
(( دا هیڅ امکان نه لري، دا هیڅ کیدونکې نه ده)) ایا داسې چیغې به مو نه وهلې؟
آیا د ټيپ تر خبرو وروسته له معجزې څخه د انکار کولو کومه لار لرو؟
که چیرې داسې وي، نو ټيپ ، فونوګراف ۱، ګرامافون ۲، راډيو، تلویزون او نور ورته سامانونه به د لومړي ځل لپاره کوم پیغمبر جوړ کړي وي، نه بلکې له قرآن کریم څخه تر الهام اخیستلو عالمان بریالي شول، چې دا شیان جوړ کړي.
هغه شیان چې د هغو کیدل له تصور لرې ګڼو، نور نو بیا د الهی احسان خبرې دي او هغو ته معجزه ویل کیږي او د الله تعالی له لوري هغه یوازې خپلو پيغمبرانو ته ورکول کیږي، په دې هم پوهیږو. ان شاء الله
داوود (ع) له هغو پيغمبرانو څخه دی چې نوم ېې په قرآن کریم کې راغلی دی او د الله تعالی په امر غرونه، تیږې، مرغان، بوټي او نور شیان ېې تر امر لاندې وو، د زبور تر نازلیدو وروسته به د نوموړي سره د تلاوت تکرار دغو ټولو شیانو ورسره کاوه، د مثال په توګه کله چې به داوود ( ع ) د لا اله الا الله ویل، نو هغوي ټولو به ورسره د لا اله الا الله تکرار کاوه.
الله تعالی د نورو موضوعاتو تر څنګ په قرآن کریم کې د دې موضوع په اړه هم غږیدلی، هغه څښتن تعالی، چې ټوله نړۍ ېې پیدا کړې، داوود ( ع ) ته ډېر فضیلیتونه ورکړي، ښه غږ او ورسره يې نور شیان د هغه تر امر لاندې راوستلي، چې دوي ټولو د پاک رب تسبیح کوله او د خدای عبادت به يې کاوه.
الله تعالی پوهانو ته د داوود ع معجزه یوه بیلګه ورکړې، هغو بیلابیلو شیانو ته يې اشاره کړې چې خبرې کولي شي.
انسانانو د تل پاتې حقیقت په لاره کې څیړنې پیل کړې پورتني یادې شوې آلې یا وسیلې يې جوړې کړې.
کمپیوټر د انسان پنځونه ( تخلیق) دی، خو مغز د الله ( ج ) تخلیق دی، انسان د خپل مغز ځانګړنو ته په پام کمپیوټر جوړ کړ، اوسنیو وختونو کې انسانانو ستر ستر روباتونه جوړ کړي چې ټول جوړښت يې د انسان د مغز او د بدن د نورو برخو له جوړښت ته پام کړی دی، ان داسې روباتونه يې جوړ کړي چې هر څه په خپله کنترولوی چې مصنوعي ځیراکت يې بولي.
آیا هغه څوک چې د الله تعالی څخه انکار کوي، ولې له خپل مغز څخه انکار نه کوي؟
که چیرې داسې وي چې انسان وايي (ملحدین ) چې دا هر څه زما خپل تخلیق دی ، نو دی باید په دې هر څه غرور او تکبر ونکړي ، ځکه چې که الله تعالی په قرآن کریم کې د دې هر څه بیلګې نه وای ورکړې، طبیعت او چاپیریال يې له بیلګو او نمونو څخه نه وای ډک ساتلی، بې وزله انسان به د هیڅ شي د موندنو وړتیا نه درلودلای او نه به يې دومره موندنې کړې وای.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *