سرمقالې

له ټولشموله حکومته مطلب څه دی ؟!

دا وخت موږ له بېلابېلو نړيوالو جهتونو دا خبره زښته ډېره اورو چې وايي د افغانانو ترمنځ دې مذاکرات وشي او يو ټول شموله يا پراخ بنسټه حکومت دې تشکيل شي. دوی په دې اړه نور څه تفصيل نه ورکوي خو بيا هم ځينې يې ښکاره غوښتنه کوي چې ټول قومونه دې معنا لرونکی حضور په کې ولري! په هر صورت ښکاره ده چې د اغيارو غوښتنې عموماً همدغسې مبهمې دي او دا ځکه چې هغوی په حقيقت کې زموږ د ملامتۍ لپاره پلمې ګوري او پلمي زياتره وي مبهمې! د نړيوالو دا ډول پلمې د ګرد افغان ولس لپاره ځکه ډېرې عجيبه دي چې وايي دا کوم دليل دی چې پرون يو فاسق، فاجر او لوطي انسان د يو قوم يا يو خاص ولايت او ولسوالۍ کره استازی ګڼل کېده، خو نن د هماغه قوم او سيمې يو پاک مسلمان شخص بيا هېڅوک نه بلل کېږي. ښايي يوازنۍ وجه داوي پروني خو د همدغو په تبليغاتو پړسېدلي او مشهور شوي وو. خو اوسني بيا له پرديو سره دغه ډول هېڅ اړيکې نه لري له همدغو قراينو جوتېږي چې بهرنيان فقط په حکومت کې د خپلو هماغو اجيرانو ليدل غواړي ترڅو يو ځل بيا افغانان د مختلفو جهتونو د اجيرانو خپلمنځي کش وکړپ کې له امنيت او ثباته بې برخې او په سلګونو بد مرغيو کې راګيرشي. په دې کې هېڅ شک نشته چې موږ د ګاونډيانو په شمول ګرده نړۍ يوازې او يوازې خپلو ګټو او شيطاني اغراضو پسې منډې وهي او قطعاً پر هېڅ مظلوم، بې وزله او محتاج انسان د رحم او خواخوږۍ عاطفه نه لري. هغه فسادونه او فتنې راپاروي او د لکونو وګړو له وژل کېدو، کور وړانېدو او کډوالۍ خوندونه اخلي. خو بل لورته افغان ملت بيا د پرديو دې ډول خبرو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي او يوازنی ارمان يې دادی چې حکومت که د هر چا وي احمد او محمود ورته يې توپيره دي خو چې خپلواک وي، د افغانانو د سر، عزت، ناموس، دين او نورو معنوي ارزښتونو ساتونکی، هېواد پالونکی او د خلکو لپاره خدمت کوونکی وي- افغان ولس به هېڅکله د يو داسې حکومت ارمان او غوښتنه و نه کړي چې په يوه ارګ او يوه ورځ کې دوه ولس مشران د خپلې باچايۍ اعلان کوي او بيا يو سوپرنګی راځي او دواړوته سم په نيمايي واک وربېلوي. دا خلک نور له دې ډول شرمندګيو سخت بېزار او ډېر ستړي دي،البته زموږ خواص او عوام به ضرور دا غوښتنه کوي چې له اخلاص، ښه تنظيم او خدمت سره سره دا هم د رعيت يو حق دی چې نظام يې پر شورائيت بناوي، ټولو قومونو، ټولنيزو او مسلکي ډلو ته په ښه سترګه وکتل شي او هر څه يوې ډلې، يو قوم او يوې سيمې پورې تړلي نه وي. ځکه ټول په دې پوهېږي چې موږ د خيرالقرون نه بلکې د پنځلسمې هجري پېړۍ خلک يو. نو که د واکمنو ترڅنګ يوه مقتدره شورا نه وي او د عام ولس له اعتراضه ونه ډارشي، خامخا به نيمګړتياوې ترې پېښيږي او د شخصي استبداد يو ناوړه صورت به منځ ته راځي چې بيا به هم خالق ناراض وي، هم مخلوق خپه. لنډه دا چې د پرديو دا ډول اعتراضات او فرمايشات هېڅکله د اوېدو نه دي، دا مو له کاره باسي، وختونه او فرصتونه مو ضايع کوي او په شرو فساد مو اړوي، خو په همدې ترڅ کې بيا موږ خپله بايد مصالح وپېژنو او د لاډېر سمون لپاره له نصيحت او يادښته ډډه و نه کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *